د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

خبرونه

د اوکراین پوځ: د روسیې ۹ بریدګرې بې پيلوټه الوتکې مو وویشتې

ارشیف
ارشیف

د اوکراین پوځ وايي، د روسیې نهه بې پیلوټه الوتکې یې چې نن سهار پر دې هېواد وتوغول شوې ټولې ویشتلې دي.

د اوکراین د هوايي مدافعې ځواک په یوه بیان کې ویلي چې دا بې پیلوټه الوتکې د خرسون، میکولایف، خمیلینسکي، پولتاوا، چرکاسي او دنیپروپیتروفسک سیمو په فضا کې له منځه یووړل شوې.

روسیې په تېرو څو اونیو کې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو حملو ته زور ورکړی او دا په داسې حال کې ده چې اوکراین د روسیې د یرغلګرو ځواکونو پر وړاندې د جګړې په ډګر کې د تجهیزاتو او مهماتو له کمښت سره مخامخ دی او له دې هېواد سره د امریکا د ۶۱ میلیارد ډالرو مالي مرستې لایحه په کانګرس کې د جمهوریپالو وکیلانو د مخالفت له کبله بنده پاتې ده.

د امریکا د استازو جرګې مشر د اسراییلو، اوکراین او ټایوان لپاره د مرستې ټولولو هڅې پيلوي

د امریکا د استازو جرګې مشر مایک جانسن
د امریکا د استازو جرګې مشر مایک جانسن

د امریکا د استازو جرګې مشر مایک جانسن په روانه اوونۍ کې د اسراییلو، اوکراین او ټایوان لپاره د متحدو ایالتونو د مرستې د ملاتړ په هدف هڅې پیل کړې دي.

ښاغلي جانسن پرون د هغه پلان جزییات روښانه کړل چې له مخې به یې دا بسته د تصویب لپاره په جلا ډول رایې اخیستو ته وړاندې شي او په دې توګه به د امریکا د بهرنۍ پالېسۍ اړوند دا اختلاف راکم شي.

د استازو جرګې د جمهوریپال مشر دا اقدام، د دې لایحې چې له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د محافظه کارو د مخالفت له کبله په جرګه کې بنده پاتې ده، د تصویب لپاره د پام وړ پرمختګ بلل کېږي.

پکتیا: د غره ښوېیدو له امله د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي

د افغانستان په نقشه کې پکتیا ولایت
د افغانستان په نقشه کې پکتیا ولایت

په پکتیا ولایت کې د یوه غره د ښویېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي دي.

باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي، د سیمه ییزو چارواکو له قوله خبر ورکوي چې پېښه د دې ولایت په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې شوې ده.

د خبر له مخې، چارواکو ویلي دي چې د پېښې په قربانیانو کې د دې کورنۍ ماشومان هم شامل دي.

په خبر کې د پېښې وخت نه دی ښودل شوی.

افغانستان کې بارانونه او سېلابونه؛ د مړو شمېر پنځوس او د ټپیانو ۳۶ ته رسېدلی

ارشیف
ارشیف

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له کبله د زیانونو تازه شمېرې اعلان کړې دي.

د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وايي، دې بارانونو او سېلابونو ۵۰ کسان وژلي، ۳۶ نور یې ټپیان کړي او ۷۰۶ کورونه یې ویجاړ کړي.

مخکې له دې چارواکو د مړو شمېر ۳۳ او د ټپیانو شمېر ۲۷ تنه یاد کړی و.

د دې وزارت ویاند ملا جانان سایق کورنیو رسنیو ته ویلي دي چې ۷۰۰ ایکره کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې او همداراز ۴۰۰ څاروي له منځه تللي دي.

ویاند زیاته کړه چې په دې پېښو کې په ټوله کې له ۱۶۰۰ زیات کورونه زیانمن شوي دي.

وروستیو سېلابونو د فراه، بادغیس، ارزګان، پکتیا، زابل، هلمند، کونړ، بدخشان، غور، کندهار، تخار، پروان او پلازمېنې کابل سیمې وځپلې.

پاکستان بیا د بې ویزې افغان ناروغانو پر مخ تورخم دروازه وتړله

تورخم
تورخم

په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، پاکستان د تورخم دروازه بیا د هغو ناروغانو پر مخ بنده کړې ده چې د دې هېواد ویزې نه لري.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر صدیق الله قریشي نن رسنیو ته وویل چې د پاکستان لوری هغو افغانانو ته چې ویزې او پاسپورت نه لري، له تورخم څخه د اوښتو اجازه نه ورکوي.

له بلې خوا په تورخم کې د ناروغانو د تنظیم د چارو یوه مسوول له خلکو غوښتي دي چې تر بلې خبرتیا پورې دې له دې دروازې د اوښتو لپاره مراجعه نه کوي.

د روانې وري میاشتې په پنځمه هم د تورخم لاره د پاکستاني پوځیانو ترمنځ له خپلمنځي شخړې وروسته وتړل شوه، خو له درې ساعته ځنډ وروسته بېرته پرانیستل شوه.

ټېسلا شرکت خپل ۱۰ سلنه کارکوونکي کموي

ټېسلا شرکت
ټېسلا شرکت

ټېسلا شرکت خپلو کارکوونکو ته خبر ورکړی چې څه باندې لس سلنه کاري ځواک به ژر له دندو لیرې کړي.

د لویدیځو رسنیو د راپورونو له مخې ، دغې کمپنۍ خپلو کارکوونکو ته په لېږل شوي یادښت کې د خپلې طرحې جزیات ورکړي دي.

د ټېسلا شرکت مشر ایلان ماسک پر خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر لیکلي، په هرو پنځو کلونو کې اړتیا ده چې د شرکت په کاري جوړښت له سره غور وشي او کاري ځواک یې کم شي.

ټېسلا په نړۍ کې د برېښنایي موټرو د تولید یوه لویه کمپنۍ ده.

امریکا: اسراییل ته خپل استولي اضافي ځواکونه هملته پرېږدو

د امریکا او اسراییل بیرغونه
د امریکا او اسراییل بیرغونه

د امریکا د متحده ایالتونو د دفاع وزارت وایي، د دوی هغه اضافي پوځیان او تجهیزات چې د ایران له حملې مخکې اسراییل ته استول شوي وو، هملته پاتې کیږي.

د دغه وزارت ویاند پټریک رایدر د دوشنبې په ورځ وویل، واشنګټن په سیمه کې د خپلو ځواکونو ساتنې ته لازم اقدامات ترسره کوي.

هغه زیاته کړه چې واشنګټن به د اسراییل د دفاع لپاره هم لازم اقدامات وکړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن له اسراییله غوښتي چې د ایران په وړاندې له غچ اخستونکي بریده لاس په سر شي.

ایران د تېرې شنبې په شپه پر اسراییلو څه باندې درې سوه توغندي او بې پيلوټه الوتکې وتوغولې چې سیمه کې یې د وضعیت د لا کړکېچ وېره ډېره کړه.

د اسراییل لوی درستیز: د ایران د بریدونو ځواب به ورکړو

پر اسراییل د ایران د بریدونو یوه څنډه - ارشیف
پر اسراییل د ایران د بریدونو یوه څنډه - ارشیف

د اسراییل د پوځ لوی درستیز هرتسي هالوی ویلي، هېواد به یې د ایران هوایي برید ته ځواب ورکړي.

هغه د دوشنبې په ناوخته په نواتیم هوایي اډه کې د ایف ۳۵ جیټ الوتکو د پيلوټانو په حضور کې وویل، پر اسراییل د ایران برید له ځواب ولري، خو وې نه ویل چې څه وخت او څه ډول ځواب به ورکړي.

هغه زیاته کړه چې ایران غوښتل د اسراییل ستراتیژیکو وړتیاوو ته زیان ورسوي.

بل لور ته د نړۍ مشرانو په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی دی.

ایران د تېرې شنبې په شپه په اسراییلو څه باندې درې سوه توغندي او بې پيلوټه الوتکې وکارولې.

دا بریدونه په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د هغه برید په غچ کې وشول چې ایران یې اسراییل ته منسوبوي.

د اپریل د لومړۍ نېټې په هغه برید کې ۱۲ تنه ووژل شول چې د سپاه پاسدران انقلاب د یوه جنرال په ګډون د دغې ډلې ۷ غړي هم په کې شامل وو.

پاکستان: د بارانونو او تلندې تلفات ۴۹ تنو ته رسېدلي

پاکستان کې بارانونه
پاکستان کې بارانونه

په پاکستان کې د بارانونو او تلندې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۹ ته پورته شو.

اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي چې دغه کسان له تېرو درېیو ورځو راهیسې په اسلام اباد، پنجاب، خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې مړه شوي دي.

چارواکو د پاکستان په جنوب لویدیځ کې بېړنی حالت اعلان کړ.

د پنجاب ایالت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې ویاند عرفان کاتیا ویلي، تر ټولو زیاته مرګ ژوبله هغه مهال رامنځ ته شوه چې د غنمو په لو بوختو کروندګرو باندې تندر پرېوت.

هغه زياته کړه چې په روانه اونۍ کې د زياتو بارانونو وړاندوينه شوې ده.

په افغانستان کې هم چارواکو د سېلونو له کبله د لږ تر لږه ۳۳ کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر له متحدانو د وسلو او مهماتو غوښتنه وکړه

اوکرایني ځواکونه د روسیې د برید پر وړاندې د جګړې لومړۍ کرښه کې
اوکرایني ځواکونه د روسیې د برید پر وړاندې د جګړې لومړۍ کرښه کې

د دوشنبې په ورځ د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیټرو کولیبا د کییف پر لویدیځو متحدینو غږ وکړ چې دغه هېواد ته د الوتکو ضد سیسټمونه، وسلې او مهمات چې سخته اړتیا لري، ژر تر ژره چمتو کړي.

د روسیې راکټي او توپچي بریدونه ملکي سیمو ته زیان رسوي او اکثر تاسیسات ویجاړوي.

د اوکرایین په ختیځ کې د دونیتسک سیمې والي وادیم فلاشکین په سیویرسک ښار کې د روسیې د توپچي ډزو له امله د څلورو تنو د وژل کیدو خبر ورکړ.

هغه زیاته کړه چې روسي ځواکونه هڅه کوي تر ټولو زیات ملکي وګړو ته زیان ورسوي او په کار ده چې دا ملکیان ژر تر ژر د اوکرایین خوندي سیمو ته ولېږدول شي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټرو کولیبا په صوفیا کې د اوکرایین او بلغاریا لخوا په ګډه د تور سمندرګي دوهم امنیتي کنفرانس ته په خپله انلاین وینا کې وویل چې د اوکراین هوایي دفاع د ګاونډیو د ساتنې لپاره هم مهمه ده او غوښتنه یې وکړه چې ژر تر ژره اوکرایني ځواکونو ته د پټریوټ توغندي وسپاري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG