پنجشنبه 28 ثور 1391 سیمه ییزوخت 08:06 PM


افغانستان، سيمه او نړۍ

  • Audio افغانستان به د ناټو په سرمشریزه کې د مالي مرستو غوښتنه وکړي

    افغانستان به د ناټو په سرمشریزه کې د تروریزم ضد جګړې لپاره د مالي مرستو غوښتنه وکړي. د ناټو سرمشریزه د یکشنبې په ورځ په شیکاګو کې جوړیږي. افغان مقامات وايي، په ۲۰۱۴ میلادي کال بهرنۍ قواوې، له هېواد څخه وځې او امنیتي مسؤلیتونه، افغان ځواکونو ته سپارل

  • زرداري د شيکاګو په غونډه کې ګډون کوي

    د پاکستان ولسمشر اعلان وکړ، چې په شيکاګو کې به د ناټو د مشرانو په غونډه کې، برخه واخلي. اصف علي زرداري ته ناټو روانه اونۍ وروسته تر دې د شيکاګو په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه چې اسلام اباد داسې نښانې څرګندې کړې چې له خپلې خاورې به افغانستان ته د بهرنيو پوځيانو اکمالاتو ته اجازه ورکړي.

  • غزني: که مخالفین د ښونځیو تړلو ته دوام ورکړي نو له ولسي پاڅون سره به مخ شي

    د غزني چارواکي په دې باور دي چې که وسله وال طالبان په دغه ولایت کې د ښونځیو تړلو ته دوام ورکړي، نو خلک به دې ته اړ شي چې په وړاندې یې ودریږي. د غزني والي موسی خان اکبرزاده د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل،

  • د ملي شورا غړي او مهمې څیرې له امنیتي ګواښ سره مخامخ دي

    په دې وروستیو کې د یو شمېر سیاسي څیرو او مهمو اشخاصو وژنې د ملي شورا غړو ته اندیښنې پیدا کړي او له امنیتي ځواکونو څخه غواړي چې د دې وژنو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي. دا غوښتنه وروسته له هغې کیږي چې په تیرو دوو کلونو کې ترلسو زیات مهم سیاسي او پوځي کسان ووژل شول

  • پاکستان د خپل امنيت چانس له لاسه ورکړ

    امريکايي خبريال ډويډ اګناتيس چې د افغانستان، پاکستان او سيمې له حالاتو سره اشنا دی په واشنګتن پوسټ ورځپاڼه کې ليکي، امريکايي ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې دي، خو يو څه چې روښانه دي هغه دا دي چې پاکستان هغه چانس په خپل تاريخ کې له لاسه ورکوي چې پر خپلې ټولې خاورې سياسي کنټرول پيدا کړي.

  • Afghanistan --  Coalition forces give security cover for a helicopter as they prepare for extraction in Gulistan district, Farah province, 12Apr2009

    فراه کې د وسلوالو مخالفینو بریدونه پایته ورسیدل

    د فراه ولايت پر ودانۍ د وسلوالو کسانو حمله د پنځو پوليسو او حمله کوونکو او د دوو ملکي کسانو په ګډون د ١۳ تنو په ټپي کېدو سره پاى ته ورسېده. د فراه امنیه قومندانۍ سرپرست محمد عوض مایار شیبه مخکې ازادۍ راډیو ته وویل، چې یو شمېر وسلوال کسان، چې د سرحدي

  • مشعل: د پاکستان په دیني مدرسو کې ځوانان افراطیت ته هڅول کیږي

    د ملي امنیت ریاست یو ځل بیا هغه راپورونه تایید کړل، چې په پاکستان کې په زرګونو دیني مدرسو کې د زده کړې پرځای د افغان دولت پر ضد روزنه ورکول کیږي. د دې ادارې ویاند لطف الله مشعل د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې په پاکستان کې کابو پنځه زره مدرسې طالبانو


له پروګرامونو



تصویر او ویډیو

ستاسوجاواسکریپټ ګول شوی یا ستاسود اډوبي فلش پلېر ورژن زوړ دی Get the latest Flash player.
ستاسوجاواسکریپټ ګول شوی یا ستاسود اډوبي فلش پلېر ورژن زوړ دی Get the latest Flash player.
ویډیو

ویډیو د مولوي ارسلا رحماني جنازه خاورو ته وسپارل شو

ارسلا رحماني، چې د طالبانو په حکومت کې يې فعاله برخه لرله، د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د لارې په اوارولو کې مهم رول لوبولي شو. د ولسي جرګې او د سولې دعالي شورا يوه غړي مولوي شهزاده شاهد د ارسلا رحماني د جنازې له مراسمو وروسته وويل، چې دوي د رحماني پر وژلو سخت خواشيني شوي دي. شاهد ټينګار وکړ، چې رحماني له چا سره شخصي دښمني نه لرله. د سولې د عالي شورا غړي او په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو يوه استازي مولوي شهزاده شاهد وويل، چې رحماني د سولې، امنيت او د افغانانو د يووالي لپاره کار کار کاوه. دا د افغانانو د قتلونو روانه سلسله ده، مشران، ديني عالمان، سياستوال، ښوونکي، انجنيران او ان سوداګر يې قربانيان دي. د تېر کال په سپټمبر کې د سولې د عالي شورا مشر برهان الدين رباني د يوه ځان وژونکي له لوري ووژل شو. له رباني وروسته په کونړ کې د سولې د کمېټې مشر محمد هاشم منيب ترور شو. د پوليسو په وينا پر ارسلا رحماني د بې ږغه تومانچې په وسيله ډزې شوي دي. د ملاداد الله محاذ په نوم د طالبانو يوې بلې ډلې وويل چې ارسلا رحماني دوي وژلي دي. د طالبانو د کوټې د شورا يوه غړي معتصم اغا جان اسوشيتيد پريس خبري اژانس ته ويلي چې د طالبانو په منځ کې له حکومت سره د پخلاينې پر سر اختلاف دي. د ده په وينا ارسلا رحماني يو داسي دروند شخصيت و چې پر وطن مين و.

کورنیو چاپي رسنیو ته کتنه

"افغان پولیس په جنسي تیریو کې ښکیل بلل شوي"

د کابل ورځپاڼو نن خپل ځینې مهم سرلیکونه په افغانستان کې د سیمه ایزو پولیسو د فعالیتونو په اړه پورته شوي پوښتنو او اندیښنو ته ځانګړې کړي تفصیل...

نړیوالو چاپي رسنیو ته کتنه

د طالبانو خپل منځي جګړې په يوه ترورستي کمپاين بدلې شوي

بريتانيايي ورځپاڼه ډيلي ټيلګراف په خپله تازه ګڼه کې ليکي، د طالبانو خپل منځي جګړې چې له امريکا سره د سولې تفصیل...


مرکې

               
 
 
 
 
The blender

د ازادي راډیو د 1390 کال غوره شخصيت