سرکوزي د يونان د مالي مرستې غوښتنه وکړه
د فرانسې ولسمشر نيوکلاس سرکوزي وايي، هغه اروپايي هېوادونه چې يورو يي پولي واحد دى، بايد د يونان مرسته وکړي چې دا مهال کوښښ کوي د پورونو له بحرانه ځان وباسي.
سرکوزي وايي، که چېرې له يونان سره، چې پولي واحد يي يورو ده، مرسته ونه شي، د دې مانا به دا وي چې يورو بې فايدې دي او د هغو راايستل ارزښت نه لري.
ټاکل شوې نن د فرانسې ولسمشر د يونان له صدراعظم سره په دې اړه په پاريس کې خبرې وکړي. د يونان صدراعظم چې ځينو هېوادونو ته په سفر وتلى څو د نورو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي.
د يونان صدراعظم د جمعې په ورځ د جرمني له صدراعظمې انګېلا مېرکل سره وکتل، هغې ژمنه وکړه، جرمني به په سياسي لحاظ د يونان مرسته کوي، خو د مالي مرستې په اړه يې څه ونه ويل.
په دې وروستيو کې د يونان حکومت د ماليو د زياتولو کړى او د لګښتونو د نژدې پنځه مليارده يورو د کمولو اعلان کړى، څو د دې هېواد د بودجې کسر کنټرول شي او په مالي بازار کې بېرته اعتماد پيدا شي.