راسموسن: افغانان دې ملي پخلاینې او د طالبانو د جلب هڅې پرمخ یوسي
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن ټينګار کړی، چې د افغانستان حکومت ته بايد واک ورکړ شي څو په دې هېواد کې د پخلاينې او د يو شمېر طالبانو د بيا جلب هڅې پر مخ يوسي .
ده ويلي د افغانستان د حکومت له خوا د دې ډول پروسې رهبري کول ډير مهم و.
اندرس فوګ راسموسن ويلي طالبان د جګړې له لارې بري نه شي تر لاسه کولای. دوی بيا په افغانستان کې قدرت ته نه شي رسيدلای ځکه افغانان ازادي او ډيموکراسي غواړي، نه طالبان.
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې ويلي: دا مهمه ده، چې د افغانستان د امنيتي ځواکونو شمير زيات شي او په تدريج د خپل هيواد د امنيت د ټينګولو مسووليت واخلي.