په کونړکې شپږ تنه بهرني وسلوال وژل شوي
په كونړ ولايت كې د ملي اردو ځواكونه وايي، چې شپږ تنه بهرني وسلوال يې له نړېوالو ځواكونو سره په ګډو پوځي عملياتو كې وژلي دي.
د دفاع وزارت په يوه خپره شوې اعلاميه كې راغلي، چې دا پوځي عمليات د كونړپه اسمارو ولسوالۍ كې ترسره شوي او د وسله والو مخالفينو په ډزو كې يوملكي كس هم وژل شوی دى.
په خبركې ويل شوي، چې دغو وسله والوغوښتل په كونړ ولايت كې تروريستي حملې ترسره او د دې ولايت د ولسواليو په لارو كې ماينونه ښخ كړي.
ويل شوي چې له دغوكسانوڅخه يوه اندازه وسله اومهمات هم ترلاسه شوي دي.