پنجشنبه 11 سنبله 1389

راپورونه وایي چې د امریکا د دفاع وزیر له افغان او د بهرنیو ځواکونو له چارواکو سره د خبرو لپاره نن کابل ته راغلی دی.
لویدیځو اژانسونو خبر ورکړی چې ټاکل شوې ده د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي او په دې هېواد کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال ډیویډ پټریوس سره وګوري.

د کندهار څخه ولسي جرګې ته ګڼ شمېر ښځينه کانديدانې وايي که چېرې د ښار او ولسواليو د ډاډمن امنيت لپاره ګامونه پورته نه شي نو د رڼو او شفافو ټاکنو تر سره کېدل ناشوني ښکاري.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې، د ولسي جرګې راتلونکو انتخاباتو ته تیاری ښه روان دی او په دې برخه کې کومه ځانګړې ستونزه نشته او همدارنګه د انتخاباتو د بهیر څارونکو ته د کارتونو ویشل دوام لري.

د سیپتمبر د میاشتې یو ویشتمه نېټه چې د وږي د میاشتې له دیرشمې نېټې سره سمون خوري د سولې له نړېوالې ورځې سره برابره ده .
ټاکل شوې چې له دغې ورځې څخه په افغانستان کې هم د ملګرو ملتونو د اداري له خوا لمانځنه وشي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، دا اقدام د چارو د لاسمون او د عدالت د تامینولو په مقصد شوی دی، خو د چارو کارپوهان وایي چې، په نوي بدلونونو کې ټول پخواني چارواکي له یوه پست څخه بل ته ګمارل شوي دي.

په کندهار کی د ایساف ځواکونو په یوه هوايي برید کې شپږ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲ تنه ټپيان شوي، پېښه تېره ورځ غرمه د ژيړۍ ولسوالۍ د وزيرو پر کلي د ايساف ځواکونو د هوايي برید له امله رامنځته شوی ده.

امریکايي چارواکو د پاکستاني طالبانو پرضد د اقداماتو په لړ کې دا ډله د تروریستي ډلو په فهرست کې شامله کړه او د دوي مشر یې په افغانستان کې د تېرکال د هغې تروریستي حملې په تنظیمولو تورن کړ چې د CIA اوه کارکوونکي یې ووژل.
چهارشنبه 10 سنبله 1389

د افغانستان د هوایي ځواکونو د روزنې کار پاکستاني افسرانو ته سپارل کيږي. دا مساله یوې امریکایۍ ورځپاڼې په ډاګه کړې ده او څرګندوي چې افغان پیلوټانو ته به په پاکستان او بیا کابل کې روزونه ورکړل شي

د افغانستان د پوهنې وزارت، د یوشمېر نورو دولتي ارګانونو او یونیسف د ادارې په مرسته، غواړي چې ښوونځیو ته د څښلو د پاکو اوبو پروژه پیل کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې انتخاباتو ته په لسګونو هغو کاندیدانو، چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون یې نومونه د کاندیدانو له وروستي لست څخه ویستلي دي، له دغې کمیسیون غوښتي چې په خپلې پریکړې له سره غور وکړي.

د افغانستان د کار، ټولنیږو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د سلګونو افغان معلولینو لپاره د حرفوي زده کړو د اسانتیا د برابرولو په برخه کې د دارالفنون او مرستې رسولو له موسسې سره یوه نوی تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د افغانستان بانک هغه راپورونه په کلکه رد کړل چې ګوندې کابلبانک له ستونزو سره مخامخ شوی دی او د پځوا په څېر به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د کندهار ولایت د حج او اوقافو ريس محمد حسن تيموري نن سهار شاوخوا لس بجې د خپل موټر چلونکي سره په يوه بمي چاودنه کې ووژل شو او درې تنه نور ټپیان شول.

د پاکستان د هوايي ځواکونو په هغه بريد کې چې د خيبر اجنسۍ پر لرې پرته سيمه تيرا ترسره شوې دېرش تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون ماښام په عراق کې د امریکا د پوځي ماموریت ختم رسماً اعلان کړ.
اوباما تېر ماښام د امریکا ملت ته په وینا کې د دې موضوع د اعلان ترڅنګ وویل، چې په عراق کې د امنیتي چارو ټول مسوولیتونه عراقي ځواکونو ته سپارل شوي دي.
په همدې حال کې عراقي چارواکو دا ورځ د خپل هېواد لپاره ډېره مهمه ورځ بللې او ویلي یې دي، چې له دې وروسته به د عراق په اړه پرېکړې په خپله د دې هېواد خلک کوي.
سه شنبه 09 سنبله 1389

د افغانستان د انتخاباتو خبلواک کمیسیون د افغانستان مشرانو جرګې ته ډاډ ورکړی، چې د ولسي جرګې لپاره د شفافو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره نوي پلانونه لري.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون له دولتي ادارو او خلکو څخه وغوښتل ترڅو د ولسي جرګې هغه کاندیدان ورته په ګوته کړي، چې تر اوسه پورې یې له خپلو دولتي دندو څخه استعفاوې نه دي کړي.

په غونډه کې د پښتنو او بلوڅو د قومونو په یووالی ټینګار وشو او وویل شول، چی پښتانه او بلوڅ تروریستان نه دي او نړیواله ټولنه باید هڅه وکړي چې د دوی د هر اړخیزو مرستو له لارې دا قومونه د تروریستانو له منګلو وژغوري.

وال ستریت ژورنال ورځپاڼه لیکي، له کاره د لوی څارنوالۍ د مرستیال فضل احمد فقیریار ګوښه کېدو د ولسمشر کرزی او واشنګټن ترمنځ نوې لانجې ته لاره هواره کړې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د زیاتو معلوماتو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د کانګرس غړیو چی تازه د افغانستان له سفره بېرته واشنګټن ته ستانه شوي دي، له ولسمشر حامد کرزي سره یې خپله کتنه ناراحت کونکې بللې ده.
دوشنبه 08 سنبله 1389

ایا په کندهار کې به د سولې او امنیت د ټینګولو اویوې سالمې ادارې د رامینځته کولو لپاره د امریکا په مشرۍ پوځي او ملکي هڅې بریالۍ وي که نه؟

د اسلامي کانفرانس لپاره د امریکا د ولسمشر بارک اوباما سلاکار چې افغانستان ته د دولتي چارواکو ترڅنګ د دیني عالمانو او محصلینو سره د لیده کاتو په هدف افغانستان ته راغلی وايي .

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون یو مسول سلطان شا عاکفي د دوشنبی په ورځ په کابل کې د دې کمیسیون د ټولو ولایتونو د ريسانو په یو روزنیز سمینار کې وویل چی د ولسي جرګې د انتخاباتو د کاندیدانو له وروستي لست څخه به یو شمیر نور نومونه هم لرې کړي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د لیک لوست یا د سواد د زده کړې معینیت وايي، سږ کال د سیپټمبر میاشتې پر(اتمه) د لیک لوست زده کړې د نړېوالې ورځې په لمانځ غونډه کې به له افغان دولت او نړېوالې ټولنې څخه د دې برخې لپاره د نوېو مرستو غوښتنه وکړې.

د کورنیو چارو د وزارت چارواکو د دوشنبې په ورځ کابو نهه ټنه ضبط کړي مخدر مواد وسوزول، د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې مرستیال وویل چې، دا مواد یي د یولړعملیاتو په نتیجه کې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې نیولي دي.

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دوشنبې په ورځ په بېلابېلو برخو کې د همکارېو یوولس تړونونه لاسلیک شول، په کابل کې له همدې امله په جوړه شوې غونډه کې د افغانستان له خوا د همکارېو د کمیسیون مشر او د اقتصاد وزیرعبدالهادي ارغندیوال وویل چې دواړه هېوادونه به د دغو تړونونو د عملي کولو لپاره هلې ځلې وکړي.

د جرمني دفاع وزیر اود پارلمان رييس پرون په کندوز او بغلان کې له دېره جرمني سرتېرو سره وکتل.
کارل تیو دورڅو ګوتنبرګ په کندوز کې خبریالانوته وویل چې جرمني ځواکونه به ترهغه وخته
یکشنبه 07 سنبله 1389

تېره شپه د پكتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ كې د بهرنيو ځواكونو د عملياتو پر مهال د طالبانو او امريكايايي ځواكونو له خوا مخامخ جګړه شوې چې په كې پنځه طالبان او دوه عام وګړي وژل شوي دي.

د افغانستان په لېرو پرتو سیمو کې د دولتي ادارو کمزورتیا او په ځینو کې ان نشتوالی تر اوسه پورې د یوې لویې ستونزې په توګه پاتې ده، چې د مشرانو جرګې هم پرې په خپلې عمومي غونډه کې بحث وکړ.

په دې وروستیو څو میاشتو کې په بیلابیلو ولایتونو کې د نامعلومو موادو په وسیله د یو شمېر ښوونځیو د زده کوونکو مسمومیدل، خلک اندیښمن کړي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کابل ښار د احمد شاه بابا په مینه کې چې په ارزان قیمت مشهور دی، د یوه روغتون د بنسټ ډبره کیښودله.

د افغانستان دعدلیي وزارت چارواکي وایي چې، د هېواد د محبسونو او په کې د بندیانو د وضیعیت ښه کېدو ته د دوي هڅې پراخې شوي دي او همدارنګه له بهرنیو ځواکونو څخه د پروان د محبس د سپارلو چارې هم ګړندی شوي دي.

د يکشنبې په شپه د ننګرهار ولايت په خوګياڼيو ولسوالۍ کې د ائتلافي افغان ګډو ځواکونو په عملياتو کې (٦) تنه وسله وال مخالفين نيول شوي.
دغه راز د په همدغه ولسوالۍ کې د پلټنو په وخت په جلال اباد کې په بمي وسايلو بار يو موټر او د هغو(٢) تنه خاوندان نيول شوي دي.

د سرحدي پوليسو د ٤ ليوا قومندان جنرال رازق چې د کندهار ښار د محل نجات د عملياتو مشري په غاړه لري وايي، چې عمليات پای ته رسيدلی دی، ٣٥ وسلوال مخالفين يې نيولي، چې يوشمېر ځان وژونکي هم په کې شامل دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د خپل میاشتنې راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل چې په تروریستي پېښو کې تېره میاشت د وړمې میاشتې په پرتله ۲۳٪ کموالی راغلی چې ورسره د پولیسو په تلفاتو کې هم ۷٪ کموالی راغلی.

د جرمني دفاع وزیرکرل تیودور څوګوتنبرګ او د جرمني د پارلمان ريیس نوربرت لامیرت نن افغانستان ته راغلل حو د دوی سفر د امنیتي ملحوظاتو په خاطر پټ ساتل شوی وو.

د افغانستان د ترانسپورت اوهوایي چلند وزارت وایي، چې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د هوایي ډګرونو د جوړولو کارونه روان دي او ترڅنګ یې د ځینو پخوانیو د بیارغاونې کارونه هم پیل شوي دي.
شنبه 06 سنبله 1389

د افغانستان د مرکز او ولایتونو شل تنه څارنوالان د اصلاحاتو او قضایي عدالت په برخه کې ترلس ورځنۍ روزنې وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

ټاکل شوې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د پایپ لاین د غځولو تړون په نژدې راتلوونکي لاسلیک شي، دغه تړون په سیمه کې د نا امنیو او ناسمو سیاسي حالاتو له امله له څو کلونو راهیسۍ ځنډېدلی دی.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قومندان یو ځل بیا په دې ټینګار وکړ چې امریکايي څواکونه به د افغانستان شرایطو ته په بام سره له دغه هیواده وځي.
جنرال پټرویس دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ هغه مهال وکړې چې په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفیر کارل ایکن بیري سره یو ځای یې د رسنیو له مسوولینو سره وکتل.
ده دا ومنله چې د طالبانو رهبري له افغانستان څخه بهر ده او ډیری ترهګری بریدونه هم د دغه هیواد له خاوري بهر پلان کیږي.

د ننګرهار کرکټ فدراسيون د شل اورېزو نړۍ والو سياليو د چمتو والي لپاره د کرکټ ډله جوړه کړه.
کرکټ فدراسيون ددغه ولايت له سلګونو کرکټ لوبغاړو نه د شنبې په ورځ ازموينه واخيسته او شپاړلس تنه يې وټاکل.دا لوبغاړي به په کابل کې د ټول افغانستان په کچه په سياليو کې ګډون وکړي.

په وروستيو كلونو كې د افغانستان په اكثره ولايتونو كې د نورو پرمختيايي كارونو تر څنګ د معلوماتي ټكنالوژۍ او انټرنېټ په برخه كې هم پام وړ پرمختګونه شوي، خو د پكتيا ځوانان وايي چې تر دې مهاله په دغه ولايت خلك په عامه توګه انټرنېټ ته لاس رسى نه لري.

د ننګرهار په ايسارک ولسوالۍ په بريدکې مرګ ژوبله پېښه شوې ده، د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي وويل:
د شنبې په شپه وسله والو مخالفينو د جلال اباد غرب ته څه ناڅه ٩٠ کيلو متره لرې په پرتې ولسوالۍ ايسارک باندې بريد کړى، چې د پوليسو په ځوابي بريد کې ٤ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او ٤ نور ټپيان شوي دي.

څو ورځې وړاندې د ولسمشر کرزي د ملي امنیت د دفتر یو کار کوونکی ضیا صالحي د اداري فساد په تور ونیول شو او بیرته خوشې شو.
وروسته داسې راپورونه هم خپاره شول چې صالحي د سي ای ای سړی دی.
جمعه 05 سنبله 1389

د امریکا یو پوځي چارواکی وایي، متحد ایالات داسې انګیري چې طالبان به په افغانستان کې د ولسې جرګې د انتخاباتو لپاره په شمال کې هم بریدونه زیات کړي، په هغه ځای کې چې د پښې ځای یې په کې پیدا کړی دی.

د انتخاباتو د شکایتو کمیسیون وايي، د ولسي جرګې هغه کاندیدان چې دوه تابیعته ولري د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې ورته ممانعت نه دی ټاکل شوی او همدانګه زیاتوي، چې د کاندیدانو د افغاني تابیعت درلودل شرط دي، خو د انتخاباتو په قانون کې د دوو تابیعت درلودلو ته اشاره نه ده شوی.

په هلمند کې په درېو جلا جلا پېښو کې نهه تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي او د يوې کورنۍ د پنځو تنو د ټپي کېدو ترڅنګ د يوې امنيتي کمپنۍ درې تنه ساتونکي وژل شوي دي.
دغه پېښې په لښکرګاه ،ګرشک او سنګين ولسواليو کې رامنځته شوي.

افغان ولسمشر راتلونکې کال له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر پلان انتقاد کړی .
پنجشنبه 04 سنبله 1389

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي پلان لري چې، د هېواد د پوهنتونونو استادان د لوړو زده کړو د حاصلولو لپاره بهرنیو هېوادونو ته واستوي.
د دې وزارت ویاند ازادۍ راډیو ته وویل چې، دا د لوړوزده کړو د وزات د ستراتیژیک پلان یوه برخه ده.

په داسې حال کې چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخاباتو ته تر یوې میاشتې کمه موده پاتې ده او د کاندیدانو انتخاباتي کمپاینونه هم ښه ګرم روان دي، یو شمېر ښځینه کاندیدانې شکایت لري چې د دوي انتخاباتي کمپاینونه له ستونږو سره مخ شوي دي.

أفغانستان د کانونو وزارت وایي، چې د نفتي موادو د استخراج لپاره یي نوي پروګرامونه تر لاس لاندې نیولي دي.
د دی وزارت ویاند له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په سرپل ولایت کې د نفتي موادو څلور څاګانې برانستل شوي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې، زیاترو ولایتونو ته یې د ولسي جرګې د راتلوونکو انتخاباتو لپاره د رایي پاڼې او نور حساس مواد رسولي دي.

د هلمند ولايت د ښوونې او روزنې ريس شير اغاصافى وايي په نادعلي ولسوالۍ کې يو منځنۍ ښوونځى د نامالومو وسلوالو له لوري تېره شپه له خاورو سره خاورې شوى دى.
شير اغاصافى وايي، دغه ښوونځی د نادعلي ولسوالۍ د نورزو په کلي کې د تېرو پنځو مياشتو راهیسې فعاله و او نږدې يوسل او نوي تنه زده کوونکي يي درلوده.

د کابل د نړېوال هوايي ډګر له لیارې د غیرقانوني پیسو د انتقال د نه مخنیوي په برخه کې نه یواځې د لویدیځ بلکه خپله د یو شمېر افغان چارواکو اندېښنې هم راپارېدلي دي.د کابل د نړېوال هوايي ډګر امنیتي چارواکي وايي چې د ماليي وزارت د دې ستونزې د حل په برخه کې یوه روښانه پالیسي نه لري.

د ننګرهار ولايت په بېلا بېلو سيمو کې راوتلو سېلابونو ١٥ تنه مړه کړي او زرګونه جريبه ځمکې، فصلونه، سلګونه بابه کورونه او څاروي يې له منځه وړي.
د ننګرهار ولايت له بېلابېلو سيمونه قومي مشرانو او سېلاب ځپلو ازادۍ راډيو ته وويل: د دوي سلګونه جريبه ځمکې، سلګونه بابه کورونه، څاروي، د کور لوښي او باغونه سېلابونو په مخه کړي او هېڅ هم ورته نه دي پاتې.

د کابل د هوايي ډګر سرحدي پولیس له افغانستان څخه د مخدرو موادو په قاچاقو کې نړېوال قاچاق کوونکي ښکیل بولي او وايي چې دغه قاچاق کوونکي هڅه کوي چې د نوېو لارو په موندلو سره مخدر مواد بهرنیو هېوادونو ته قاچاق کړي .

په دې بحث کې چې د چهارشنبې په ورځ د فرهنګ او مدنې ټولنې د بنیاد له خوا جوړ شوی وو تر ډیره په دې خبرې وشوې چې د ولسې جرګې انتخابات باید په ازاده فضا کې ترسره شي او حکومت له مشخصو کاندیدانو څخه ملاتړ ونه کړي.

په افغانستان کې د سولې د مشورتي جرګې وروسته د دولت د روانوهڅو په لړ کې بیا هم د بندیانو یو شمېر خپل خپلوان شکایت کوي چې، د بندیانو د دوسیو په څیړلو کې، مثبت بدلون نه دی راغلی،خو دعدلي اوقضایي چارومسٌولین سره له دې چط دا مسله له ستونزو ډکه ګڼي.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان وايي، له وسله والو طالبانو سره د افغان دولت د سولې د خبرو اترو ملاتړ کوي او په ځینو ځانګړو مواردو کې متحده ایالاتو په دې پروسه کې د افغان دولت مرسته هم کړې ده.
چهارشنبه 03 سنبله 1389

دغه تړون د چهار شنبې په ورځ د افغانستان د بوهنې وزارت او په کابل کې د ناروې سفارت تر منځ لاسلیک شو.د پوهنې وزیر وویل، چې د دغو مرستو یوه برخه به په فاریاب ولایت کې د ښوونځیو په جوړولو ولګول شي.

د سوداګرۍ دا بنیاد شاوخوا څلور میاشتې مخکې په افغانستان کې جوړ شوی و خو اوس یې سوداګریز فعالیتونه، په منظمه توګه پیلیږي.
د دې خونې نوښتګران هغه افغانان دي، چې د امریکا تابعیت لري .

د بادغیس ولایت دعامې روغتیار ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د یو افغان پولیس د وژل کیدو په غبرګون د خلکو په مظاهرې کې ۱۸ ملکي کسان ټپیان شوي چې د ۲ تنو روغتیایي حال نازک دی.

د امریکا یو جګپوړی پوځي مقام وايي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د اېستلو په برخه کې د امریکا د ولسمشربارک اوباما اعلان د وسله والو طالبانو روحیه پیاوړې کړې او هغوی یې په دې باوري کړي، چې د امریکايي قواوو د وتلو تروخته مقاومت ته دوام ورکړي.
په افغانستان کې د امریکا د پلیو سمندري قواوو د قول اردو قوماندان جنرال جېمزکانوې وویل. دی باور لري چې سمندري پلي ځواکونه به په راتلونکو څو کلونو کې د افغانستان په جنوب کې پاتې شي.

د افغانستان په پنځو شمالي ولایتونو کې د وترنرۍ د خدمتونو د پراختیا تړون د سې شنبې په ورځ د کرنې او مالدارۍ وزارت او د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې د رييس تر منځ په کابل کې لاسلیک شو.
سه شنبه 02 سنبله 1389

د ولسي جرګې انتخابات رانږدې شوې او په عین حال کې په جنوبي او ختیځو سېمو کې د بې امنیو له امله کاندیدان په ازاد ډول کمپاین نه شي کولای او له خلکو سره لیدنې کتنې یي هم له پوره ستونزو سره مخامخ دي.

په افغانستان کی یو، ان، ایچ، سي، ار د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنری وایي چې په پاکستان کې له سیلاب ځپلو افغان کډوالو سره د دوي مرستې دوام لري.
دغه اداره وايي، چې اکثره سیلاب ځپلی خلک د سرپناه د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي.

د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، په افغانستان کې په زرګونو خلک چې کورونه یې سیلابونو وران کړي، سرپناه ته اړتیا لري.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ادارې رييس عبدالمتین ادراک همدا راز د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل.

د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېرغړي د افغانستان د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون دا تور لګوي چې د دغه کمیسیون هغه غړي چې د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې په درغلیو تورن ول او له خپلو دندو ګوښه شوي ول اوس بیا په خپلو پخوانیو دندو ګمارل شوي دي.

د افغانستان ولسي جرګې ته کاندید شوي یو شمېرسیکان او هندوان، د انتخاباتو له کمیسیون څخه د دوي د انتخاباتي کمپاینونو په هکله د اسانیتاوو غوښتنه کوي.
د کابل له ولایت څخه کاندید پرت پال سنګ او انارکلي هنریار وایي چې، دوي د امنیتي ستونزو سره مخ دي.

د هلمند د سرې مياشتې د رياست له لوري د شهيدانو له دوه سوه کورنيو سره د خوراکي توکو د ويش لړۍ پيل شوه، د سرې مياشتې ریيس ويلي دي چې د دغه مرستې د ويش لړۍ يي د روژې د مياشتې د را رسېدو په مناسبت پيل کړې.

د امریکا د ولسمشر مرستیال جوبایډن وایي، چې په افغانستان کې د امریکا په مشری د جګړې هڅې امید بخښونکي دي او دا به له وخته مخکې قضاوت وي چې وویل شي دغه هڅې ناکامه دي.

د امریکا یوجګپوړی پوځي مقام د افغان ځواکونو له لیکو څخه تېښته او د سرتېرو بې سوادي هغه لویه ستونزه بولي چې افغانستان ورسره مخامخ دی.
دوشنبه 01 سنبله 1389

افغان حکومت وايي، چې ولسمشر کرزی به د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د درنو او سنګینو جرمنو په وړاندې د ادارو د کار په څرنګوالي کې د یوشمېر اصلاحاتو په اړه یو فرمان صادر کړي.

د فرانسې دولت وايي چې د کابل او کاپیسا ولایتونو د کرنیزو پروژو د پلي کولو لپاره د کرنې له وزارت سره همکاري کوي.
د افغانستان د کرنې او مالدارې وزارت چارواکي وايي، چې فرانسې تر دې پخوا هم د افغانستان د کرنيز سیستم د ودې لپاره مرسته کړې وه، په ځانګړي ډول د کابل او کاپیسا له ولایتونو سره.

کابل ښاروالۍ وایي چې، د کابل ښار او شاوخوا سیمو سړکونو ته یي پلان ترتیب او په پلي کېدو لاس پورې کړی دی او تر اوسه یې له ۱۵۰۰کیلومترو سړک څخه شاوخوا څلور سوه کیلومتره پاخه کړي دي.

د افغانستان د نورم او سټنډرډ ملي اداره یا انسا وايي، چې دا مهال د کورنیو تولیداتو لپاره په یو شمېرنړېوالو معیارونو یا سټنډرډونو باندې کار کوي څو د عملي کېدو په صورت کې یي افغاني تولیدات نړېوالو مارکیټونو ته لاره ومومي.

افغان ولسمشر حامدکرزي په هېواد کې د خصوصي امنیتي کمپنیو د فعالیت د بندولو لپاره یوځل بیا د خپلې پرېکړې دفاع وکړه او د امریکا له خلکو یې غوښتنه وکړه، چې خپلې د مالیې پیسې دې هغو امنیتي قراردادیانو ته نه ورکوي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د شکایتونو د اورېدو کمیسیون وایي، چې د یو لړ کره څیړنو وروسته یي، د ولسي جرګې د کاندیدانو له لست نه د لسو نورو کاندیدانو نومونه هم لېرې کړل.