د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

خبرونه

کندهار؛ د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله د ۳ ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی

د افغانستان په نقشه کې کندهار ولایت
د افغانستان په نقشه کې کندهار ولایت

په کندهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي په معروف ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ د چاودنې په پېښه کې د درېیو ماشومانو د مړینې خبر ورکوي.

د کندهار د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ریاست پرون په یوه بیان کې وویل چې دا پېښه د معروف ولسوالۍ په اوومه ناحیه کې هغه مهال وشوه چې یوه پخوانۍ مرمۍ په غره کې پر پنځو ماشومانو وچاودېده.

د بیان له مخې په دې پېښه کې دوه نور ماشومان ټپیان شوي دي.

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت د وري په ۱۵مه وویل، په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د ناچاودو مهماتو د چاودېدو له امله ۳۷ کسان مړه او ۷۱ نور ټپیان شوي دي.

غزه کې پر یوه روغتون بیا برید شوی

د غزې د ویجاړ شوي ښار یوه څنډه
د غزې د ویجاړ شوي ښار یوه څنډه

د غزې د نوازه په سیمه کې د العوده – نصیرات روغتون د اداري ودانۍ پنځم پوړ او چت تر برید لاندې نیول شوی.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس ادهنوم ګیبرسیوس د سه شنبې په ورځ (اپریل ۲۳ مه) په ایکس شبکه (پخواني ټویټر) کې د جګړې له ښکیلو خواوو څخه وغوښتل چې په روغتونونو له برید او پوځې کاروونې ډډه وکړي او د اوربند او سولې لپاره کار وکړي.

ګبرسیوس دا هم لیکلي چې په نصیرات روغتون وروستي برید له امله د یاد روغتون د بریښنا سولري سیسټم خرابه شوی دی. د روغتون د اوبو او تېلو زیرمو ته هم د زیان رسېدو خبر ورکړل شوی دی.

نصیرات – العوده روغتون هره ورځ لږ تر لږه ۱۲۰۰ ناروغانو ته طبي خدمات وړاندې کوي او شاوخوا 209 کارکوونکي لري.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، په دې برید سره، د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر څخه تر اوسه پورې، د غزې په تړانګه کې د ۳۶ روغتونونو له جملې څخه، ۳۱ روغتونونه زیانمن شوي.

طالب وزیر: د مس عینک کان تاریخي اثار دې خوندي وساتل شي

د مس عینک کان - ارشیف
د مس عینک کان - ارشیف

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي، د عینک د مسو د استخراج د پروژې په عملي کېدو سره باید د کان په سیمه کې د لرغونو اثارو ساتنه وشي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د سه شنبې په ورځ (اپریل۲۳) د ایکس شبکې (پخواني ټویټر) له لارې لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي خیرالله خیرخواه پرون د مس عینک د کان د قراردادي چینایي شرکت له مشر سونګ وینبینګ سره لیدلي دي. د بیان په اساس خیرخواه د کېندنو پر مهال د لرغونو اثارو په خوندیتوب ټینګار کړی دی.

سونګ وين بينګ راز ډاډ ورکړی چې دوی هڅه کوي د مس عينک پروژه په داسې ډول پلې کړي چې کلتوري اثار زيانمن نه شي.

د عینک د مسو کان د استخراج پروژه د جمهوري نظام پر مهال یوې چینايي کمپنۍ ته ورکړل شوې وې، خو د کان په سیمه کې د لرغونو اثارو راوتلو له امله یې کېندنې وځنډېدې.

د افغانستان او تاجکستان فوټسال لوبډلې برخلیک ټاکونکې لوبه لري

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن چهارشنبه د اسیا په اتلولۍ سیالیو کې له تاجکستان سره مخ کېږي. دا د اسیا د اتلولۍ سیالیو کوارټرفاینل یا اتو غوره لوبډلو دور دی.

د دوی لوبه د تایلند په بنکاک ښار کې په ځايي وخت د ماسپښين په ۲ بجو پيلیږي چې په کابل کې به د غرمې یوولس نیمې وي.

که چېرته افغانستان د تاجکستان په وړاندې بریا خپله کړي نه یواځې نیمه پایلوبه ته وځي؛ بلکې د فوټسال نړیوال جام ته به هم لار پيدا کړي چې تمه ده د روان کال په سپټمبر کې د ازبکستان په کوربه توب وشي.

افغانستان د دوشنبې په ورځ بحرین لوبډلې ته درې پر دوه ماته ورکړه. تر هغه مخکې یې له کوېټ سره درې – درې مساوي کړه خو له ایران یې درې – یو ماته خوړلې وه.

دمګړۍ د اسیا د فوټسال اتلولۍ سیالۍ د تایلند په کوربه توب روانې دي چې پایلوبه به یې د اپرېل اته ویشتمه را روانه یکشنبه ترسره شي.

امریکا کې یوې محکمې د میر رحمان رحماني په اړه پر لومړني حکم اعتراض رد کړ

میر رحمان رحماني د تېر جمهوري نظام د پارلمان رییس
میر رحمان رحماني د تېر جمهوري نظام د پارلمان رییس

د امریکا یوې محکمې د میر رحمان رحماني او اجمل رحماني په اړه د ابتداییه محکمې د حکم د بیا کتنې یا ننګولو غوښتنه رد کړه.

میر رحمان رحماني د تېر جمهوري نظام د پارلمان رییس او زوی یې اجمل رحماني د پارلمان غړی وو.

د امریکا د خزانې وزارت د تېر ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې اعلان وکړ چې میر رحمان رحماني، اجمل رحماني او ورسره تړليو لږ تر لږه ۴۴ شرکتونو د امریکايي ځواکونو په تدارکاتي تړونونو کې پراخ فساد کړی او د امریکا لسګونه میلیونه ډالره یې حیف او میل کړي.

رحماني هغه وخت د امریکا خزانې وزارت پرېکړه چلنج کړې وه او ویل یې چې حاضر دي محکمې ته د خپل سپیناوي په باب اسناد وړاندې کړي.

د کلمبیا د ولسوالۍ د تازه بیان په اساس د بیاکتنې د ادعا غوښتنه ځکه ردوي چې د دوی په باور متقاضیان د دې وړتیا نه ده ښوولې چې پرېکړه دې وننګوي. د بیان په اساس دوی

همداراز امریکا ته نه دي پرېښودل شوي او د بهرنیو چارو وزارت د پرېکړې په وړاندې د درېدو جوګه نه وو.

امیر خان متقي یو ځل بیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي د ټاکلو مخالفت وکړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې یو وار بیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت ښودلی.

متقي او کابلوف پرون په کابل کې سره لیدلي دي.

د متقي په حواله د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي چې دوی له ملګرو ملتونو سره په خبرو بوخت دي او د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه به له کافي وضاحت وروسته خپل دريځ څرګند کړي.

ملګري ملتونه د افغانستان لپاره د یوه ځانګړي استازي په لېږلو غور کوي چې وکولای شي له طالب چارواکو سره د نړۍ په غوښتنو مخامخ خبرې وکړي او د یوه همغږي رول ولوبوي.

د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په حواله راغلي چې د افغانستان په اړه هر ډول ناسته کې باید د طالب چارواکو هوکړه واخیستل شي.

هغه سپارښتنه کړې چې نړۍ باید د تماس لپاره د څو اړخیزو میکانیزمونو پرځای له طالبانو سره دوه اړخیزو میکانیزمونو په اساس اړیکې وپالي.

د امریکا سنا له اوکراین او اسراییل سره نوې پوځي مرستې تایید کړې

د امریکا سنا
د امریکا سنا

د امریکا متحده ایالتونو سنا جرګې د ۹۵میلیاردو ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو بسته تصویب کړه.

په دې مرستو کې څه باندې شپېته میلیونه ډالره اوکرایین ته ځانګړي شوي.

همدارنګه له اسراییلو سره هم شاوخوا ۲۶میلیارد ډالره د دې مرستو یوه برخه جوړوي. د سنا جرګې د اکثریت مشر چک شومر وویل چې پاتې برخه مرستې به له غزې نېولې تر سوډانه په کړکېچ کې د ایسارو ملکیانو لپاره ځانګړې شي.

سنا جرګې له میاشتو میاشتو ځنډ وروسته بلآخره د مرستو دا بسته تصویب او ولسمشر ته د توشیح لپاره وړاندې کړه.

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي وو چې سمدستي به د سنا له تصویب وروسته د مرستو مسوده لاسلیک کړي.

طالبان د دوحې غونډې په اړه د وضاحت له ترلاسه کولو وروسته خپل دریځ روښانه کوي

د دوحې یوه څنډه
د دوحې یوه څنډه

د طالبانو حکومت وايي چې له ملګرو ملتونو سره خبرې کوي څو په دوحه کې د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو د راتلونکې غونډې د اجنډا او ترکیب په اړه کافي وضاحت ترلاسه کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي نن سه شنبې د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په کتنه کې دا څرګندونې وکړې.

متقي ویلي چې دوی په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر اړوندو مسایلو سربېره په دوحه کې د ملګرو ملتونو په نوښت د راروانې غونډې په اړه بحثونه وکړل.

د ضیا احمد په وینا، د طالبانو حکومت به له ملګرو ملتونو څخه د دې غونډې په اړه د وضاحت له ترلاسه کولو وروسته خپل دریځ روښانه کړي.

د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو مخکینۍ غونډه په تېره فبروري میاشت کې جوړه شوې وه، خو د راتلونکې غونډې کره نېټه یې تراوسه نه ده معلومه.

طالبان د افغانستان اقتصادي وضعیت په تړاو د نړیوال بانک د راپور ځینې برخې ستايي

په واشنګټن کې د نړیوال بانک د مرکزي دفتر ودانۍ
په واشنګټن کې د نړیوال بانک د مرکزي دفتر ودانۍ

د طالبانو حکومت د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک د وروستي راپور په اړه په خپل رسمي غبرګون کې ویلي چې د دې راپور مثبتې برخې ستايي.

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې چې پرون خپور شو، وویل چې د افغانستان اقتصادي راتلونکې مبهمه او تیاره ده او اقتصادي تحرک یې په ټپه ولاړ دی.

په راپور کې راغلي چې د افغانستان ملي ناخالص تولید ۲۶ سلنه کم شوی دی او تر ۲۰۲۵ کال پورې یې د اقتصادي رکود خطر شته.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د دې راپور هغه برخې چې له واقعیتونو لیرې دي ردوي.

په بیان کې په تېر ۱۴۰۲ کال کې دوه میلیارد ډالرو ته د افغانستان د صادراتو د زیاتېدو او د وارداتو د کمېدو یادونه شوې.

په بیان کې له نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو او د بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه هم شوې ده.

پر نړیوال بانک سربېره د ملګروملتونو بېلابېلو ادارو هم په تېرو څه کم دریو کلونو کې په افغانستان کې د لوږې او بېوزلۍ د زیاتېدو او له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.

د ایران ولسمشر نن او سبا هم پاکستاني چارواکو سره لیدنې او خبرې لري

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي او د پاکستان صدراعظم شهباز شریف
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي او د پاکستان صدراعظم شهباز شریف

ټاکل شوې چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي به اسلام آباد ته د درې ورځني سفر په ترڅ کې نن او سبا هم له پاکستاني چارواکو سره لیدنو کتنو ته دوام ورکړي.

د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د تروریزم پرضد د مبارزې په اړه بحث د دې سفر مهم هدف بلل شوی دی.

ښاغلي رییسي پرون له صدراعظم شهباز شریف سره تر لیدنې وروسته وویل پاکستان او ایران موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کلنۍ کچه لس میلیارد ډالر ته لوړه شي.

ښاغلي شریف هم هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادو اړیکې به پیاوړي شي.

رییسي پاکستان ته خپل لومړی سفر یوازې څو میاشتې وروسته له هغه کېږي چې د روان کال په پیل کې د دواړو هېوادونو اړیکې د یوبل په خاورو کې د حملو له کبله ترینګلي شول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG