ژوندۍ خپرونې

دري خپرونه

راتلونکې خپرونه

ورځنى سندريز پروګرام

په کابل کې د اسلامي کتابونو نندارتون

عدم تشدد - د کړکیچونو د هواري لار-ځانګړې پرواګرامونه

عدم تشدد د کړکېچونو د حل اغېزمنه لاره-اوومه برخه Audio

د نوییمې میلادي لسیزې په پیل کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره، کمونیزم او له کمونیزم سره تړلي نظامونه هم له مینځه ولاړل. خو دا پېښه تصادفي نه وه. تفصیل...

ددې لړۍ نور پروګرامونه دلته وګورﺉ

راپورونه

د بښنې سازمان : پر غزې د برید پر مهال اسرایلو جنګي جنایات ترسره کړي

11.04.1388

د عفوې نړېوال سازمان وایي، د غزې په تړانګه کې داسراییل د پوځ په هغو حملو کې، چې د دوه زره نهم کال په پېل کې یې کړې وې، په سلګونو ملکي فلسطینیان وژل شوي او په زرهاووکورونه ړنګ شوي.

دې سازمان دا جنګي جنایات بللي .د عفوې د نړېوال سازمان یوې څېړونکې، تېره ورځ په لندن کې، د خبرو پر مهال په دواړو خواوو انتقاد وکړ او ویې ویل:

((لاس ته راوړنې د اندېښنې وړدي. دواړو خواوو په جدي توګه له نړېوالو قوانینو او د ژېنيو له کنوانسیونونو څخه سرغړاوي کړي دي چې ځينې یې، جنګي جرمونه ګڼل کېږي.))

په غزې کې د وروستېو جګړو په اړوند د بشري حقونو د څارنې ډلې په خپل لومړني هراړخیز راپور کې، په اسرییلو غږ وکړ څو، ژمنه وکړي چې، د سپین فاسفورس لرونکو بمونو، توپخانو، او له نورو مبهمو وسلو څخه د خلکو په استوګن ځایونو کې کار و انه خلي.

د عفوې نړېوال سازمان همدا راز په غزې کې د حماس د وسله والې ډلې له مشرانو څخه وغوښتل چې، د اسراییلیانو پر ضد د توغندېو له توغولولاس واخلي، او داسې حملې یې هم جنګي جرایم وګڼل.

د غزې د روغتیایي مقاماتو او دعفوې د نړېوال سازمان د راپورونو پر اساس د درېو اوونېو پرلپسې نښتو په نتیجه کې لږترلږه یو زرو څلور سوه کسان چې له نهه سوه تنو څخه زیات یې ملکیان وو ووژل شول.

ملګري ملتونه هم په دې لانجه کې د دواړو خواوو، چلندڅېړي.
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس