احمدي نژاد: پر امريکا د سپټمبر د ١١مې بريد جعلي و
د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد وايي، پر امريکا د سپټمبر د يوولسمې نېټې بريدونه ساختګي وو، چې امريکا په دې توګه د ټروريزم ضد جګړې لپاره ځان ته يوه پلمه پيدا کړي.
د ايران دولتي خبري اژانس، ايرنا، د احمدي نژاد له قوله ليکلي چې ولسمشر دغه خبرې د ايران د استخباراتو وزارت له چارواکو سره په کتنه کې وکړې.
احمدي نژاده وويل: ”د سپټمبر د يوولسمې نېټې بريد ډېره ساختګي حمله وه، چې د ټروريزم پرضد د جګړې لپاره لار خلاصه کړي او پر افغانستان د يرغل لپاره مقدمه جوړه شي“
د نوموړي په باور په نيويارک کې د سپټمبر پر يوولسمه، د سوداګرۍ د نړيوال مرکز پر دوو لويو برجونو حمله پېچلې استخباراتي سناريو او عمل و.