د ننګرهار د خیوې ولسوالۍ اوسیدونکو لاریون کړې
د ننګرهارد خېوې ولسوالۍ د ګوريګ سيمې اوسيدونكود يوه لارېون په ترڅ كې غوښتنه وكړه، چې اړونده حكومتي ادارې دې د دوی په جايدادونو د ښارګوټي له جوړولو ډډه وكړي.
د دې سيمې استازى قاضي فضل ربي فضلي وايي، چې دوى د دولتي پروژو له عملي كېدو سره مخالف نه دي خو دا هيڅكله نه شي زغملى، چې د دوي په شخصي ځمكه خېټه واچول شي.
خود خېوې ولسوال محمد عيسى وايي، چې د ګوريګ په سيمه كې په كومه ځمكه چې كورونه جوړيږي دولتي دي او د سيمې خلكو په ناحقه پرې دعوه كړې.
په خبركې ويل شوي، چې له تېرو درېو ورځو راهيسې د خېوې ولسوالۍ په ګوريګ سيمه كې د اعتراض په توګه روغتيايي كلينكونه اوښوونځي هم د سيمې د خلكو له خوا تړل شوي دي.