د کندهار په هوايي ډګر کې یو تن له ۳ کیلو هیرویینو سره ونیول شو
په كندهار كې سرحدي پوليس وايي، چې د دغه ولايت په هوايي ډګر كې يې يو كس له دريو كيلو ګرامه هيرويينو سره نيولى دى.
د كندهار د هوايي ډګر مشر سمونمل سيد محمد ازادي راډيو ته وويل، چې نيول شوي كس غوښتل ، درې كيلو ګرامه هيرويين په يوه لاسي بكس كې هندوستان ته یوسي.
بل خوا د كندهار د امنيې قومندان سردار محمد ځاځى وايي، پوليسو په شاه وليكوټ ولسوالۍ كې يولس ميله وسله چې په يوه موټر كې ليږدول كيدله، نيولې ده.