پکتیا کې وسله والو ۴ امنیتي کسان وژلي دي
د پكتيا ولايت چارواكي وايي، چې پرون د اكمالاتي كاروان پر امنيتي كسانو په وسلواله حمله كې څلور امنيتي كسان وژل شوي دي.
د پكتيا د وزې ولسوال عبدالولي ځدران وايي، چې دغه حمله پرون ماسپښين د ګردي څېړۍ په سيمه كې پر امنيتي ځواكونو شوې، چې د ۴ كسانو د وژل كېدو ترڅنګ يو موټر هم په كې ويجاړ شوى.
د وسلوالو طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ادعا كړې، چې په دغه وسلواله حمله كې يې ۵ كسان وژلي دي.
چارواكو دا ادعا رد كړې.