یونان له له سخت مالي بحران سره مخ دی
په یونان کې د مالي بحران مساله ښایي نن د اروپایي اتحادیې د ۲۷ غړیو هېوادونو د مشرانو د غونډې د اجنډا په سر کې ځای ولري.
د دې اتحادیې مشران به د بلجیم په پایتخت بروسل کې په غونډه کې په دې اړه چې په څه ډول کولای شي له یونان سره د پورنو او د بودجې د کسر د ستونزو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي، بحث وکړي.
دا په داسې حال کې چې په یونان کې د غه بحران د اروپایي اتحادیې د پیسې ایرو ارزښت له ګواښ سره مخامخ کړی او اندیښنې زیاتې شوي، چې ممکن هغه به د سیمی په نورو هېوادونو لکه پرتګال او هسپانیا هم اغیز وکړي.
پرون په یونان کې د کاریګرو د اتحادیو د ۲۴ ساعته اعتصاب له وجې د دې هېواد د الوتکو الوتنې او حکومتي خدمتونه په ټپه درېدلي وو.
د کارګرانو اتحادیو د حکومت له خوا د معاشونو د نه زیاتېدو د پریکړې په ضد اعتصاب کړی دی. حکومت وایي، د معاشونو زیاتول یې ځکه بند کړي، چې د بودجې کسر را کم کړي.
د یونان په حکومت باندې فشارونه زیات شوي، چې خپل د بودجې کسر چې په کال کې په سلو کې ۱۳ ته رسیدلې، کم کړي.
دا هېوا د په سلګونو میلونه ایرو پورړی دی او اروپایي اتحادیه اندیښمنه ده، چې د دې هېواد مالي ستونزې ممکن په نورو غړیو هېوادونو هم اغیز وکړي.