ژوندۍ خپرونې

دویمه یو ساعته خپرونه

راتلونکې خپرونه

د عراق انتخابات

د عراق پارلماني انتخابات

د یکشنبې په ورځ په عراق کې پارلماني انتخابات له ناکراریو سره مل وو

د میرمنو د نړېوالې ورځې په مناسبت

خبرونه

لویدیځ هېوادونه باید په ایران کې د بشري حقونو مسلې ته هم پاملرنه وکړي 

په ایران کې د بشري حقونو مدافع او د سولې د جایزې ګټونکې شیرین عبادي وايي، د تهران د اتومي پروګرام په اړه شته اندېښنو په ایران کې د بشري حقونو د وضعیت د څرنګوالي په اړه د لویدیځ دولتونو سترګې پټي کړې دي.

میرمن عبادي د دوشنبې په ورځ په پاریس کې خبري کنفرانس ته وویل، چې د ایران پر اتومي پروګرام د نړېوالو زیات تمرکز په دې هېواد کې د بشري حقونو پر تخطیو پرده غوړولې ده.

شیرین عبادي، په ۲۰۰۳ کال کې په خپل هېواد کې د بشري حقونو د اعادې لپاره د خپلو فعالیتونو په خاطر د نوبل نړېواله جایزه واخیسته.

دې پرون په پاریس کې خبریالانو ته وویل، چې ایران په اوس مهال کې په دوه برخو پر بشري حقونو د تېري ډير خواشینونکې ریکارډ ټینګ کړې دې چې هغه یو د ژورنالیستانو زنداني کول او دوهم د کم عمره کسانو اعدام دې.

د ژورنالیستانو د حقونو د ملاتړ یوې ادارې په خپل وروستي رپوټ کې ویلي، چې که د ټولې نړۍ په سطحه وکتل شي د ژورنالیستانو له درېو یوه برخه په ایران کې د حکومت په توقیف کې دي.

د حرفواندازه - +

کلیز

فروردین
اردیبهشت
خرداد
تیر
مرداد
شهریور
مهر
آبان
آذر
دی
بهمن
اسفند
شیدسچپج
24252627282930
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
29123456
دکتګورۍ انتخاب :

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس