د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

خبرونه

تمه ده د امریکا سنا نن اوکراین سره څه باندې ۶۰ میلیارده ډالره مرسته تصویب کړي

د امریکا او اوکراین بیرغونه
د امریکا او اوکراین بیرغونه

تمه ده چې د امریکا د مشرانو جرګه یا سنا نن د امریکا د پوځي مرستو بستې ته چې له اوکراین سره څه باندې شپېته میلیارد ډالره مرسته هم پکې ده رایې ورکړي.

د دې مرستو لایحه چې په کانګرس کې ډېر وخت وځنډېده، تېره شنبې د استازو د جرګې له خوا تصویب شوه.

په پام کې ده، دا بسته چې د اوکراین د پوځ د اړتیا وړ مرستې پکې دي، نن په سنا کې رایې اخیستو ته او د اوونۍ ترپایه د توشېح لپاره ولسمشر جوبایډن ته واستول شي.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلي بایډن پرون د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره په ټلفوني خبرو کې وویل چې متحدایالات به د روسیې پرضد د جګړې او هوايي مدافعې په برخو کې د اوکراین د بېړنیو اړتیاوو د لیرې کولو لپاره ډېر ژر د پام وړ امنیتي مرستې بسته دې هېواد ته وسپاري.

اوکراین له څو میاشتو راهیسې د روسیې له زیاتېدونکي فشار سره مخامخ ده ځکه د هوايي مدافعې او مهماتو د سیسټمونو زېرمې یې ورو، ورو په خلاصېدو دي.

د امریکا د بهرنیو چار وزارت د بشري حقونو په کلني راپور کې د افغان ښځو ناوړه وضعیت ته ځانګړې پاملرنه شوې

یو شمېر افغان ښځې - ارشیف
یو شمېر افغان ښځې - ارشیف

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ۲۰۲۳ کال د بشري حقونو په کلني راپور کې یې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ناوړه وضعیت مسئلې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

په دې راپور کې له افغان مېرمنو سره د ناوړه چلند بېلابېل اړخونه په جزییاتو سره روښانه شوي او یادونه شوې چې په تېر یوه کال کې د طالبانو هېڅ یوه فرمان هم د ښځو پر تعلیم او کار د لګېدلو محدودیتونو له لیرې کېدو یا نرمېدو سره مرسته نه ده کړې، بلکې برعکس نوي فرمانونه یې د پرځېدلي جمهوري نظام له قوانینو او نړیوالو اصولو سره په تناقض کې دي.

په راپور کې همدا راز د بې محاکمې وژنو، شکنجو، د زندان د سختو او ژوند ګواښونکو شرایطو، د خلکو د بې دلیله نیولو او تښتولو او د بشري حقونو د سرغړونو نور مثالونه هم ورکړل شوي دي.

د طالبانو حکومت تراوسه د دې راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو له دې مخکې یې ویلي، چې په افغانستان کې د خلکو بشري حقونه خوندي دي.

اوکراین: په ادیسه ښار کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې برید د ۲ ماشومانو په ګډون۹ تنه ټپیان کړي

د پېښې سیمه
د پېښې سیمه

د اوکراین د ادیسه د سیمې والي اولې کیپر وایي، پر ادیسه ښار نن سهار وختي د روسیې د بې پیلوټه الوتکې د یوه برید له امله ۷ کسان ټپیان شوي چې دوه یې ماشومان دي.

هغه همدارنګه ویلي چې د دغه برید له امله په څو ودانیو کې اور لګېدلی.

د اوکراین هوایي ځواکونو نن پر ټیلګرام چینل په یوه بیان کې ویلي چې د هوایي مدافعې ځواکونو یې د روسیې د هغو ۱۶ بې پیلوټه الوتکو له ډلې چې پرادیسه، کییف، میکولاییف او چیرکاسي د بریدونو لپاره کارول شوې وې پنځلس یې راغورځولې دي.

د کییف اداري مشر سیرهې پوپکو ویلي چې ټول ډرونونه چې کییف یې په نښه کړی و، له منځه وړل شوي او په ښار کې یې هیڅ ځاني او مالي زیان نه دی پېښ کړی.

د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې په اړه د څېړنو پایلې ښکاره شوې

د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې تصویر او ورسره اسراییلي ځواکونه
د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې تصویر او ورسره اسراییلي ځواکونه

د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې، UNRWA په اړه د خپلواکې څېړنې ډلې د دې ادارې د بې پرې والي اړوند چې ډېره تمه یې کېده ځینې مسلې موندلې، خو یادونه یې کړې چې اسراییل تراوسه د خپلو لګول شویو تورونو په اړه چې د دې ادارې کارکونکي د ترهګرو سازمانونو غړي و، شواهد نه دي وړاندې کړي.

د دې څېړنې په ۵۴ مخیز راپور کې ویل شوي چې د فلسطینیانو د بشري او اقتصادي پرمختګ لپاره دغه اداره نه جبران کیدونکې ده اوموجودیت یې حتمي دی.

د دغې ادارې د بې پرې والي په اړه د بیاکتنې ډلې دغه څېړنه په تېره جنوري میاشت کې وروسته له هغې پیل کړه چې اسراییل د UNRWA یو شمېر کارکوونکي د دې هېواد پر قلمرو د حماس له لوري د تېرکال د اوکتوبر د اوومې په برید کې په لاس لرلو تورن کړل.

د حماس وسله والو چې د امریکا متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله ګڼي، په دغه برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل، او شاوخوا دونیم سوه نور یې یرغمل کړل.

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان ته هره میاشت سلګونه لارۍ بشري مرستې لېږو

ارشیف
ارشیف

د خوړو نړیوال پروګرام، WFP په افغانستان کې له بې وزلو کسانو سره د مرستو په دوام وایي، هره ورځ په مرستو بارسلګونه لارۍ په دې هېواد کې خلکو ته د ژوند ژغورنې مرستې رسوي.

د دې پروګرام د افغانستان څانګې نن سې شنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویترکې لیکلي چې په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا درې سوه لارې په سړکونو کې تګ راتګ کوي او له نیم ملیون زیات وګړو ته د ژوند ژغورنې خواړه رسوي.

د دې پروګرام په وینا، په یوه لارۍ کې د ۳۲۵ کورنیو لپاره خواړه باروي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې په وینا، په روان ۲۰۲۴ م کال کې ۲۳ ملیونه افغانان مرستو ته اړتیا لري او ۱۷ ملیونه افغانانو ته د اړنیو مرستو رسولو لپاره درې ملیارډ ډالرو ته اړتیا ده.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پر ایران د بندیزونو د زیاتوالي هوکړه وکړه

د اروپایي ټولنې بیرغ
د اروپایي ټولنې بیرغ

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بوریل وايي، د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ موافقه وکړه چې پر اسرائیلو د ایران د وروستي برید په غبرګون پر تهران بندیزونه پراخ کړي.

اروپايي ټولنه اوس مهال پر ایران د ډله ییزې وژنې د وسلو د خپراوي، د بشري حقونو د سرغړونو او روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو د رسولو په تړاو د بندیزونو څو پروګرامونه لري.

خو د دې اتحادیې څو هیوادونو د بې پیلوټه الوتکو په اړه د بندیزونو د پراخولو غوښتنه وکړه چې راکټونه او نیابتي ډلو ته د وسلو لیږدول هم پکې شاملیږي.

ولسمشر بایډین خپل اوکرایني سیال ته د مرستو د دوام ډاډ ورکړ

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن د دوشنبې په ورځ د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ته په یوه ټیلیفوني تماس کې ډاډ ورکړ چې له دې هېواد سره به د پوځي مرستو مسوده ژر تر ژره لاسلیک کړي.

د امریکا په سنا کې د دې بستې په اړه سه شنبه رایګیري پلان وه او تر هغې وروسته به یې د توشیح لپاره ولسمشر بایډن ته لیږي. په دې لویو مرستو کې اوکرایین ته څه باندې شپېته میلیارده ډالره په پام کې نیول شوي.

زیلینسکي په خپل پیغام کې چې په ایکس یې خپور کړی ویلي له ولسمشر بایډن سره په خبرو کې یې له هغه ډاډ ترلاسه کړ چې د مرستو په دې کڅوړه کې هغه ډول مرستې شاملې دي چې اوکراین ورته اړتیا لري ترڅو د روسي ځواکونو د پرمختګ مخه ونیسي.

هرات کې طالب چارواکي: د سوداګریزو توکو د اوسپنې پټلۍ د طی مراحلو له امله ځنډیدلې

ارشیف
ارشیف

په هرات کې د طالبانو د حکومت چارواکو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د افغان سوداګرو له مالونو بار رېل/ټرین په ایران کې درول شوی دی او د مخته تلو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د هرات د والي ویاند نثار احمد الیاس د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دا ټرین طی مراحلو ته انتظار دی او نورې ستونزې نه لري.

تر دې مخکې ایراني رسنیو خبر ورکړی و چې له افغانستان څخه ترکیې ته د لومړي ټرانزیټي کارګو ټرېن د تېرېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د یکشنبې په ماښام رسنیو د اوسپنې پټلۍ د شرکت د عمومي اړیکو د څانګې په حواله دا خبر هم ورکړ چې تر اوسه له افغانستانه هیڅ ټرانزیټي اورګاډی ایران ته نه دی داخل شوی.

دغه کارګو ټرېن کې ۱۱۰۰ ټنه تالک معدني ډبرې بار دي چې د هرات ولایت له لارې د ایران د روزنک د تمځای ته رسېدلي

د افغانستا د فوټسال ملي لوبډله تاجکستان سره برخلیک ټاکونکې لوبه لري

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله سبا چهارشنبه د اسیا په اتلولۍ سیالیو کې له تاجکستان سره مخ کېږي.

دا د اسیا د اتلولۍ سیالیو کوارټرفاینل یا اتو غوره لوبډلو دور دی.

افغانستان د دوشنبې په ورځ بحرین لوبډلې ته درې پر دوه ماته ورکړه او ویې وکولای شول چې د لومړي ځل لپاره د اسیا د فوټسال کوارټرفاینل یا اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار پيدا کړي.

که چېرته افغانستان د تاجکستان په وړاندې بریا خپله کړي نه یواځې نیمه پایلوبه ته وځي؛ بلکې د فوټسال نړیوال جام ته به هم لار پيدا کړي چې تمه ده د روان کال په سپټمبر کې د ازبکستان په کوربه توب وشي.

دمګړۍ د اسیا د فوټسال اتلولۍ سیالۍ د تایلند په کوربه توب روانې دي چې کابو یوه بله اوونۍ هم دوام پیدا کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا: طالبان دې احمد فهیم عظیمي ژر را خوشې کړي

احمد فهیم عظیمي
احمد فهیم عظیمي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د کارپوهانو ډلې ویلي چې طالب چارواکي باید سمدستي د بشري حقونو او د نجونو د تعلیم مدافع احمد فهیم عظیمي خوشې کړي.

دې ډلې په یوه بیان کې چې پرون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا خپور کړی ټینګار کړی چې تعلیم ته لاسرسی یو اساسي حق دی او کوم کسان چې په دې لاره کې فعالیت کوي او غږ پورته کوي باید د نیولو او زنداني کولو پر ځای یې ملاتړ وشي او خوندیتوب یې تضمین شي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي چې احمد فهیم عظیمي له څه باندې شپږو میاشتو راهیسې د طالبانو له خوا بندي شوی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو محرومې کړې او بیا یې د نجونو پر مخ د پوهنتون دروازې هم وتړلې. په دې موده کې تر دې دمه ګڼ فعالان چې مطیع الله ویسا، احمد فهیم عظیمي او ځینې نور د یادولو دي د نجونو د تعلیم لپاره د فعالیت او مبارزو په خاطر نیول شوي او په میاشتو میاشتو یې په بند کې تېر کړي.

احمد فهیم عظیمي د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۱۷ مه په کابل کې له ځینو نورو فعالانو سره یوځای نیول شوی او طالبانو د ناقانونه او د شریعت خلاف کړنو تور لګولی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG