د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

خبرونه

روسیې او شمالي کوریا پر استخباراتي همکاریو خبرې کړي

د روسیې او شمالي کوریا بیرغونه
د روسیې او شمالي کوریا بیرغونه

د روسیې د بهرنیو استخباراتو ادارې یا(SVR) یو هیئت روانه اوونۍ شمالي کوریا ته تللی او هلته یې د جاسوسۍ فعالیتونو پر خلاف د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

په دې اړه د شمالي کوریا دولتي اژانس (KCNA) نن پنج شنبه خبر ورکړی دی.

د اژانس د خبر له مخې، د روسیې د (SVR) ادارې مشر سرګي ناریشکین او د دولت په چارو کې د شمالي کوریا د امنیت وزیر ري چانګ دای په پلازمېنه پیونګیانګ کې د نړیوالو مسایلو، د کوریا ټاپووزمې او روسیې د حالاتو په اړه یو بل ته معلومات ورکړي دي.

دواړو لوریو د مختاصمو ځواکونو جاسوسۍ د فعالیتونو او د توطئو د اقداماتو د زیاتېدو په وړاندې د مقابلې لپاره د همکاریو پر زیاتوالي هم بحث کړی دی.

روسي رسنۍ: ماسکو کې له برید وروسته ۹۵ تنه لا هم تري تم دي

د پېښې سیمه
د پېښې سیمه

یوې روسۍ رسنۍ خبر ورکړی دی چې لږ تر لږه ۹۵ تنه د ماسکو په لمن کې د جمعې په ورځ د کاروکاس د کنسرټ پر تالار له برید وروسته لاهم تري تم دي.

رویټرز اژانس د « بازا» خبرې اژانس په وینا څرګندوي چې د روسیې د امنیتي ځواکونو له لورې چې کوم نوملړ خپور شوی د هغه له مخې، د دغو ۹۵ کسانو درک نه دی معلوم شوی.

بلخوا: د روسیې د اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت پرون چهارشنبه اعلان وکړ چې په دې پېښه کې د مړو شمېر ۱۴۳ ته زیات شوی دی.

د ټپيانو شمېر ۱۸۲ یاد شوی او لا هم څه باندې ۸۰ کسان په روغتونونو کې بستر دي.

روسیي څارنوالانو ویلي چې دا حمله څلور کسانو کړې ده او د پېښې له ځایه د مرمیو تر ۵۰۰ ډېر ترلاسه شوې دي.

د دې حملې مسوولیت داعش ډلې منلی دی.

امریکا: په مریلنډ کې له یوه پله سره د جنګېدلې کښتۍ په اړه څېړنې پیل شوي

د پېښې سیمه
د پېښې سیمه

د امریکا د متحدو ایالتونو په مریلنډ ایالت کې څېړونکو پرون چهارشنبه له هغې باروړونکې کښتۍ د اسنادو او شواهدو راټولول پیل کړل چې د بالتیمور له یوه لوی پله سره ولګېده او دغه لوی پل یې ونړاوه.

د اوبو په تل کې لامبووهونکو د هغو شپږو ساختماني کارګرانو د موندلو هڅه وکړه چې ګومان کېږي مړه شوي به وي.

د مریلنډ والي ویس مور ددې پله له نړېدو وروسته په دغه ایالت کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

په بالتیمور ښار کې دغه پېښه سې شنبه شوې او له کبله یې ۲۰ تنه او یو شمېر موټر سیند ته ولوېدل، خو لا هم د مړو دقیق شمېر معلوم نه دی.

د مریلنډ د ایالتي پولیسو یوه مشر رونالډ بلټر جونیر په یوه خبري کنفرانس کې وویل، له اوبو د دوو کسانو مړي ایستل شوي دي.

دغه پېښه د هغه بندر د تړل کېدو سبب شوې چې د کښتۍ چلونې د صنعت لپاره خورا مهم ګڼل کېږي.

لبنان: د اسراییل هوایي بریدونو ۱۶ کسان وژلي

په لبنان کې د اسراییل د هوایي بریدونو یوه څنډه
په لبنان کې د اسراییل د هوایي بریدونو یوه څنډه

د لبنان په جنوب کې د اسرائیل په هوايي حملو کې ۱۶ کسان وژل شوي او د حزب الله ډلې د وسلوالو په راکټي حملو کې یو اسرائیلی وژل شوي دي.

پرونۍ ورځ د لبنان او اسرائیل پر پوله د تېرو څه باندې پنځو میاشتو په جګړه کې تر ټولو خونړۍ ورځ ګڼل شوې ده.

له کله چې د اکتوبر میاشتې له اوومې په غزه کې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ جګړه پیل شوې، د اسرائیل او لبنان پر پوله د دې جګړې د لا شدت په باب اندېښنې زیاتې شوې دي.

د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د چهارشنبې په ورځ د اسرائیل هوايي حملې د اسلامي ډلې په نوم د لبنان یو سني سیاسي او ملیشه سازمان په نښه کړ چې د حزب الله له شیعه افراطي ډلې سره یوځای د اسرائیل پر خلاف جګړه کوي.

ویل شوي، په دې بمبارۍ کې د حزب الله جګړه مار هم وژل شوي او د امل غورځنګ یا (حركة أمل) په نوم د یوې بلې شیعه ډلې یو ځايي قوماندان هم په وژل شویو کې شامل دی.

رویټرز: د اسپانیا محکمه د فوټبال فدراسیون پخوانی مشر په ۲ نیم کاله بند محکوموي

هغه شېبه چې لوییس روبیالیس پکې جیني هیرموسو غېږه کې ونیوله او پر شونډو یې ښکل کړه - ارشیف
هغه شېبه چې لوییس روبیالیس پکې جیني هیرموسو غېږه کې ونیوله او پر شونډو یې ښکل کړه - ارشیف

د محکمې د هغه سند له مخې چې رویټرز اژانس پرون ترلاسه کړ، د اسپانیا عالي محکمه غواړي چې د دغه هېواد د فوټبال د فدراسیون پخوانی مشر په دوه نیم کاله بند محکوم کړي.

شپږ څلویښت کلن لوییس روبیالیس پروسږکال د اګست په شلمه وروسته تر دې د اسپانیا د فوټبال لوبغاړې جیني هیرموسو په شونډو ښکل کړه چې د اسپانیا لوبډلې په سیډني کې نړیوال جام خپل کړ او د بریا جشن لمانځل کیده.

څارنوال مارتا دورنتیز، تورن روبیالیز د جنسي تېري په تور په یوه کال او له ښکلولو وروسته د هغه د دې ادعا لپاره چې د قانون خلاف څه یې نه دي کړي په اتلس میاشتې بند محکوموي.

روبیالیز د ښکلولو تر دې پېښې وروسته له دندې ګوښه شو او ټینګار کوي چې ده د قانون خلاف هڅه نه ده کړې.

فراه؛ ترافیکي پېښې ۳ تنه مړه او ۶ نور ټپیان کړل

د افغانستان په نقشه کې فراه ولایت
د افغانستان په نقشه کې فراه ولایت

د فراه د ترافیک آمریت په وینا، د دوو موټرو د ټکر په پېښه کې ۳ تنه مړه شوي او ۶ نور ټپیان دي.

په فراه کې د ترافیکي پېښو د ادارې امر سنګین شېرزي ازادي راډیو ته وویل چې پرون په بالابلوک ولسوالۍ کې یو سراچه موټر له یوه ټیلري موټر سره ټکر شو.

د شېرزي په وینا، ټپيان د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

شېرزي د پېښې علت د موټروانانو بې پروایي بللې ده.

د فراه په ګاونډ هلمند ولایت کې تېره اوونۍ په یوه ترافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۲۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۳۸ نور ټپیان شول.

افغاني سره میاشت: ۲۵ په زړه سوري ماشومان مو د کابل روغتونونو ته معرفي کړل

د افغاني سرې میاشتې ټولنې لوګو
د افغاني سرې میاشتې ټولنې لوګو

افغاني سرې میاشتې پنځه ویشت هغه ماشومان چې د سوري زړه له ناروغۍ کړیږي، په کابل کې دوو روغتونونو ته معرفي کړې دي.

سرې میاشتې په یوه خبرپاڼه کې چې پرون یې خپره کړه ویلي دي چې د دې ناروغانو لګښت یې په غاړه اخیستی دی.

په تېر څه باندې یو نیم کال کې افغاني سرې میاشتې نژدې ۳ زره هغه ماشومان چې د سوري زړه ناروغي یې لرله په کورنیو روغتونونو کې بستر کړي دي.

د طالبانو تر بیا واکمنۍ مخکې به د سوري زړه ناروغ ماشومان اکثر د درملنې لپاره جرمني ته استول کېدل.

یوناما: اسلام اباد ته یو پلاوی لېږو چې د افغان کډوالو د ایستو د مخنیوي غوښتنه وکړي

پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال چې هلته د قانوني استوګنې کارتونه یې ښيي
پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال چې هلته د قانوني استوګنې کارتونه یې ښيي

ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي( یوناما ) یو هیات په لنډ راتلونکې کې پاکستان ته ولاړ شي او د هغه هېواد له چارواکو سره د افغان کډوالو پر مسالې خبرې وکړي.

په بشري چارو کې د یوناما مرستیال او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري او پراختیایي ټولنې مشر اندریکا راټوټ پاکستان ته د یوناما د پلاوي د استولو خبر ورکړی دی، خو دا یې نه دي ویلي چې په کومه ورځ به دا هیات اسلام اباد ته روانیږي.

ښاغلي راټوټ د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د سې شنبې په ورځ د یوې غونډې پرمهال پر دې خبرې وکړې چې یوناما به پاکستان وهڅوي چې تر اختر وروسته افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې ونه باسي.

پاکستان د دوه زره درویشتم کال له نومبر راپه دې خوا څه باندې پنځه لکه شل زره کډوال افغانستان ته استولي دي.

نوي راپورونه وایي چې له اختر وروسته به هغه افغانان هم له خپلې خاورې وباسي چې د مهاجرت ځانګړي کارتونه لري.

د پاکستان د دفاع وزیر: افغانستان د ټولو ترهګریزو پېښو سرچینه ده

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي، افغانستان د ټولو ترهګریزو پېښو سرچینه ده.

اصف دا څرګندونې نن د مارچ۲۷مه پر خپلې ایکس پاڼې یا پخواني ټویټر لیکلي او ادعا يې کړې چې په پاکستان کې د ترهګرۍ سرچینه په افغانستان کې ده.

نوموړي په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور پورې کړی چې دوی په افغانستان کې د وسله‌والو له "پټنځایونو خبر دي"، خو د ده په ټکو "د پاکستان پر ضد ازاد بریدونه کوي."

طالبانو تراوسه د اصف څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

اصف وړاندې ویلي، پر ډیورنډ کرښې یوازې هغوو کسانو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي چې پاسپورټ او یزه ولري.

د پاکستان حکومت ټولو افغان موټرچلوونکو د مارچ تر پای ته مهلت ورکړی چې د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او ویزه ترلاسه کړي، کنه پاکستان ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي.

طالبانو له یونسکو څخه د تاریخي سیمو د ساتنې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې

د بودا مجسمې. طالبانو په خپله لومړۍ واکمنۍ کې دغه مجسمې وراندې کړې وې.
د بودا مجسمې. طالبانو په خپله لومړۍ واکمنۍ کې دغه مجسمې وراندې کړې وې.

طالبانو د یونسکو له مشر څخه د افغانستان د تاریخي او فرهنګي سیمو د ساتنې په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس نن د مارچ ۲۷مه پر خپلې ایکس پاڼې یا پخواني ټویټر ویلي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال عتیق الله عزیزي د یونسکو له مشر برانډن سره په کتنه کې د افغانستان د هغو تاریخي او فرهنګي سیمو د ساتنې په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې چې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی.

طالبان د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان یا یونسکو څخه دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې د افغانستان په ډېر شمېر سیمو کې فرهنګی او تاریخي اثار د ویجاړېدو له خطر سره مخ دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG