په سربیا کې پر جنګي جرمونو د سترتورن د موندلو هڅې روانې دي
په سربيا کې پرون پوليسو، چې ماسکونه يې پر مخونو راکش کړي وو، د تبعيد شوي جنګي مجرم راتکو ملادیچ کور تالاشي کړ.
په بلګراد کې دغو عملياتو نژدې اته ساعته وخت ونيوه، په دې بهير کې يو شمېر ځانګړو وسلوالو افسرانو د کور شاوخوا کوڅې وتړلې. خو معلومه نه ده چې په دې بهير کې د بوزنيا پخوانى سرب قوماندان څرک ولګول شو، که نه.
ګومان کېږي چې نوموړى به په سربيا کې پټ وي، ځکه په بلګراد کې يې په ٢٠٠٦م کال کې تر ورکېدو مخکې، څو کاله په ازادانه ډول ژوند کړى دى.
په دې وروستيو کې سربيا اروپايي ټولنې ته د ور ګډېدو لپاره د کانديدۍ وړانديز کړى، د دې لپاره چې دې هدف ته ورنژدې شي، هڅه کوي ملاديچ ونيسي.