د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

افغانستان

د نورستان د سولې شورا رییس حاجي عبدالحلیم په کابل کې ووژل شو

د نورستان د سولې شورا رییس حاجي عبدالحلیم تیر ماښام په کابل کې په ډزو ووژل شو.

حاجي عبدالحلیم د نورستان مرکز اړوند د کانتیوا درې اوسیدونکی و او د ولسمشر کرزي د حکومت په لومړیو څوکالو کې د نورستان مرستیال والي و او دیاد ولایت د پخواني والي تمیم نورستاني د تره ځوي و.

د نورستان پخواني امني قومندان غلام الله نورستاني ازادۍ وویل؛ د نورستان سولې شورا رییس حاجي عبدالحلیم د کابل په قل اب چکان سیمه کې خپل کور سره نزدې په جومات کې د ماښام لمانځه ادا کولو وروسته به ډزو وژل شوی.

غلام الله وايي، برید کوونکی يط نیولی او له اسنادو يې معلومیږي چې؛ خپله د نورستان د کانتیوا اوسیدونکی او وسله والو طالبانو سره يې اړیکي درلودې چې اوسمهال ترې پوښتنې روانې دي.

حاجي عبدالحلیم خان له نن نه شاوخو شپیته کاله وړاندي زیږیدلی، د رحمان بابا له لیسې څخه فارغ و؛ له فراغت وروسته د کابل په ښاروالۍ کې مامور شو او کله چې افغانستان ته شوروي پوځیان راغلل؛ نو پاکستان ته مهاجر شو.

د روسانو خلاف په جهاد کې د حکمتیار په مشري اسلامي ګوند کې منظم شو. د ولسمشر کرزي حکومت کې شاوخوا شپږ کاله د نورستان مرستیال والي و او له هغه وروسته په یاد ولایت کې د سولي شورا رییس وټاکل شو؛ چې تېر ماښام په یو برید کې ووژل شو.

دوه کاله وړاندې د دوی بل د تره زوی او په سیمه کې د روسانو خلاف د جهاد قومندان حاجي عبدالغفور د ماین په چاودنه کې وژل شوی و.

تراوسه وسله والو طالبانو د نورستان سولې شورا د وژنې په اړه څه نه دي وییلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبانو پېژندل شوی افغان یوټیوبر همایون افغان د پوښتنو ګروېږنو لپاره ور غوښتی

افغان یوټیوبر همایون افغان
افغان یوټیوبر همایون افغان

په کابل کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي چې پېژندل شوی افغان یوټیوبر همایون افغان یې د پوښتنو- ګروېږنو لپاره وربللی دی.

د دې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې همایون افغان د هغې زړې ښځې د کورنۍ د شکایت پر اساس احضار شوی چې ده موده مخکې ورسره خبرې کړې وې او د دوی اجازه یې نه وه اخیستې.

ځدراڼ د ښاغلي افغان ستاینه کړې او ویلي یې دي چې طالبان هڅه کوي دا ستونزه ژر حل شي.

د پنج شنبې په ورځ راپور ورکړل شوی و چې همایون افغان او څلور همکاران یې په کابل کې د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

تر دې مخکې هم د اجمل حقیقي په ګډون ځینې نور یوټیوبران او خبریالان نیول شوي، خو زیات وخت یې طالبانو د دلیل په باب څه نه دي ویلي.

یو این ایچ سي آر: د شریکانو په همکارۍ د ځینو اړو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوو

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري (UNHCR) وايي دوی د خپلو ځینو شریکانو په همکارۍ په پوهنه، روغتیا او د معیشت د فرصتونو د ملاتړ په برخه کې د ځینو اړو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د دې ادارې د افغانستان څانګې نن جمعه په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې دوی به د سعودي عربستان د پراختیايي صندوق او د اسلامي پراختیايي بانک په مالي ملاتړ دغه مرستې برابرې کړي.

دغې ادارې ویلي د دغو مرستو له لارې به وکړای شي تر ۳۰زر زیاتو ماشومانو ته د تعلیم زمینه برابره کړي، پر لیرې پرتو او د طبیعي افتونو له کبله پر اغېزمنو شویو سیمو به هم تمرکز وکړي، ۸ تازه روغتیايي مرکزونه به جوړ کړي چې تر پنځو لکو زیات کسان به ترې ګټه اخلي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي دوی به د لاسي صنعت ودې ته هم نوره زمینه برابره کړي چې راستانه شوي یا هم بېځایه شوې کورنۍ په خپلو پښو ودرېږي.

مېلر: امریکا پر طالبانو خپلو فشارونو ته دوام ورکوي څو دوی خپلې ژمنې پوره کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، میتو مېلر
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، میتو مېلر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، دوی غواړي دا ډاډ ترلاسه کړي چې ترهګر د افغانستان له خاورې بل ځای بریدونه ونه کړي.

د دې وزارت ویاند متیو مېلر پرون په یوه خبرې غونډه کې وویل چې پر طالبانو خپلو فشارونو ته ادامه ورکوي چې له نړیوالې ټولنې سره په دې تړاو خپلې ژمنې عملي کړي.

د ښاغلي میلر په وینا، متحدو ایالتونو طالبانو ته دا څرګنده کړې ده چې دا یې مسوولیت دی چې په هیڅ ډول به د القاعده او داعش خراسان څانګې په شمول کومې ترهګرې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې خوندی پناهځای جوړ کړي.

تر اوسه د طالبانو چارواکو د دې څرګندونو په اړه څه نه دې ویلي، خو د دوی ویاند ذبیح اله مجاهد روانه اونۍ وویل چې داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده او هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې په بل هیواد برید وکړي.

داعش په څه باندې یوې اوونۍ کې د دوو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی، یوه په کندهار کې او بله د روسیې په پلازمینې ماسکو کې.

ترافیکي پېښې؛ افغانستان کې یې له ۶ میاشتو راهیسې تر زرو پورې کسان مړه کړي

له ارشیفه د یوې ترافیکي پېښې تصویر
له ارشیفه د یوې ترافیکي پېښې تصویر

د طالبانو یو چارواکی وايي چې په تېرو ۶ میاشتو کې په افغانستان کې د ترافیکي پېښو له کبله ۹۴۹ تنه مړه شوي دي.

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویندوی عبدالمتین قانع پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، په تېرو ۶ میاشتو کې په افغانستان کې ۱۹۸۷ ترافیکي پېښې ثبت شوي دي.

یوه خونړۍ ترافیکي پېښه دوې اوونۍ وړاندې د هلمند په ګریشک ولسوالي کې وشوه چې په نتیجه کې یې ۲۱ تنه مړه او لسکونه نور ژوبل شول.

په افغانستان کې د اکثرو ترافیکي پېښو دلیل د موټرچلوونکو بې پامي، د ترافیکي قوانینو نه رعایتول او د لارو خرابوالی بلل کېږي.

د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د ورښتونو او ځینو کې د سېلابونو وړاندوېنه شوې

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ریاست د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د ورښتونو او ورسره مل د سېلونو د احتمال وړاندوېنه کړې ده.

د هواپېژندنې ریاست پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، په بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، جوزجان، سمنګان، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کابل، کاپیسا، پروان، میدان‌وردک، بامیان، غزني، زابل، دایکنډي، کندهار، ارزګان، غور، سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه او هلمند کې به نن جمعه او سبا دوشنبې واوره او باران واوري.

دې ادارې په ځینو سیمو کې له ۱۵ تر ۴۵ سانتي مترو پورې د واورې د اورېدو اټکل کړی دی.

د هوا پېژندنې ادارې په ځینو سیمو کې د شدید باد، برېښنا او سېل وړاندوېنه هم کړې ده.

پرون په فاریاب او سرپل کې د سیلونو د بهیدو په نتیجه کې یو شمېر کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې.

د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې بیا شدیدو بادونو خلکو ته مالي زیانونه واړول.

ناروې له طالب چارواکو د نجونو د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو غوښتنه وکړه

له ارشیفه د ناروې بیرغ
له ارشیفه د ناروې بیرغ

د افغانستان لپاره د ناروې د سفارت شارژدافېر وايي، په کابل کې یې په خپلو لیدنو – کتنو کې نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستلو ټینګار کړی دی.

پال کلومن بیکن پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د طالبانو د ريیس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د اقتصاد له سرپرست وزیر دین محمد حنیف او د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې لیدلي دي.

ده زیاته کړه، په کابل کې یې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر له چارواکو او د مدني ټولنې له غړیو سره هم کتلي دي.

د ناروې دغه دیپلومات همداراز ویلي چې له بېلابېلو خواوو سره په خبرو کې یې د افغانانو او د طالبانو د سرپرست حکومت ترمنځ د سیاسي خبرو اترو پر لارو د نظر تبادله کړې ده.

تر دې مخکې د طالبانو تر کنترول لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی و چې د طالبانو د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال د ناروې شارژدافېر ته ویلي چې د دوی حکومت د ملي ګټو په رڼا کې له ټولو قدرتونو سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی.

ناقانونه کډوالي؛ تېرکال ۱۲۰۰ افغانان یې د لارې اوږدو کې مړه شوي

د ناقانونه کډوالۍ یو اړوند تصویر - ارشیف
د ناقانونه کډوالۍ یو اړوند تصویر - ارشیف

د مهاجرت نړیواله اداره (آی او ایم) وايي، تېر کال شاوخوا ۱۲۰۰ افغان پناه غوښتونکي نورو هېوادونو ته د مهاجرت په لاره کې مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په وروستیو لسو کلونو کې په نړۍ کې ۶۳ زره کډوال له خپلو هېوادونو څخه خوندي هیوادونو ته د مهاجرت په لړ کې مړه شوي یا بې درکه شوي دي.

د دې ادارې پر اساس، اکثره کسان چې د مهاجرت په لړ کې مړه شوي د هغو هېوادونو اتباع دي چې په جګړو کې ښکېل دي.

د دې ادارې په راپور کې چې د سې شنبې په ورځ یې خپور کړ، راغلي په ۲۰۲۳ م کال کې یوزرو ۱۸۱ افغانان د مهاجرت په لړ کې مړه شوي چې دا په یوه کال کې تر ټولو لوړ شمېر دی.

د آی او ایم پر اساس، په تېرو لسو کلونو کې هیڅکله په یوه کال کې تر ۷۳۳ زیات کسان د مهاجرت په لاره کې مړه شوي نه وو.

په کندهار کې ۳۰ ښځې د قابله‌ګۍ له کورس فارغې شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندهار ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندهار ولایت موقعیت

په کندهار کې دېرش ښځې قابلې شوې.

دې ښځو ته د زده کړو دا بهیر د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې او "اې‌سي‌ایچ آراو" موسسې په مرسته چمتو شو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې د دې ښځو د فراغت خبر نن په خپلې ایکسپاڼه یا ټویټر کې خپور کړی او څرګنده کړې یې ده چې له دوی سره په دې برخه کې د جاپان یوې موسسې هم همکاري کړې ده.

په افغانستان کې د نجونو پر مخ د طب زده کړې له یو کال او څه باندې درې میاشتو راهیسې بندې دي، خو له تېر یوه کال راهیسې طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې ښځو ته اجازه ورکړې چې د قابله‌توب زده کړې وکړي.

ډيکر نجونو او ښځو سره د طالبانو پر چلند سخت انتقاد وکړ

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیړه
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیړه

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافیرې کرن ډیکر له نجونو او ښځو سره د طالبانو پر چلند سخت انتقاد وکړ.

دې پرون ناوخته د قطر له پلازمېنې دوحې څخه په انلاین غونډه کې له یو شمېر افغان رسنیو سره د خبرو پرمهال وویل چې دا درېیم پرله پسې کال دی چې نجونې له شپږم ټولګي ورپورته له زده کړو محرومې دي او طالبانو د څه باندې دوه نیم کلنې واکمنۍ پرمهال د افغان مېرمنو د محدودولو لپاره تر پنځوسو زیات فرمانونه خپاره کړي دي چې څه به کوي، چېرته به ځي او څرنګه به جامې اغوندي.

اغلې ډیکر زیاته کړه چې په نړۍ کې بل هیڅ هېواد په دې ډول خپل نیمایي نفوس نه دی حذف کړی.

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې بیا وویل چې پر ښځو د طالبانو دا بندیز هر کال افغانستان ته په میلیارډونو ډالر زیان اړوي او دا هېواد د دې زیان د زغم توان نه لري.

بښنې نړېوال سازمان: پاکستان دې افغان کډوال نه وباسي

پاکستان کې يو شمېر افغان کډوالې
پاکستان کې يو شمېر افغان کډوالې

د بښني نړیوال سازمان له پاکستانه غواړي چې له خپلې خاورې افغان کډوال ونه باسي او د ښځو او نجونو د امنیت د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وکړي.

د بښني نړیوال سازمان پرون په ایکسپاڼه( پخواني ټویټر) کې ولیکل چې له پاکستانه په زوره د افغان کډوالو ایستل به نجونې او ښځې له زیات خطر سره مخامخ کړي.

د اسلام اباد او په کابل کې د واکمنو طالبانو د وروستیو اختلافاتو په درشل کې داسې راپورونه خپاره شوي دي چې پاکستان به تر اختر وروسته له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ګړندی کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG