د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

خبرونه

د ایران یو شمېر سیاسي بندیانو د اعدام د لوړې کچې پر ضد اعتصاب پيل کړی

د ایران یو زندان
د ایران یو زندان

په ایران کې د سیاسي زندانیانو یوې ډلې په دغه هېواد کې د اعدامونو د لوړې کچې په اعتراض کې د خوړو اعتصاب پیل کړی دی.

د ازادي راډیو ایراني څانګې راډیو فردا، د بشري حقونو د فعالانو په حواله دغه خبر خپور کړی او ویلې یې دي چې د ایوین او قزل حصار ډارونکو زندانونو بندیان هم په دغه کمپاین کې شامل دي.

دغه اعتصاب د لومړي ځل لپاره د قزل حصار زندانیانو د فبرورۍ په ۲۹مه پیل کړی و چې بیا نورو زندانونو ته هم وغځېد.

د دغو زندانونو سرچینو ویلي، د ایران حکومت په دې وروستیو کې د غیر سیاسي زندانیانو اعدام ډېر کړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان وایي، ۲۰۲۳ کال کې ټولټال ۸۵۳ کسان اعدام شوي چې د وړم ۲۰۲۲ کال پرتله نژدې ۵۰ فیصده زیاتوالي ښيي.

ملګرو ملتونو د فلسطینیانو لپاره د ۲،۸ میلیارد ډالره مرستې غوښتنه وکړه

غزه
غزه

ملګرو ملتونو د شاوخوا درې میلیونه فلسطینیانو د لاسنیوي لپاره د ۲،۸ میلیارد ډالرو بسپنې غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو چارواکو پرون چهارشنبې په غزه او لویدیځه غاړه کې خبریالانو ته وویل چې د خدمتونو د رغولو او خوراکي او روغتیایي مرستو لپاره ډېرو پراخو عملیاتو ته اړتیا ده.

دوی همدارنګه خبرداری ورکړ چې د جګړې او د پوځي عملیاتو په جریان کې دوی نه شي کولای چې په غزه کې د خلکو لپاره لازم خدمات برابر کړي.

د ملګرو ملتونو په وینا، په غزه کې ډېر روغتونونه، د اوبو رسولو شبکې، کورونه، سړکونه او ښوونځي ویجاړشوي او په اوس وخت کې یو پوهنتون هم هلته فعال نه دی.

د ایران ولسمشر: د اسراییل کوچني برید ته به هم په بېړه ځواب ووایو

د ایران ولسمشر ابرهیم رییسي
د ایران ولسمشر ابرهیم رییسي

د ایران ولسمشر ابرهیم رییسي پرون چهارشنبې یوځل بیا اسراییل ته خبرداری ورکړ چې یوه ډېر کوچني برید ته به یې هم په بېړه او سخت ځواب ووایي.

ښاغلي رییسي د پوځ د ملي ورځې په مناسبت د رسم ګذشت ځانګړو مراسمو ته په وینا کې د اپریل په ۱۴ سهار وختي پر اسراییل د توغندیو او ډرون الوتکو برید یو محدود اقدام وباله او ویې ویل چې د ایران پر خاوره د اسراییل برید به له پراخ او سخت ځواب سره مخ شي.

په عین حال کې د اسراییل صدراعظم بینامین نتنیاهو یوځل بیا ژمنه وکړه چې دا یواځې اسراییل دی چې پر ایران د برید د څرنګوالي په اړه به پرېکړه کوي.

ښاغلي نتنیاهو پرون چهارشنبې د کابیني غونډې ته وویل چې د اسراییل دولت به هرهغه څه ترسره کړي چې د ځان د دفاع لپاره ورته اړتیا ده.

ایران د تېرې شنبې په شپه پر اسراییل د ۳۰۰ توغندیو او بې پیلوټه الوتکو برید وکړ.

اسراییل وویل چې د توغندیو او ډرونونو ۹۹ سلنه یې په هوا کې له منځه وړي دي، خو ایران وایي چې په دغو بریدونو سره یې خپل هدفونه ترلاسه کړي دي.

د افغانستان پولې ته څېرمه د روسیې او تاجکستان ګډ پوځي تمرینات نن پای ته رسیږي

ارشیف
ارشیف

افغانستان پولې ته څېرمه د روسیې او تاجکستان ګډ پوځي تمرینونه نن پای ته رسیږي.

د تاجکستان د رسنیو د راپورونو له مخې، په دغو تمرینونو کې وسله والو ځواکونو، د ټانک جزوتامونو، د استخباراتو څانګو، د کیمیاوي حملو د دفاع ځواکونو او د پوځي الوتکو عملې ګډون کړی دی.

دغه ګډ پوځي تمرینونه د اپریل په پنځلسمه پیل شوي او هدف یې د هر ډول تروریستي ګواښ په وړاندې تیاری ښودل شوی دی.

تاجکستان او روسیې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه اندیښنه ښکاره کړې، خو طالبان وایي هیڅ یوې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د دې هېواد له خاورې پربل هېواد د برید لپاره کار واخلي.

دغه پوځي تمرینونه داسې مهال ترسره کیږي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې چې په افغانستان کې حضور لري، تېره میاشت د مسکو د کنسرتونو پر یوه تالار د برید مسولیت اخیستی.

په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۴۰ تنه ووژل شول.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن ایران سره لوبیږي

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د فوټسال ملي ټیم به د اسیا ملتونو جام کې خپله لومړنۍ لوبه نن له ایران سره ترسره کړي.

دغه لوبه په ټایلنډ کې چې د دغه جام کوربه دی ترسره کیږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې په دې جام کې به ایرانی مجید مرتضی ابرودي د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مشر روزونکي دنده مخته وړي.

افغانستان په D ګروپ کې له ایران، کوېټ او بحرین سره یوځای دی. د افغانستان دوهمه لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ له کویټ سره ده.

که افغانستان وکولای شي دوه لوبې وګټي د دې جام بل پړاو ته لارنه موندلی شي.

د دې جام لوبې چې نن پیلیږي، د اپریل تر ۲۸مې نیټې به دوام وکړي.

ملګري ملتونه: تېرکال مو افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومتره کانالونه جوړ کړي

ارشیف
ارشیف

د خوړو نړیوال پروګرام، WFP وایي، تېرکال یې په افغانستان کې د محلي ټولنو په مرسته د اوبو نژدې ۴۷۰ کیلومتره کانالونه جوړکړي دي.

د دې پروګرام د افغانستان څانګې پرون چهارشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې کښلي چې په افغانستان کې بزګر، اوبو ته له لاسرسي پرته ژوند نه شي کولای او زیاتوي د اوبو دغه کانالونه به له دوی سره مرسته وکړي چې خواړه یې زیات، خپلې کورنۍ تغذیه او هم اضافي محصولات وپلوري او ژوند وکړي.

په افغانستان کې د څو کلونو وچکالۍ وروسته، وروستیو ورښتتونو بزګر له خپلو کروندو د راتلونکي کال ښه حاصل ته هیله‌ من کړي دي.

د اوکراین پر چېرنیهیف د روسیې په هوایي برید کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي

د چېرنیهیف ښار په مرکزي برخه نن سهار درې توغندي ولګېدل چې له امله یې د استوګنې شپاړس ودانۍ، یو مکتب او یو روغتون زیانمن شول.
د چېرنیهیف ښار په مرکزي برخه نن سهار درې توغندي ولګېدل چې له امله یې د استوګنې شپاړس ودانۍ، یو مکتب او یو روغتون زیانمن شول.

د اوکراین پر چېرنیهیف ښار د روسیې په هوایي برید کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او د اوکراین د بېړنیو چارو د ادارې په وینا ۶۰ نور ټپيان شوي دي.

د چېرنیهیف ښار په مرکزي برخه نن سهار درې توغندي ولګېدل چې له امله یې د استوګنې شپاړس ودانۍ، یو مکتب او یو روغتون زیانمن شول.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي ویلي، دا داسې برید و چې له دوی سره یې د شنډېدو امکانات نه وو.

چېرنیهیف د اوکراین له پلازمېنې کییف څخه ۱۴۵ کیلو متره واټن لري او پخوا تر دې هم ورته بریدونه پرې شوي دي.

د ورښتونو او سېلابونو له کبله د مړو شویو افغانانو شمېر شاوخوا ۷۰ ته رسېدلی

په ننګرهار کې د باران او سېلاب له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په ننګرهار کې د باران او سېلاب له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

په افغانستان کې د تېرو ۵ ورځو ورښتونو او سېلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر شاوخوا ۷۰ ته رسېدلی دی.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت ویاند جانان سایق نن چهارشنبه ویلي چې دغو ورښتونو او سېلابونو کې چې په اکثرو ولایتونو کې راوتلي ۵۰ کسان ټپیان شوي هم دي.

فرانس پرېس خبري اژانس د سایق په حواله ویلي چې په سېلابونو کې ۲۶۰۰ کورونه او ۹۵ زره هکتاره کرنیزه ځمکه تخریب شوې.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا پرون د سېلابونو له کبله پر اوښتې مرګ ژوبلې او زیانونو اندېښنه وښوده او وې ویل، سېلاب ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په پاکستان کې د بندې شوې ایکس شبکې د بیا فعالیت لپاره لارښوونه شوې

ارشیف
ارشیف

د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې د ایکس یا پخواني ټویټر فعالیت ته بېرته اجازه ورکړي.

د فرانس‌پرېس خبري اژانس د راپور له مخې ایکس شبکه د تېرې فبروري میاشتې له ۱۷مې راهیسې په پاکستان کې بنده شوې ده.

که څه هم د پاکستان حکومت د دغه بندیز په اړه پخوا رسماً څه نه و ویلي، خو اوس یې کورنیو چارو وزارت ویلي چې د امنیتي ملحوظاتو له کبله یې دغه شبکه بنده کړې ده.

د پاکستان حکومت پخوا تر دې هم په ځینو مناسبتونو لکه اخترونو، ټاکنو او د عاشورا په شپو ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو بندیزونه لګولي.

د کریملین سوله ساتي ځواکونه له نګورنو قره‌باغ څخه وځي

په نګورنو قره‌باغ کې د روسیې سوله ساتي ځواکونه
په نګورنو قره‌باغ کې د روسیې سوله ساتي ځواکونه

کریملین وایي، د دوی سوله ساتي ځواکونه د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ له لانجمنې سیمې نګورنو قره باغ څخه وځي.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف نن د اپرېل په ۱۷مه خبریالانو ته ویلي، په دې اړه د اذربایجاني رسنیو خپاره شوي راپورونه سم دي.

ارمنستان پخوا تر دې په نګورنو قره‌باغ کې پر مېشتو روسي ځواکونو نیوکه کړې وه چې پر دوی د اذربایجان د برید په مخنیوي کې پاتې راغلي.

نګورنو قره‌باغ د اذربایجان د خاورې یوه برخه ده، خو ډېری اوسېدونکي یې ارمنیان دي.

اذربایجان د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر کې پر نګورنو قره‌باغ بریدونه وکړل او ورسره یې هغه سیمې بېرته ونیولې چې له درېیو لسیزو راهیسې د ارمنیانو په کنټرول کې وې.

په دغې لانجمنه سیمه کې د اذربایجان له عملیاتو وروسته ډېر ارمنیان کډې کولو ته مجبور شول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG