د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

خبرونه

د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو یوه اداره: مه پرېږدئ چې د اسراییل په غوښتنه منحل شوو

د UNRWA ادارې د مرستو یوه برخه
د UNRWA ادارې د مرستو یوه برخه

د ملګرو ملتونو د هغې ادارې چې له لسیزو راهیسې یې په غزه او لویدیځه غاړه کې میلیونونو فلسطینیانو ته مرستې رسولې، مشر پرون چهارشنبې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه وغوښتل چې د دې ادارې بقا تضمین کړي ځکه اسراییل یو ځل بیا د هغې د منحل کیدو غوښتنه کړې او هغه یې د حماس د ترهګرۍ د جګړې د ماشین برخه بللې ده.

د هغې ډلې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګره ډله ګڼي.

فیلیپ لازاریني دې شورا ته وویل چې د UNRWA په نوم د دغې ادارې له منځه وړل به د غزې بشري بحران لا پراخ او د قحطۍ پیل به ګړندی کړي.

اسراییل دغه اداره تورنه کړې چې یو شمېر کارکونکو یې له حماس سره پراسراییل د تېرکال د اوکتوبرد اوومې په برید کې همکاري کړې ده، هغه ادعا چې ملګرو ملتونو رد کړې ده.

ایکس یا پخوانۍ ټویټر شبکه: د پاکستان حکومت سره غږیږو چې زموږ د فعالیت په اړه یې په اړه اندېښنو پوه شوو

د ایکس یا پخواني ټویټر شبکې نښان
د ایکس یا پخواني ټویټر شبکې نښان

ټولنیزې شبکې ایکس چې پخوا ټویټر نومیده ژمنه کړې چې د پاکستان له حکومت سره به کار وکړي چې پر اندېښنو یې پوه شي.

دا وروسته له هغې چې پاکستاني چارواکو وویل، له دوو میاشتو راهیسې یې په هېواد کې د دغې ټولیزې شبکې فعالیت ملي امنیت ته د ګواښ پراساس بند کړی دی.

د ایکس شبکې د نړیوالو چارو ډلې پرون چهارشنبې ناوخته په یوه پوست کې ولیکل چې دوی د پاکستان له دولت سره د هغوی د اندېښنو د درک کولو لپاره همکارۍ ته دوام ورکوي.

د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان په دې هېواد کې د ترسره شویو عمومي انتخاباتو وروسته چې په هغو کې یې درغلۍ ادعاوې کړې، په ټول هېواد کې د عمومي مظاهرو غوښتنه کړې وه.

سیف ده چلډرن: له پاکستانه ستانه شوي دوه نیم لکه افغان ماشومان هر اړخیز ملاتړ ته اړتیا لري

ارشیف
ارشیف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې اداره، سیف ده چلډرن وایي، په تېرو ۷ میاشتو کې له پاکستانه د بېرته راستنو شویو افغانانو نژدې دوه نیم لکه ماشومان، مناسبو کورونو، خوړو او د زده کړو لاسرسي ته اړتیا لري.

سیف ده چلډرن نن پنجشنبې په خپله وېب پاڼه کې لیکلي، د هغو له ۵۲۰ زره زیاتو افغانانو له ډلې چې د تېرکال د سپټمبرله میاشتې راهیسې له پاکستانه ایستل شوي یا په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي، نژدې نیمایي یې ماشومان دي.

د هغې سروې له مخې چې دې ادارې د بېرته راستنو شویو کورنیو او د کوربنو ټولنو په اړه کړې، موندنې یې ښیي چې نژدې ټولو یعنې ۹۹ سلنه یې ویلي چې د راتلونکې یوې یا دوو میاشتو لپاره کافي خواړه نه لري.

د دغې سروې له مخې، په کوربه ټولنو کې د راستنو شویو درې پرڅلورمه برخه یې ویلي چې د لویانو د خوړو مصرف یې محدود کړی ترڅو کوچني ماشومان وکولای شي چې لږ تر لږه دوه ورځې په اوونۍ کې ډوډۍ وخوري.

دغه راز ویل شوې چې د راستنو شویو او کوربنو کورنیو ۴۰ سلنه یې خواړه پوروي یا لږترلږه په اوونۍ کې درې ورځې په خپلو خپلوانو تکیه کوي.

سیف دي چلډرن ویلي په افغانستان کې اته میلیونه ماشومان یا په درېیو کې یو یې د لوږې له بحراني کچې سره مخ دي.

د سروې له مخې، له پاکستانه د راستنو شویو هرو شپږو کورنیو له ډلې نژدې یوه یې په خېمو کې اوسي او د راستنو شویو ماشومانو دوه پردرېیمه برخه یې هم ښوونځي ته لاسرسی نه لري.

اوکراین: د روسیې د پروني هوایي برید تلفات ۱۷ تنو ته لوړ شوي

د پېښې سیمه
د پېښې سیمه

د اوکراین پر چیرنیهیف ښار د روسیې د پروني هوایي برید د وژل شویو کسانو شمېر ۱۷ ته پورته شوی دی.

د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې دغه برید پرون سهار شاوخوا نهه بجې پر ملکي ودانیو شوی دی.

پرون په لومړیو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰ تنه ښودل شوی و.

د چیرنیهیف والي ویاچیسلاف چاوس ویلي، لږ تر لږه درې توغندي د ښار پر مرکز لګیدلي چې ورسره د هستوګنې ۱۶ اپارتمانونه، یو ښونځی او یو روغتون تخریب شوي دي.

برید کې لږ تر لږه ۱۶ ملکیان ټپیان شوي هم دي.

د اوکراین ولسمشر ویلي، د روسیې دغه برید ځکه نه دی شنډ شوی چې د متحدانو د ملاتړ د کمښت له کبله له دوی سره د هوایي مدافع تجهیزات کم شوي دي.

د پاکستان پوځ: له افغانستانه را اوښتونکي ۷ وسله وال مو وژلي

د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ فرضي کرښه - ارشیف
د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ فرضي کرښه - ارشیف

د پاکستان پوځ وایي، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو پرون چهارشنبه هغه ۷ وسله وال وژلي چې غوښتل یې په پټه له افغانستانه د دوی خاورې ته ورشي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې پر اساس وایي چې دغه وسله وال غلام خان بندر ته نژدې چې له خیبر پښتونخوا سره پر پوله پروت دی، وپېژندل شول او له منځه ولاړل.

په خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستان په پرله پسې ډول د طالبانو له حکومته غوښتي چې خپلې پولې سمې مدیریت کړي او پاکستان هیله لري چې د طالبانو حکومت وسله والو ته د پاکستان په ضد د افغانستان د خاورې د کارونې اجازه ورنه کړي.

د طالبانو حکومت د پاکستان د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویلي چې د پاکستان امنیتي ستونزې د هغوی یوه کورنۍ موضوع ده.

طالبانو په وار وار ادعا کړې چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو په ضد کار واخلي.

د ایران یو شمېر سیاسي بندیانو د اعدام د لوړې کچې پر ضد اعتصاب پيل کړی

د ایران یو زندان
د ایران یو زندان

په ایران کې د سیاسي زندانیانو یوې ډلې په دغه هېواد کې د اعدامونو د لوړې کچې په اعتراض کې د خوړو اعتصاب پیل کړی دی.

د ازادي راډیو ایراني څانګې راډیو فردا، د بشري حقونو د فعالانو په حواله دغه خبر خپور کړی او ویلې یې دي چې د ایوین او قزل حصار ډارونکو زندانونو بندیان هم په دغه کمپاین کې شامل دي.

دغه اعتصاب د لومړي ځل لپاره د قزل حصار زندانیانو د فبرورۍ په ۲۹مه پیل کړی و چې بیا نورو زندانونو ته هم وغځېد.

د دغو زندانونو سرچینو ویلي، د ایران حکومت په دې وروستیو کې د غیر سیاسي زندانیانو اعدام ډېر کړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان وایي، ۲۰۲۳ کال کې ټولټال ۸۵۳ کسان اعدام شوي چې د وړم ۲۰۲۲ کال پرتله نژدې ۵۰ فیصده زیاتوالي ښيي.

ملګرو ملتونو د فلسطینیانو لپاره د ۲،۸ میلیارد ډالره مرستې غوښتنه وکړه

غزه
غزه

ملګرو ملتونو د شاوخوا درې میلیونه فلسطینیانو د لاسنیوي لپاره د ۲،۸ میلیارد ډالرو بسپنې غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو چارواکو پرون چهارشنبې په غزه او لویدیځه غاړه کې خبریالانو ته وویل چې د خدمتونو د رغولو او خوراکي او روغتیایي مرستو لپاره ډېرو پراخو عملیاتو ته اړتیا ده.

دوی همدارنګه خبرداری ورکړ چې د جګړې او د پوځي عملیاتو په جریان کې دوی نه شي کولای چې په غزه کې د خلکو لپاره لازم خدمات برابر کړي.

د ملګرو ملتونو په وینا، په غزه کې ډېر روغتونونه، د اوبو رسولو شبکې، کورونه، سړکونه او ښوونځي ویجاړشوي او په اوس وخت کې یو پوهنتون هم هلته فعال نه دی.

د ایران ولسمشر: د اسراییل کوچني برید ته به هم په بېړه ځواب ووایو

د ایران ولسمشر ابرهیم رییسي
د ایران ولسمشر ابرهیم رییسي

د ایران ولسمشر ابرهیم رییسي پرون چهارشنبې یوځل بیا اسراییل ته خبرداری ورکړ چې یوه ډېر کوچني برید ته به یې هم په بېړه او سخت ځواب ووایي.

ښاغلي رییسي د پوځ د ملي ورځې په مناسبت د رسم ګذشت ځانګړو مراسمو ته په وینا کې د اپریل په ۱۴ سهار وختي پر اسراییل د توغندیو او ډرون الوتکو برید یو محدود اقدام وباله او ویې ویل چې د ایران پر خاوره د اسراییل برید به له پراخ او سخت ځواب سره مخ شي.

په عین حال کې د اسراییل صدراعظم بینامین نتنیاهو یوځل بیا ژمنه وکړه چې دا یواځې اسراییل دی چې پر ایران د برید د څرنګوالي په اړه به پرېکړه کوي.

ښاغلي نتنیاهو پرون چهارشنبې د کابیني غونډې ته وویل چې د اسراییل دولت به هرهغه څه ترسره کړي چې د ځان د دفاع لپاره ورته اړتیا ده.

ایران د تېرې شنبې په شپه پر اسراییل د ۳۰۰ توغندیو او بې پیلوټه الوتکو برید وکړ.

اسراییل وویل چې د توغندیو او ډرونونو ۹۹ سلنه یې په هوا کې له منځه وړي دي، خو ایران وایي چې په دغو بریدونو سره یې خپل هدفونه ترلاسه کړي دي.

د افغانستان پولې ته څېرمه د روسیې او تاجکستان ګډ پوځي تمرینات نن پای ته رسیږي

ارشیف
ارشیف

افغانستان پولې ته څېرمه د روسیې او تاجکستان ګډ پوځي تمرینونه نن پای ته رسیږي.

د تاجکستان د رسنیو د راپورونو له مخې، په دغو تمرینونو کې وسله والو ځواکونو، د ټانک جزوتامونو، د استخباراتو څانګو، د کیمیاوي حملو د دفاع ځواکونو او د پوځي الوتکو عملې ګډون کړی دی.

دغه ګډ پوځي تمرینونه د اپریل په پنځلسمه پیل شوي او هدف یې د هر ډول تروریستي ګواښ په وړاندې تیاری ښودل شوی دی.

تاجکستان او روسیې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه اندیښنه ښکاره کړې، خو طالبان وایي هیڅ یوې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د دې هېواد له خاورې پربل هېواد د برید لپاره کار واخلي.

دغه پوځي تمرینونه داسې مهال ترسره کیږي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې چې په افغانستان کې حضور لري، تېره میاشت د مسکو د کنسرتونو پر یوه تالار د برید مسولیت اخیستی.

په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۴۰ تنه ووژل شول.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن ایران سره لوبیږي

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د فوټسال ملي ټیم به د اسیا ملتونو جام کې خپله لومړنۍ لوبه نن له ایران سره ترسره کړي.

دغه لوبه په ټایلنډ کې چې د دغه جام کوربه دی ترسره کیږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې په دې جام کې به ایرانی مجید مرتضی ابرودي د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مشر روزونکي دنده مخته وړي.

افغانستان په D ګروپ کې له ایران، کوېټ او بحرین سره یوځای دی. د افغانستان دوهمه لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ له کویټ سره ده.

که افغانستان وکولای شي دوه لوبې وګټي د دې جام بل پړاو ته لارنه موندلی شي.

د دې جام لوبې چې نن پیلیږي، د اپریل تر ۲۸مې نیټې به دوام وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG