د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

خبرونه

پولنډ: پر اوکراین د روسیې د توغندیو له برید وروسته زموږ او متحدانو الوتکې فعالې شوې

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د پولنډ د وسله والو ځواکونو د عملیاتو د قوماندې مرکز خبر ورکړ چې د پولنډ او متحدانو الوتکې نن وروسته تر دې فعالې شوې چې روسیې پر اوکراین د توغندیو برید وکړ.

د پولنډ د قوماندې دې مرکز په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې دا الوتکې د پولنډ پرفضا ګرځي چې د ډېر غږ سبب شوې دي، په ځانګړې توګه د پولنډ په جنوب لویدیځه برخه کې چې له اوکراین سره سرحد لري.

مېلر: امریکا پر طالبانو خپلو فشارونو ته دوام ورکوي څو دوی خپلې ژمنې پوره کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، میتو مېلر
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، میتو مېلر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، دوی غواړي دا ډاډ ترلاسه کړي چې ترهګر د افغانستان له خاورې بل ځای بریدونه ونه کړي.

د دې وزارت ویاند متیو مېلر پرون په یوه خبرې غونډه کې وویل چې پر طالبانو خپلو فشارونو ته ادامه ورکوي چې له نړیوالې ټولنې سره په دې تړاو خپلې ژمنې عملي کړي.

د ښاغلي میلر په وینا، متحدو ایالتونو طالبانو ته دا څرګنده کړې ده چې دا یې مسوولیت دی چې په هیڅ ډول به د القاعده او داعش خراسان څانګې په شمول کومې ترهګرې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې خوندی پناهځای جوړ کړي.

تر اوسه د طالبانو چارواکو د دې څرګندونو په اړه څه نه دې ویلي، خو د دوی ویاند ذبیح اله مجاهد روانه اونۍ وویل چې داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده او هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې په بل هیواد برید وکړي.

داعش په څه باندې یوې اوونۍ کې د دوو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی، یوه په کندهار کې او بله د روسیې په پلازمینې ماسکو کې.

زیلینسکي د امریکا د استازو جرګې له غړو د مهمو پوځي مرستو غوښتنه وکړه

د اوکراین ولسمشر، ولودومیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر، ولودومیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر د امریکا له استازیو جرګې غوښتي دي چې له کییف سره مهمې پوځي مرستې وکړي.

د راپورونو له مخې، ولودومیر زیلینسکي پرون د امریکا د استازیو د جرګې له مشر مایک جانسن سره په ټیلفون خبرې وکړې او هغه َ ته یې د اوکراین د جګړې د وضعیت په اړه معلومات ورکړل.

د اوکراین ولسمشر وایي، هېواد یې د روسیې د هوایي بریدونو د مخنیوي لپاره سمدستي مهمو پوځي مرستو ته اړتیا لري.

د امریکا مشرانو جرګې تېره میاشت له اوکراین سره د ۶۰ میلیارډه ډالرو مرسته تصویب کړه، خو استازیو جرګې دا مرسته نه ده تایید کړې.

په استازیو جرګه کې د جمهوري غوښتونکو شمېر زیات دی او دوی له اوکراین سره د مرستې په ځای د امریکا د سرحدونو خوندیتوب مهم ګڼي.

سوریه؛ د اسراییلي الوتکو په بمبارۍ کې د ګڼو پوځیانو او ملکیانو د وژلو خبر ورکړل شوی

په سوریه کې یوه ودانۍ چې اسراییلي الوتکو بمبار کړې - ارشیف
په سوریه کې یوه ودانۍ چې اسراییلي الوتکو بمبار کړې - ارشیف

د سوریې په شمال کې حلب ښار ته نژدې اسراییلي الوتکو نن سهار بمباري کړې ده چې له امله یې د ۳۳ ملکیانو او پوځيانو د وژلو خبرونه خپاره شوي دي.

رویټرز اژانس د دوو امنیتي سرچینو په وینا چې نومونه یې نه دې اخیستل شوي خبر ورکړی دی چې په وژل شویو کې ۵ تنه د حزب الله وسله وال دي.

بل لور ته د سوریې پوځ ویلي دي چې د دې برید له امله یوشمېر کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي او مالي زیانونه اوښتي دي.

دمشق تر اوسه د دقیقو تلفاتو شمېره نه ده څرګنده کړې.

روسي چارواکي: د مسکو د خونړۍ حملې له امله مو د سلو نورو کسانو د نادرکۍ راپور ترلاسه کړی

د پېښې سیمه - ارشیف
د پېښې سیمه - ارشیف

د مسکو په لمنه کې د کروکس د کنسرت په هال کې د خونړۍ حملې په اړه پلټونکي وايي چې د سلو نورو کسانو د بې درکۍ راپورونه یې ترلاسه کړي دي.

په دې پېښه کې چې نن یې اوونۍ پوره شوه، د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴۳ تنه اعلان شوی و، خو د پلټونکو تازه څرګندونې ښيي چې ممکن د دې پېښې د قربانیانو شمېر تر دې خورا ډېر وي.

مخکې پلټونکو ویلي وو چې د څه باندې ۱۴۰ تنو د بې درکه کېدو راپورونه یې ترلاسه کړي دي، خو تراوسه څرګنده نه ده چې په دې شمېر کسانو کې څومره موندل شوي او څومره نور بې درکه دي.

د روسیې د بیړنیو پېښو وزارت د چهارشنبې په ورځ د مرګ ژوبلو نوی لیست خپور کړ چې پر اساس یې ۱۴۳ تنه وژل شوي او ۱۸۲ نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي چې اکثره کسان په ودانۍ کې د لګېدلي اور په لوګي مړه شوي دي.

ترافیکي پېښې؛ افغانستان کې یې له ۶ میاشتو راهیسې تر زرو پورې کسان مړه کړي

له ارشیفه د یوې ترافیکي پېښې تصویر
له ارشیفه د یوې ترافیکي پېښې تصویر

د طالبانو یو چارواکی وايي چې په تېرو ۶ میاشتو کې په افغانستان کې د ترافیکي پېښو له کبله ۹۴۹ تنه مړه شوي دي.

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویندوی عبدالمتین قانع پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، په تېرو ۶ میاشتو کې په افغانستان کې ۱۹۸۷ ترافیکي پېښې ثبت شوي دي.

یوه خونړۍ ترافیکي پېښه دوې اوونۍ وړاندې د هلمند په ګریشک ولسوالي کې وشوه چې په نتیجه کې یې ۲۱ تنه مړه او لسکونه نور ژوبل شول.

په افغانستان کې د اکثرو ترافیکي پېښو دلیل د موټرچلوونکو بې پامي، د ترافیکي قوانینو نه رعایتول او د لارو خرابوالی بلل کېږي.

د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د ورښتونو او ځینو کې د سېلابونو وړاندوېنه شوې

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ریاست د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د ورښتونو او ورسره مل د سېلونو د احتمال وړاندوېنه کړې ده.

د هواپېژندنې ریاست پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، په بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، جوزجان، سمنګان، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کابل، کاپیسا، پروان، میدان‌وردک، بامیان، غزني، زابل، دایکنډي، کندهار، ارزګان، غور، سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه او هلمند کې به نن جمعه او سبا دوشنبې واوره او باران واوري.

دې ادارې په ځینو سیمو کې له ۱۵ تر ۴۵ سانتي مترو پورې د واورې د اورېدو اټکل کړی دی.

د هوا پېژندنې ادارې په ځینو سیمو کې د شدید باد، برېښنا او سېل وړاندوېنه هم کړې ده.

پرون په فاریاب او سرپل کې د سیلونو د بهیدو په نتیجه کې یو شمېر کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې.

د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې بیا شدیدو بادونو خلکو ته مالي زیانونه واړول.

ناروې له طالب چارواکو د نجونو د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو غوښتنه وکړه

له ارشیفه د ناروې بیرغ
له ارشیفه د ناروې بیرغ

د افغانستان لپاره د ناروې د سفارت شارژدافېر وايي، په کابل کې یې په خپلو لیدنو – کتنو کې نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستلو ټینګار کړی دی.

پال کلومن بیکن پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د طالبانو د ريیس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د اقتصاد له سرپرست وزیر دین محمد حنیف او د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې لیدلي دي.

ده زیاته کړه، په کابل کې یې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر له چارواکو او د مدني ټولنې له غړیو سره هم کتلي دي.

د ناروې دغه دیپلومات همداراز ویلي چې له بېلابېلو خواوو سره په خبرو کې یې د افغانانو او د طالبانو د سرپرست حکومت ترمنځ د سیاسي خبرو اترو پر لارو د نظر تبادله کړې ده.

تر دې مخکې د طالبانو تر کنترول لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی و چې د طالبانو د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال د ناروې شارژدافېر ته ویلي چې د دوی حکومت د ملي ګټو په رڼا کې له ټولو قدرتونو سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی.

ناقانونه کډوالي؛ تېرکال ۱۲۰۰ افغانان یې د لارې اوږدو کې مړه شوي

د ناقانونه کډوالۍ یو اړوند تصویر - ارشیف
د ناقانونه کډوالۍ یو اړوند تصویر - ارشیف

د مهاجرت نړیواله اداره (آی او ایم) وايي، تېر کال شاوخوا ۱۲۰۰ افغان پناه غوښتونکي نورو هېوادونو ته د مهاجرت په لاره کې مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په وروستیو لسو کلونو کې په نړۍ کې ۶۳ زره کډوال له خپلو هېوادونو څخه خوندي هیوادونو ته د مهاجرت په لړ کې مړه شوي یا بې درکه شوي دي.

د دې ادارې پر اساس، اکثره کسان چې د مهاجرت په لړ کې مړه شوي د هغو هېوادونو اتباع دي چې په جګړو کې ښکېل دي.

د دې ادارې په راپور کې چې د سې شنبې په ورځ یې خپور کړ، راغلي په ۲۰۲۳ م کال کې یوزرو ۱۸۱ افغانان د مهاجرت په لړ کې مړه شوي چې دا په یوه کال کې تر ټولو لوړ شمېر دی.

د آی او ایم پر اساس، په تېرو لسو کلونو کې هیڅکله په یوه کال کې تر ۷۳۳ زیات کسان د مهاجرت په لاره کې مړه شوي نه وو.

په کندهار کې ۳۰ ښځې د قابله‌ګۍ له کورس فارغې شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندهار ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندهار ولایت موقعیت

په کندهار کې دېرش ښځې قابلې شوې.

دې ښځو ته د زده کړو دا بهیر د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې او "اې‌سي‌ایچ آراو" موسسې په مرسته چمتو شو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې د دې ښځو د فراغت خبر نن په خپلې ایکسپاڼه یا ټویټر کې خپور کړی او څرګنده کړې یې ده چې له دوی سره په دې برخه کې د جاپان یوې موسسې هم همکاري کړې ده.

په افغانستان کې د نجونو پر مخ د طب زده کړې له یو کال او څه باندې درې میاشتو راهیسې بندې دي، خو له تېر یوه کال راهیسې طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې ښځو ته اجازه ورکړې چې د قابله‌توب زده کړې وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG