چین د اداري فساد د مخنیوي لپاره اصول وضع کړل
د چین دولتي اژانس خبرورکړ، چې حاکم کمونست ګوند داسې اصول نامه خپره کړې ده چې له مخې یي په هېواد کې د خپریدونکي اداري فساد مخه ونیول شي.
د چین ورځپاڼه څرګندوي چې دغه اصول نامه دوه پنځوس مادې لري او پر چارواکو بندیزلګوي، چې نه به له واکه د استفادې لپاره نقدې پیسې اخلي، نه به سوغاتونه او نه به هم له خپل نفوذه د خپلې کورنۍ او ملګرو په ګټه استفاده کوي.
د ګوند غړي په هغوهڅوکې له ګډون څخه محروم شوي دي، چې مادي ګټې یې دوی ته رسیږي.
حاکم کمونست ګوند خبرداری ورکړی دی، کوم کسان چې اصول نه مني سخته سزاء به ورکړل شي.
د چین ولسمشر هو جین تاو له څو کلونو راهیسې هڅې کوي چې د اداري فساد مخه ونیسي.
له نولس سوه اته اویایمه تر دوه زره دریم میلادي کلونو پورې په چین کې د اداري فساد تقریبا څلور زره دوسیې ثبت شوې وې چې له مخې یې پنځوس میلیارډه ډالر سره ورک شوې.