د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۳

ښځينه فعالينې: په ټاکنو کې دې د ښځو ونډه زیاته شي


په ننګرهار کې یو شمېر ښځینه فعالينې وايي، چې د ټاکنو په قانون کې دې د ښځو سهم زیات شي او هغه ستونزې، چې په تیرو ټاکنو کې یو شمېر میرمنې ورسره مخ وې دولت دې د اواري په موخه جدي ګامونه پورته کړي.

یو شمېر میرمنو دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ په جلال اباد کې په هغه غونډه کې وکړې، چې په ټاکنو کې د ښځو د ګډون په اړه جوړه شوې وه.

د دې غونډې ګډونوالو ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل، چې په تېرو ټاکنو کې په ختیځه سیمه کې میرمنې له ګڼو ستونزو سره مخ وې، چې تر ټولو ستره ستونزه يي د یو شمېر کورنیو له خوا پر میرمنو د فشار راوړل، ترڅو خپله رایه د بل په ګټه وکاروي.

دارنګه دوی وايي، چې په پارلمان کې اوس د ښځو فیصدي کمه ده او باید زیات سهم دې ورته ورکړل شي:

«حمیرا رفیع: په تیرو ټاکنو کې عمده مشکل دا و، چې ډيرو ښځو کارتونه وانه خیستل او بل مشکل دا دی، چې د ډيرو ښځو کارتونه د هغوي نارینه وو استعمال کړي وو او عامه پوهاوی نشته ډيرو ښځو د نورو په خوښه رایه اچولې ده.
حالیه خاوري: د ښځو تعداد کم په نظر کې نیول شوی ،لومړی باید د هر ولایت نفوس وشمېر شي او بیا نفوس ته په کتو سره دې ورته چوکۍ ورکړل شي »

په ختیځ کې د افغان ښځو شبکې مسول خان آقا غرمل وايي،چې د جوړې شوې غونډې څخه يي موخه د ټاکنو قانون په اړه د يو شمېر ښځينه فعالینو د نظرونو او وړاندیزونو راټولو دي.

نوموړی وايي، دغه وړاندیزونه به له اړوندو مقاماتو سره شریک کړي تر څوک په راتلوونکې کې شفافې ټاکنې ترسره شي او دارنګه په ټاکنو کې ښځو ته خپل حقوق ورسیږي.

د غرمل په خبره د ډير شمېر ښځینه فعالینو د ټاکنو پر قانون یوازينی نیوکه داده،چې پارلمان او یا هم ولایتي شورا ته د ښځو لپاره ورکړل شوې چوکۍ کمې دي او باید زیاتې شي:

« د ښځو نظرونه خو زیات دي،ولې مهم نظر يي دادی،چې په ولایتونو کې هغو خویندو لپاره،چې کاندیدیږي که چېرې وړتیا لري،چې د نارینه وو زیاته رایه ترلاسه کړي باید ورته یوه چوکۍ اضافه شي»

د چارو شنوونکي وايي، افغان دولت مخکې له دې،چې په هیواد کې ټاکنې ترسره کړي لومړی دې په ولایتونو او لرو پرتو سیمو کې د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي او دارنګه هغه قانون،چې د انتخاباتو پروسې لپاره جوړ شوی باید پر ټولو کاندیدانو عملي کړي او په راتلوونکې کې دې د درغلۍ مخه ونیول شي.
راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
XS
SM
MD
LG