د افغانستان د مسالې په سر د هالند ایتلافی حکومت ړنګ شو
په افغانستان کې د هالنډ د پوځي ماموریت د تمدید په سرد اختلافونو له وجي، د دې هیواد اییتلافي حکومت ړنګ شو.
د هالنډ صدراعظم یان پیتر بالکینندي له ۱۶ ساعتونو خبرو وروسته نن سهار د حکومت ړنګیدل اعلان کړل.
ناتو له هالند څخه غوښتي چې په ارزګان ولایت کې د دېره دوه زرو عسکرو د خدمت موده دی وغزوي. د دې عسکرو د خدمت موده د راتلونکي اګست میاشت کې پای ته رسیږي.
د بالکینندي ښي اړخي کریسچن ډموکراټ ګوند منلي، چې د اګست میاشستي وروسته به هم په ازرزګان کې خپل یو شمېر عسکر وساتي خو کارګر ګوند په افغانستان کې د هالنډي ځواکونو د ماموریت له تمدید سره مخالف ښودلی دی.