امریکا او متحدینو یې خلیج کې د ایران پر ضد خپله دفاع لا ټینګه کړې
وروستی بدلون 13 11 1388 02:01 PM
وال سټریټ جورنال ورځپاڼه د امریکایي چارواکو له قوله لیکي، چې امریکا او متحدینو د ایران د توغندیو د ازمیښتونو او اټومي سرغړونو په مقابل کې په وروستیو څو میاشتو کې په خلیج کی خپل دفاعي استحکامات نورهم ټینګ کړي دي.
ورځپاڼه زیاتوي، چې له دغو نویو پرمختیاوو ښکاري، چې د ایران اقداماتو د خلیج هیوادونه اندېښمن کړي او دوی غواړي، چې خپل دفاعی سیسټمونه له امریکا سره وتړي.
د امریکا یو لوی منصبدار ورځپاڼې ته ویلي، چې د ایران د ولسمشر محمود احمدی نژاد د پالیسی له امله د خلیج ګڼو هېوادونو امریکا ته مخ اړولی دی.
وال سټریټ جورنال زیاتوي، سره له دې چې د خلیج له هېوادونو سره د امریکا پوځي مرستې ډېره پخوانی سابقه لري او پخوانی جمهور رییس جورج بوش څو ځلې کویټ، متحدوعربي اماراتو، قطر او بحرین ته استازي لیږلي وو، چې د ایران د ګواښونو په مقابل کې خپل دفاعي سیستمونه له امریکا سره وتړي.
خو په سیمه کې د امریکایي وسلو نوی زیاتوالی وروسته له دې راځي، چې جمهور رییس باراک اوباما د تهران په وړاندې خپلې خبری تندی او زغردې کړي.
د امریکا حکومت د ایران د اټومي لانجې د ډيپلوماتیک حل لپاره څو میاشتې زیار وکړ، خو په دې وروستیو کې یې په ایران باندې د نویو سزاګانو د لګولو په مقصد د نړېوالې ټولنې د توافق د ترلاسه کولو لپاره نوې هلې ځلې پیل کړي دي.
یوبل امریکایي چارواکي ورځپاڼې ته ویلي، دا چې د خلیج هیوادونو له امریکاسره ډېرې نږدې دفاعي همکاري ته مخه کړې له دې ښکاري چې دوی د ایران په مقابل کې خپله تګ لاره بدله کړې.
د امریکا د اردو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال ډېوېډ پېتریوس تیره میاشت په واشنګټن کې د جنګ د څېړنو مرکز ته خپلې وینا کې د واشنګټن او خلیج هېوادونو ترمنځ د ځینو پوځي توافقاتو څخه پرده پورته کړه.
ده وویل، چې د خلیج هېوادونه له امریکا سره د دوه اړخیزو توافقاتو له له لارې خپل دافع هوا ګډ سیستمونه نوي کوي.
د دغو توافقاتو له لارې به راټول شوي معلومات یوپرمختللې سیمه ایز سیستم ته ورکول کیږي.
جنرال پیټریوس داهم وویل، چې د خلیج دغو څلورو هېوادونو له امریکا نوې وسلې رانیولي دي، چې پرمختللې الوتکې او د توغندي ضد پیټریوټ میزاییل هم په کې شامل دي.
امریکا خپلې دوه جنګي بیړۍ چې پرمختللي رادار لري په خلیج کې ځای پرځای کړي دي.
ده وویل، چې د ایران اټومي هلو ځلو او د توغندیو د ازمیښتونو ترڅنګ په عراق، لبنان، غزې او نورو ځایونو کې ایران پلوي بنسټ پالې ډلې هم د اندیښنې وړ دي.
دغه راز متقاعد جنرال جیمز جونز، چې د ملي امنیت په چارو کې د سپینې ماڼۍ سلاکار دی، د تیرې جمعی په ورځ د ستراتیژیکو او نړیوالو څیړنو مرکز کې په خپلې وینا کې وویل، امریکا په دې باور ده، چې ایران به د نړیوالو بندیزونو د فشار او د کورنیو ناکراریو په مقابل کې په سیمه کې خپلې پلوې ډلې د ناکراریو په رامنځ ته کولو وګماري.
ده وویل، تاریخ ښیي کله چې رژیمونه ترفشار لاندې راغلي، لکه ایران چې اوس له کورنی فشار سره مخامخ دی او کیدای شي په نږدی راتلونکي کې نور نړیوال بندیزونه هم پرې ولګول شي، تل یې خپلې پلوي ډلې د زورزیاتي لپاره ګمارلي دي.