جمعه 9 عقرب 1393 سیمه ییزوخت 10:03 PM

راپورونه

سيګار: ايساف د افغان ځواکونو د وړتيا ارزونې راپور پټ ساتلى

جان سوپکو

09.08.1393
دافغانستان دبیارغونې لپاره دامریکا خاص مفتش وايی دآیساف لخوا دافغان ځواکونو دظرفیت د ارزونې درپوټ پټ ساتل دتوضیح وړ نه دي. تفصیل...
05 عقرب - 11 عقرب 1393
جمعه 09 عقرب 1393

چين کې د افغانستان پر اقتصادي ثبات خبرې وشوې

په پيکنګ کې د اسیا زړه په نوم د شپاړسو هیوادو د بهرنیوچارو د وزیرانو غونډه چې دافغانستان په اړه د استانبول د کنفرانس په دوام جوړه شوې وه ، نن پاي ته ورسیده.

چک په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د ماموريت دوام تاييد کړ

د چک جمهوریت پارلمان د جمعې په ورځ په افغانستان کې د راتلونکو دوه نورو کلونو لپاره د چیکې سرتیرو پاتې کیدل تصویب کړل.

ولسمشر غني، سیاسي مخالفې ډلې سولې ته راوبلل

د افغانستان جمهورریس د وسله والو طالبانو په ګډون، د خپل حکومت سیاسي مخالفې ډلې د سولې له پروسې سره یوځای کیدو ته را وبللې.

د څرخي پله د زندانیانو اعتصاب لسمې ورځې ته ورسید

د کابل د څرخي پله زندان یوشمېر بندیان ادعا کوي چې د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب یې لسمې ورځې ته رسیدلی خولاهم د دوی غوښتنې نه دي منل شوي.

د بخښنې نړيوال سازمان برېښنا ته د امن غوښتنه وکړه

د تيري يکشنبې په ورځ، هغه ملا ته چې په کندز کې پر يوې ۱۰ کلنې نجلۍ باندي په جنسي تېري تورن وو، د ۲۰ کالو د بند سزا واورول شوه.

د ۱۴هېوادواستازي د افغانستان په اړه "د اسیا زړه"غونډه کې برخه اخلي

د چین په مرکزپیکنګ کې نن د افغانستان په اړه په یوه غونډه کې د سیمې د څوارلس هېوادو استازي برخه اخلي.

پیشمرګه وسله وال پر کوباني حملې ته چمتو شوي دي

کردي وسله وال غواړي چې د جمعې په ورځ د سوریې پر کوباني ښار برید وکړي.د پیشمرګه په نوم د عراقي کردانو په لسګونو جنګیالي وروسته تردې چې د سورې خاورې ته پرون داخل...

افغان کډوال: په محرم میاشت کې مو پوليس ډېر ځوروي

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور او ددې ايالت په نورو ښارونو کې دیره افغان کډوال شکایت کوي، چې د محرم الحرام میاشتې له پيلېدا سره سم د حکومت دتازه بندیزونو له مشکلاتو سره مخ کړي دي.

"هندي او افغان استخباراتي بلوچستان ته د وسلو په را انتقالولو کې لاس لري"

د بلوچستان ملېشه ځواکونه ادعا کوي، چې د دې ايالت له ګلستان او دوو نورو سيمو يې څلور زره کيلوګرامه چاودېدونکي مواد او تر بل هر وخت زياته اندازه وسله نيولې

سوپکو: واشنګټن د نشه يي توکو پرضد په مبارزه کې ۷ میليارده ډالر ضايع کړي

د افغانستان لپاره د امريکا د څارنې ادارې خبرداری ورکړی، د افغانستان اقتصاد چې د افغانستان د تارياکو پرکاروبار ولاړ دی، په دې هېواد کې د بيارغونې هڅو ته خطر پېښ کړی...

په ننګرهارکې له حرفوي زده کړو فارغې شوې میرمنې کار غواړي

په ننګرهار یو شمېرهغه میرمنې چې د سواد او حرفوي زده کړو له کورسونو څخه فارغې شوي، وايي دوی په بېلابېلو برخو کې زده کړې...

د منځني اسیا یو شمېرسخت دریځو له البغدادي سره خپل بیعت اعلان کړ

د منځني اسیا د هېوادونو یو شمېر سخت دریځو وسله والو د اسلامي دولت په نامه وسله والې ډلې او د هغې له مشر ابوبکر البغدادي سره خپل بیعت اعلان کړی دی.

ولسمشرته د ښځینه فعالانو د مشورتي شورا د غړو غوره کول پیل شو

د افغان میرمنو شبکې ولسمشرته د ښځینه فعالانو د مشورتي شورا د غړو په غوره کولو کار پیل کړ.افغان میرمنو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې ددې شورا غړي به ولسمشر...

ولسمشر اشرف غني د چېن د پارلمان له ريس ژان سره وليدل

نن چېن ته د افغانستان د جمهورريس د سفردرېيمه ورځ ده. ولسمشر اشرف غني د چېن د پارلمان له ريس ژان دو ژيانګ سره وليدل.

امریکایي بې پيلوټو الوتکو په وزیرستان کې پنځه کسه یاغیان وژلي

مشکوکو امریکایي بې پيلوټو الوتکو په وزیرستان کې د ننني برید په ترڅ کې لږ تر لږه پنځه کسه یاغیان وژلي دي.

پنجشنبه 08 عقرب 1393

"په افغانستان کې د نشه توکو پر وړاندې مبارزه تر ډیره حده له پامه غورځول شوې"

په افغانستان کې د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې خبرداری ورکړ چې د دې هېواد پر مخدره موادو ولاړ اقتصاد د بیارغونې هڅې...

ایسا: د کان کیندنو د پروژو امنیت دې جدي ونیول شي

له چین نه د پانګونې په برخه کې د افغان ولسمشرغوښتنې که څه هم له هرکلي سره مخ شوي خو له پانګونې د ملاتړاداره د پانګونو لپاره د پوره امنیت غوښتنه کوي.

"په لومړي ځل به یوه ښځه د سترې محکمې غړې په حیث معرفي شي"

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون او ښځینه فعالانې د جمهورریس احمدزي د هغې پریکړې هرکلی کوي چې یوه ښځه به د سترې محکمې د عالي شورا د غړي په توګه وټاکي.

امریکا: په افغانستان کې د چېن رول مثبت لورته بدل شوی

متحده ایالاتو د افغانستان د ثبات لپاره د چېن د پراخیدونکې رول هرکلۍ وکړ.واشنګتن ویلي د افغانستان د بیارغونې لپاره د استانبول د پروسې په لړ...

کاظمي: د نشه يي توکو په اړه د سیګار وروستی راپور ردوو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې معینیت د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د څار ځانګړې ادارې سیګار وروستی رپوټ رد کړ.

د خوست په اداري کمپلیکس کې لمریز څراغونه نصب شول

د خوست د اداري کمپلیکس پراخه ساحه چې د حکومتي ادارو خواوشاه دیرش ودانۍ په کې ابادې شوې او پاتو ادارو ته هم په کې د ودانیو کار روان دی، د سړکونو....

ماموندزی: راتلونکي چهارشنبه به د ولایتي شورا بریالي غړي لوړه وکړي

د سیمه يیزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، د راتلونکي چهارشنبې په ورځ به د ولایتي شوراګانو بریالي غړي د لوړې مراسم ترسره کړي.

افغانستان د پاکستان د پوځ دا وروستۍ تور رد کړ

افغانستان د پاکستان د پوځ دا تور رد کړچې ګنې افغانستان پاکستاني طالبانو ته پناه ورکوي.پاکستان د پوځ ويندوي پرون وويل چې د دوي د هيلې خلاف افغانستان د شمالي وزيرستان په عملياتو کې له پاکستان سره همکاري نه کوي.

د کابل بانک په قضیه کې تورنو کسانو ته د لوی څارانوالۍ خبرداری

د افغانستان لويې څارنوالۍ هغو کسانو ته خبرداری ورکړ چې د کابل بانک په قضيه کې په لاس لرلو تورن دي او نه غواړي چې محکمې او څارنوالۍ ته حاضر شي.

خيبر ايجنسي: ٨ پاکستاني سرتېري او ٢١ وسله وال وژل شوي

د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د خيبر ايجنسۍ په قبآيلي سيمه کې د پاکستانيو ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې شوي چې په ترڅ کې يې دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

جنوبي وزيرستان: د امريکا بې پيلوټه الوتکو ٤ وسله وال وژلي

د امريکا بې پيلوټۀ الوتکو د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د جنوبي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د سخت دريځه وسله والو پر يوه مرکز بريد کړى، چې په نتيجه کيې دوى ته مرګ ژوبله اړولې ده.

"د سوریې د ازادۍ پوځ، یو شمېرجنګیالي د کوباني ښارته ننوتل"

چارواکي او سیاسي فعالان وايي، د سوريي د خپلواک پوځ د یاغې ډلې یو شمېرجنګیالی د کوباني په ښارکې له کردي مدافعینو سره مرستې لپاره د ترکیې له لارې دغه ښار ته ننوتلي.

ږغ  م.م په افغانستان کې د نشه یي توکو د ″کر″ پر زیاتوالي اندیښمن دی

په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د نشه یې موادو سره د مبارزې ادارې په دې هېواد کې د نشه یې موادو د کر کلي پر زیاتولې اندیښنه وښودله.

چهارشنبه 07 عقرب 1393

افغانې نجونې او ښځې د جنسي تیري او ویاړ وژنې قرباني دي

د شنبې په ورځ د افغانستان یوې محکمې هغه ملاپه شل کاله بند محکوم کړچې په یوې لس کلني جنۍ یي جنسي تیری کړی و. دا جنۍ چې مستعار نوم یي حمیده دی...

ولسمشر احمدزي، د افغانستان پرمختګ د ټولې سیمې په ګټه وباله

افغان ولسمشرنن د بیجینګ په شینهوا پوهنتون کې وینا وکړه او د افغانستان پرمختګ یې د ټولې سیمې په ګټه وباله.ولسمشراشرف غني احمدزي ترډېره په دې وینا کې اقتصادي مسایلو ته اشاره وکړه...

باجوه: افغانستان په وزيرستان کې د عملياتو په اوږدو کې لازمه همکاري نه ده کړې

د پاکستان پوځي مقاماتو پر افغان ملي اردو او همداراز په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ پر مېشتو نړېوالو ځواکونو نيوکه وکړه، چې...

نظري: نوی حکومت دې د پوهنتونونو خپلواکۍ ته جدي پام وکړي

د لوړو زده کړو وزارت ټینګار کوي چې نوی حکومت باید د پوهنتونونو خپلواکۍ ته جدي پام وکړي. د دې وزارت د کیفیت د تضمین رییس محمد نظیر نجرابي د چهار شنبې په ورځ آزادي

وکیلان: په ولسي جرګه کې مالي او اداري فساد شته

د افغانستان د ولسي جرګې ځیني غړي وایي چې په دې جرګې کې اداري او مالي فساد ډیر زیات دی. د دې جرګې یو شمېرغړو د چهارشنبې په ورځ په عمومي غونډه کې وویل...

د څرخي پله یو شمېر زندانیانو له یوې اونۍ راهیسې اعتصاب پیل کړی

د څرخي پله په زندان کې لسګونو بندیانو له یوې اونۍ راهیسې د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب کړی.یو شمېربندیانو د چهارشنبې په ورځ پر ټیلیفون ازادۍ راډیو ته وویل چې دوی په زندان کې د ناوړه وضعیت او د دوی د حقوقو د نه رعایتولو له امله اعتصاب کړی.

امنیتي ځواکونو او اړو خلکو ته د ویني د ورکولو کمپاین پیل شو

د هېواد د مشهور سندرغاړي فرهاد دریا په ابتکار امنیتي ځواکونو او اړو خلکو ته د ویني د ورکولو کمپاین پیل شو.

کمکي: د مرمرو د قیمتي ډبرو په سکټور کې به پانګونه زیاته کړو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په پام کې لري چې د مرمرو د قیمتي ډبرو په سکټور کې پانګونه زیاته کړي.د دې وزارت چارواکو د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري....

ولسي جرګې له ولسمشره د یوه لیک په واسطه وغوښتل چې امنیتي وضعیت ته پام وکړي

د افغانستان ولسي جرګې په هېواد کې په وروستیو ناامنیو بیا اندېښنه وښوده او له ولسمشره یې د یوه لیک په واسطه وغوښتل چې امنیتي وضعیت ته جدي پام وکړي.

افغان ولسمشر: کابل چین خپل ستراتيژيک ملګری هېواد ګڼي

د افغانستان ولسمشراشرف غني احمدزۍ د څلورو ورځو لپاره چين ته تللی دی.ولسمشراحمدزي پرون د چين له ولسمشر شي جين پينګ سره په خبرو کې وويل، کابل پيکنګ خپل ستراتيژيک ملګری هېواد ګڼي.

ډين فيلډمن د پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه غږېدلى

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي استازي ډين فيلډمن د پاکستان له سياسي او پوځي چارواکيو سره د افغانستان په روان وضعيت او په دې هېواد...

کییف، د روسيي ملاتړ د بیلتون غوښتونکو انتخاباتو څخه غندلی

اوکراين وايي، د هېواد په ختيځ کې يې د روسي پلوه جلا غوښتونکو له خوا د نومبرپه دوهمه کېدونکې انتخابات جعلي دي او د روسيې له خوا يې د دې انتخاباتو ملاتړغندلی دی.

په دې وروستیو کې پر کابل ولې راکټي بریدونه زیات شوي؟

په دې وروستیو کې پرکابل د دولت د وسله والو مخالفانو راکټي حملې، بمي چاودنې او ډله ییزونه بریدونه زیات شوي دي.

اوژن: د هرات او چغچران ترمنځ د سړک کار ځنډیدلی دی

د فواید عامې وزارت سرپرست وايي، د هرات او چغچران ترمنځ د سړک کارچې جاپان یې د جوړولو ژمنه کړې وه ځنډیدلی دی.

مسلمیار: حکومت دې د دوست او دښمن په وړاندې خپل دریځ روښانه کړي

د افغانستان مشرانو جرګه وایې، که حکومت د وسله والو طالبانو پر وړاندې د پټې خولې سیاست مات نه کړي، نو د ټولو نظامي او ملکي کسانو د وژنو مسوول به وي.

د افغان میرمنو شبکه: په حکومت کې د ښځو سیاسي مشارکت کم رنګه دی

د افغان میرمنو شبکه وایې، په حکومت کې د ښځو سیاسي مشارکت کم رنګه دی.د دې شبکې غړې له نوي حکومته غواړي چې په سیاست کې دې د هېواد ښځو ته زیاته برخه ورکړي.

په پکتيا پوهنتون کې ۳ پروژې بشپړې او په ۳ نورو کار پیل شوی

په پکتيا پوهنتون کې د ۱۴۲ ميلونه افغانيو په ارزښت درې پروژې بشپړې او درې نوې پروژې پيل شوې.د پکتيا پوهنتون مسولين وايي چې په پوهنتون کې يې د پرمختيايي چارو...

″روسیه د اوکرایني بیلتون غوښتونکو انتخاباتو ته په رسمیت ورکولوکې شک نه لري″

د روسیې د بهرنیو چارو وزیرسرګې لاوروف ویلي چې مسکو پلان لري چې د اوکرایني بیلتون غوښتونکو په سیمو کې را روان انتخابات په رسمیت وپيژني.

یو شمېرسیاسي کارپوهان د نوي ولسمشر د لومړې میاشتې اقدامات ستایي

یو شمېرافغان سیاسي کارپوهان د جمهورریس اشرف غني احمدزي له خوا د لومړې میاشتې اقدامات ستایي او د هغې په عملي کېدو ټینګار کوي.

مایر، له سوريي نه تیښتی ته د مجبورو کسانو سره د نړېوالې همکارۍ ژمنه وکړه

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر نن له هغو میلیونونو کسانو سره چې له سوریې تيښتې ته مجبور شوي، د نړېوالو د همږغۍ او همکارۍ ژمنه وکړه.

هرات: هغه دوه وسله وال چې د لیلامیو له کوڅې يې ډزې کولې وژل شوي

د هرات مقامات وايي، امنیتي ځواکونوهغه دوه وسله وال چې نن يې د ښارد لیلامیو په کوڅه کې له یوې ودانۍ څخه ډزې کولې، وژلي او جګړه پای ته رسیدلې ده.

سه شنبه 06 عقرب 1393

اشرف غني: چین کولی چې افغانستان د کانونو د صنعت په مرکز بدل کړي

د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي د چین سینهوا خبرې اژانس ته وویل چې دی هیلمن دی چې له چین سره د افغانستان اړیکي ژورې او پراخې شي او دوه اړخیزه همکارۍ ډیرې شي.

د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو ټيم پاکستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ تر نولس کلنو لږ عمره لوبغاړو نن د پاکستان نولس کلن ملي ټیم ته په لسو ویکټو ماتې ورکړه.

هرات: په نننۍ ډله ییزه حمله کې تر اوسه دوه پولیس وژل شوي

د هرات په نننۍ ډله ییزه حمله کې تر اوسه دوه پولیس وژل شوي او اته ملکیان ټپیان دي.د دې ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالروف احمدي ازادي راډیو ته وویل، چې د حمله کوونکو هویت او کره شمېر تر اوسه معلوم نه دی.

افغان ولسمشر له چینایي چارواکو سره پر ثبات او امنیت غږیږي

تمه ده چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزی د چین د سفر په ترڅ کې؛ یو لړ تړونونه لاسلیک کړي او د اسټانبول د غونډو د لړۍ په دوام په یوه غونډه کې برخه واخلي.

"چین ته د ولسمشر غني سفر د سولې د هڅو د بریا لپاره ګټور دی"

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د پاکستان او چین سیاسي او اقتصادي اړیکو ته په پام چین کولای شي؛ پاکستان وهڅوي چې په افغانستان کې د سولې له پروسې سره صادقانه همکاري وکړي.

اوکراین: لوېدیځ پلوي ګوندونه د ایتلافي حکومت په اړه خبرې کوي

په اوکراین کې به نن (سه شبنه) د لویدیځو پلوو ګوندونو ترمنځ خبرې جاري وي. په دې هیواد کې د یک شنبې په ورځ پارلماني انتخابات وشول او د ابتدايي نتایج څرګندوي چې لویدیځ پلوو...

د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونو لسمه ګډه غونډه

د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونو د لسمې ګډې غونډې لپاره په کابل کې د چمتوالي دوه ورځنې کانفرانس پیل شوی دی.

مامونزی: په دولتي ادارو کې د حساب ورکولو یوغښتلی سیسټم رامینځته کوو

که څه هم ځینی خلک د حساب ورکولو په برخه کی کې د حکومت پر کمزورو اقداماتو انتقادونه کوي؛ خو د سمیه ییزوارګانونو خپلواکې ادارې تصمیم نیولی چې د مدني ټولنو په همکارۍ په دولتي...

ولسمشر احمدزی د یوه جګ پوړي پلاوي په مشرۍ چین ته ولاړ

د افغانستان جمهور رییس اشرف غني احمدزی؛ بهر ته د خپل دوهم رسمي سفر په لړ کې تیره شپه چین ته لاړ. د جمهور رییس مرستیال ویاند ښاغلي فایق واحدي آزادي راډیو ته وویل...

شمالي وزيرستان: پاکستاني پوځ د ٣٣ وسله والو د وژلو ادعا کړې

د پاکستان پوځي مقامات وايي، چې د دې هېواد هوايي ځواک د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په بېلابېلو سيمو کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي چې...

نړیوالو څارونکو د اوکراین پارلماني انتخابات تایید کړل

په اوکراین کې د اکتوبر په ۲۶مه پارلماني انتخابات وشول او د دوشنبې په ورځ نتیجو وښودله چې لویدیځ پلویو؛ روس پلویو ته ماتې ورکړې او دا مهال جمهور رییس پروشینکو د یوه ایتلافي...

عبدالله: د بهرنیو سلاکارانو د فعالیتونو د موثریت په اړه باید څيړنه وشي

د افغان حکومت اجرایي رییس وايي چې په ادارو کې باید د بهرنیو سلاکارانو د فعالیتونو د موثریت په اړه څيړنه وشي. د افغان حکومت اجرایي رییس وايي، چې په ادارو کې باید د ظرفیتونو...

د ډبرو سکارو د غیر قانوني کیندنې او قاچاق په اړه اندیښنې

د افغانستان د شفافیت د څار د ادارې چارواکې وايي؛ د هیواد په ځینو سیمو کې په غیر قانوني توګه د ډبرو سکرو غیرقانوني کیندنو او بهرنیو هیوادونو ته د دې موادو قاچاق اندیښمن کړي دي.

دوشنبه 05 عقرب 1393

افغان ولسمشر پراقتصادي او امنيتي مسايلو د خبرو لپاره چين ته ځي

ولسمشر اشرف غني پر اقتصادي او امنيتي مسايلو د خبرو لپاره چين ته ځي.ټاکل شوې د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزى په درې ورځني سفر د سې شنبې په ورځ چين ته لاړ شي.

"امریکا او متحدین یې باید د امنیتي سند له مخې د افغانستان امنیت او ثبات ته متعهد وي"

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي؛ له دوو ورځو راهیسې له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند د متن په اړه د دې جرګې د نړیوالو اړیکو په کمیسیون کې بحث روان دی.

جرات: هېواد ته په ډله ییز ډول د کډوالو د راستنولو لپاره پروګرام نه لرو

افغان حکومت د پاکستاني چارواکو هغه خبرې تایید نه کړې؛ چې ویلې یې دي، افغانستان چمتو دی، چې په پاکستان کې ټول افغان کډال خپل هیواد ته ستانه کړي.د افغانستان د کډوالو چارو وزارت...

صدیقي: د تروریستانو د ځپلو په هدف د ځانګړو پولیسو عملیات زیات شوي

په داسې حال کې چې په وروستیو شپږو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله والو مخالفانو حملې زیاتې شوې او د پولیسو په مرګ ژوبله کې هم زیاتوالی راغلی...

امريکا له افغانستان سره د مرستو لپاره شرايط ټاکي

​د امريکا په مشرانو جرګه کې ډيموکراتان له افغانستان سره د خپلو راتلونکو مرستو لپاره نوي شرايط په پام کې لري.

یوشمېر ملکي او نظامي مامورین شکایت کوي چې تنخواګانې یې پروخت نه ورکول کیږي

په دې وروستیو کې یولړ شکایتونه پورته شوي چې د ځینو ملکي او نظامي ارګانونو د منسوبینو میاشتینۍ تنخواګانې پروخت نه ورکول کیږي. شکایت کوونکي وايي، د کورنیو ټول ورځني لګښتونه یې...

د بلوچستان په شېراني سيمه کې څلورافغان طالبان نيول شوي

د بلوچستان په شېراني سيمه کې څلورافغان طالبان په ټپي حالت کې نيول شوي دي. پوليس وايي، دوى په افغانستان کې په جګړه کې ټپيان شوي وو او د ږوب پر لاره پېښورته روان وو.

کندز: وسله والو مخالفینو د څارنوالۍ په ودانۍ ډله ییزه حمله کړې

د کندزچارواکي وایي، چې وسله والو مخالفینو نن د دې ولایت د څارنوالۍ په ودانۍ ډله ییزه حمله کړې ده.د کندز د امنیې قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني ازادۍ راډیوته وویل، چې حمله کوونکي د پولیسو له جامونه په ګټې اخیستو دې ودانۍ ته ننوتلي دي.

افغانستان او عربستان غواړي په خپلو کې ستراتیژیک اړیکې پراخې کړي

افغانستان او سعودي عربستان غواړي چې په خپلو کې ستراتیژیک اړیکې پراخې کړي. افغان چارواکي د کابل او ریاض ترمینځ په ستراتیژیکه برخه کې د همکاریو ...

پاکستان: افغان دولت د افغان کډوالو په بېرته ستنېدو کې دلچسپي لري

د پاکستان د کډوالو او سرحدونو چارو وزير عبدالقادر بلوچ وايي؛ چې د افغانستان حکومت غواړي په پاکستان کې مېشت راجسټر او غېر راجسټر شوي ټول افغان کډوال بیرته خپل هېواد ته وروغواړي.

مشرانو جرګې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون په فساد تورن کړ

مشرانو جرګې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون چارواکي په درغلیو تورن کړل او ویې ویل؛ چې د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په وروستۍ نتیجو کې یې شفافیت نه دی تامین کړی.

په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هیواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړ. د پولیو د واکسین دا کمپاین په داسې وخت کې په ټول هیواد کې پیل شو چې د روان کال له پیله...

05 عقرب - 11 عقرب 1393

کلیز

راپورونه