ژوندۍ خپرونې

دري خپرونه

راتلونکې خپرونه

ورځنى سندريز پروګرام

په کابل کې د اسلامي کتابونو نندارتون

عدم تشدد - د کړکیچونو د هواري لار-ځانګړې پرواګرامونه

عدم تشدد د کړکېچونو د حل اغېزمنه لاره-اوومه برخه Audio

د نوییمې میلادي لسیزې په پیل کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره، کمونیزم او له کمونیزم سره تړلي نظامونه هم له مینځه ولاړل. خو دا پېښه تصادفي نه وه. تفصیل...

ددې لړۍ نور پروګرامونه دلته وګورﺉ

راپورونه

مولین : د مک کریسټال هره غوښتنه به ومني

11.04.1388

د امریکا د پوځ د لویو درستیزانو د کمیټې مشر وایي په افغانستان کې د د امریکايي جنرال مک کریسټال په غوښتنو به هیڅ ډول محدودیت نه وي او هر څومره عسکر او وسایل چې وغواړي، ورته به برابر شي.


د امریکا د پوځ د لویو درستیزانود کمیټې مشر امیرالبحر مایکل میولن له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره مرکې کې ویلي جنرال مک کریسټال په افغانستان کي یوه دوه میاشتنۍ ارزونه کوي او وروسته به خپل نظر او مشوره، ده ته، او دغه راز د دفاع وزیر رابرټ ګیتس او جمهور رییس اوباما ته وړاندې کړي او وبه وایي چي دی څه شي ته اړتیا لري ؟

مولن وایي د مک کریستال په غوښتنې به هیڅ ډول قید او شرط نه وي.

واشنګټن پوسټ لیکي: له جنرال مک کریستال څخه مخکې جنرال ډیویډ مککرنن په افغانستان کې له وسلوالو سره د جګړې لپاره د نورو لس زرو عسکرو غوښتنه کړې وه. خو امیرالبحر مولن وایي مک کریستال به نوي کتنه او نوي ارزونه وکړي.

ورځپاڼه لیکي: امیرالبحر مولن دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په همدې ورځ په واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کې په افغانستان کي پوځي قوماندانانو ته د امریکا د ملي امنیت په چارو کې د جمهور رییس اوباما د مشاور جنرال جیمز جونز خبرې هم خپرې شوي دي.

جونز قوماندانانو ته ویلي جمهور رییس اوباما به په افغانستان کې د عسکرو د شمېر سطحه ثابته وساتي او خپل پام به د افغانستان اقتصادي پراختیا او ښې حکومت دارۍ ته واړوي.
واشنګټن پوسټ لیکی:

امیرالبحر مایکل مولن په مستقیم ډول په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د شمېر د زیاتولو په اړه خبرې نه دي کړي خو له خبرو څخه یي په ډاګه کیږي که چیرې جنرال مک کریسټال د نوور عسکرو اړتیا وویني نو پوځ به ورته لبیک ووایي.

ورځپاڼه لیکي: امیرالبحر مولن د جنرال مک کریستال په توانمندۍ پوره ډاډمن دی .

ورځپاڼه زیاتوي : امیرالبحر مولن دا هم ویلي په خپله دی ، ددفاع وزیر رابرټ ګیټس او جنرال مک کریستال په دې باور دی چې په افغانستان کې یوازې په پوځي قوت سره جګړه نه ګټل کیږي او که په دې هیود کې د بهرنیو عسکرو شمېر ډیر زیات شي نو له خلکو سره به داسې فکر پیدا شي چي دا ځواکونه د افغانستان د اشغال لپاره راغلي دي.

امیرالبحر مولن وایي مونږ له لومړي سره په افغانستان کي د منابعو له کمښت سره مخامخ وو.

ورځپاڼه لیکي : په افغانستان کې د عسکرو د کمښت له وجې بهرنیو ځواکونو په هوایي بمباریو تکیه کوله او په نتیجه کې یې د ملکي خلکو مرګ ژوبله زیاته شوه.

جنرال مک کریسټال نړیوالو ځواکونو ته هدایت ورکړی چې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخه دې ونیسي.

ددې مقصد لپاره باید بهرني ځواکونه په کلیو کې له وسله والو سره ونه جنګیږي او په دي توګه به د ملکي خلکو او امریکایي عسکرو ژوند هم وژغورل شي.

امیرالبحر مولن وایي په هلمند ولایت کې به له وسلوالو سره ددوی جګړه ډیره سخته وي. دی وایي په هلمند ولایت کې دوی کافي شمېر عسکر لري او مقصد یوازې د جګړي وړل نه دي بلکې پر سیمې باندې واک ټینګول هم په پروګرام کي دي.

مولن وایي د افغانستان په جنوب او نورو برخو کې د افغانستان د ملي پوځ او ملي پولیسو د شمېر او د بهرنیو روزونکو د کمښت په اړه سخت اندیښمن دی.
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس