د مارجې عملیات له خنډ سره مخ دي
د هلمند چارواكي وايي، چې د مارجې په سيمه كې روان پوځي عمليات د خنډ او ځنډ سره مخ دي.
د هلمند ولايت د والي وياند داود احمدي نن ازادي راډيو سره په خبرو كې وويل، چې د مخالفينو له خوا د اوسېدو په ځايونو كې د زرهاوو ماينونو ښخول او په ولسي كورنو كې د وسلوالو طالبانو مېشتېدل هغه لاملونه دي، چې روان عمليات يې له ستونزو سره مخ كړي.
د والي وياند په كورونو كې د ماينونو ښخول يوه لويه ستونزه وبلله.
نوموړي وويل، چې د دې ستونزي د له منځ وړلو لپاره جدي هڅي كوي.
افغان چارواكي وايي، چې د هلمند په روانو پوځي عملياتو كې چې دوهمې اونۍ ته ننوتي ۴۵ مخالفين وژل شوي.