افغان ولسي جرګې د میلاد النبي ورځ ولمانځله
د افغانستان ولسي جرګې غړو د يوې غونډې په ترڅ كې د ميلاد النبي ورځ ولمانځله.
د ولسي جرګې ريس محمد يونس قانوني غونډې ته په وينا كې په حكومت انتقاد وكړ چې د مذهبي ورځو لمانځنې ته توجه نه كوي.
هغه وويل، ولسي جرګه به په راتلونكې كې داسې قوانين تصويب كړي چې په حكومت د دارنګه ورځو لمانځنه حتمي كړي.
سبا د مولود شريف يا د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) د زيږېدو له ورځې سره سمون خوري.