ژوندۍ خپرونې

دري خپرونه

راتلونکې خپرونه

د عراق انتخابات

د عراق پارلماني انتخابات

د یکشنبې په ورځ په عراق کې پارلماني انتخابات له ناکراریو سره مل وو

د میرمنو د نړېوالې ورځې په مناسبت

راپورونه / افغانستان

د مونيښ د نن ورځې امنيتي غونډه افغانستان ته ځانګړې شوې

وروستی بدلون 18 11 1388 01:20 PM

ټاكل شوې ده، چې د جرمني د مونيښ په امنيتي غونډه كې نن د افغانستان د روانو حالاتو او د ناټو په روانې ستراتيژۍ بحث وشي او افغان ولسمشر حامد كرزي به غونډې ته خپله وينا واوروۍ او د روانو حالاتو په اړه خپل دريځ څرګند كړي. د ولسمشر كرزي يو وياند احمد ضيا سيامك له ازادي راډيو سره په خپلو خبرو كې وويل، چې افغان ولسمشر به په دې غونډه كې په هېواد كې د امن د ټينګښت په اړه خپلې سپارښتنې وړاندې كړي.

د ارګ په ماڼۍ كې چارواكي وايي، چې د مونيښ د امنيتي غونډې په درېيمه ورځ، چې افغانستان ته ځانګړې شوې افغان ولسمشر به د ناټو د روانې ستراتيژۍ په اړه خپلې ځانګړې سپارښتنې وړاندې كړي.

د مونيښ دا شپږڅلويښتمه نړيواله امنيتي غونډه، چې د جمعې په ورځ پرانستل شوې د يكشنبې په ورځ ناوخته پاى ته رسيږي.

د چارواكو په وينا د غونډې په وروستۍ ورځ د افغانستان د روانو حالاتو د ارزونې ترڅنګ په افغانستان كې د ناټو د روانې ستراتيژۍ په بدلون هم خبرې كيږي.

د ولسمشر كرزي يو وياند احمد ضيا سيامك له ازادي راډيو سره په خپلو خبرو كې وويل، چې ښاغلې كرزی به د يوې داسې پراخې ستراتيژۍ غوښتنه هم وكړي، چې په كې په سيمه كې د ترورستانو د روزنيزو مركزونو له منځه ورل هم شامل وي.

"د افغان دولت او په خپله د ولسمشر كرزي اصلي تمركز به د كيدونكو پوځي عملياتو او له افغانستان څخه د يوې پراخې ستراتيژۍ د لرلو په څرنګوالي وي او په دې، چې په افغانستان كې جنګ نه شي كولی سوله راولي.

نو په كار ده، چې د ترورزم مركزونو او ځالو ته پام واړول شي دا هغه مسايل دي، چې افغان ولسمشر به يې وړاندې كړي او په دې اړه په كيدونكو پراخو بحثونو كې به برخه واخلي.

افغان دولت كه څه په افغانستان كې د ناټو روانه ستراتيژي ناكامه نه بولي خو وايي، چې د عملياتو د همغږۍ او د ترورستي ځالو د نښه كولو په اړه، چې له هېواده بهر پرتې دي زياتې نيمګړتياوې لري.


ښاغلي سيامك وويل، ترهغو، چې په سيمه كې ترورزم فعاله وي په افغانستان كې د سولې د ټينګښت لپاره د دوى هڅې كومې حتمي نيجې ته نه شي رسيدلې.

د ولسمشر ویاند سیامک وويل، چې افغان ولسمشر به په سيمه كې د ترورستي ډلو او په ځانګړې ډول د القاعده شبكې د له منځه وړلو لپاره په سيمه ايزه او نړيواله كچه د همغږۍ د رامنځ ته كولو غوښتنه وكړي.

په افغانستان كې د ناټو د روانې ستراتيژۍ په اړه دا بحث په داسې حال كې پيل شوی، چې افغان دولت له وسلوالو مخالفينو سره د پخلاينې په طرحې، چې د لندن په غونډه كې يې هم ملاتړ شوې كار كوي.

خو د ښاغلي سيامك په وينا په كار ده، چې په دواړو برخو كې پراخې هڅې وشي.

"موږ كولی شو، چې د ترورزم په خلاف د روانې مبارزې ترڅنګ د سولې بهير پرمخ يوسو خو اساسا بايد په دواړو برخو كې هڅې دوام وكړي. په سيمه كې د ترورستي ډلو او په تېره بيا د القاعده د شبكې د له منځه وړلو لپاره يوې سيمه ايزې او نړيوالې همكارۍ اړتيا ده.

پاكستان كولی شي په دې برخه كې له نړيوالې ټولنې سره همكاري وكړي، ايران مهم رول لوبولې شي او همداراز هند او د سيمې او نړۍ نور هېوادونه كولی شي په دې برخه كې پراخه مبارزه وكړي.

په داسې حال كې، چې افغان چارواكي هيله مند دي، چې په دې غونډه كې به د دوى له خوا وړاندې شوي سپارښتنې جدي ونيول شي او د ناټو په راتلونكو تګلارو كې به شامل شي، خو كتونكي بيا دا هيلې بې ځايه بولي.

د دوى په اند افغان دولت دا غوښتنې بيا بيا وړاندې كړي، خو نړيوالې ټولنې او په تېره بيا ناټو پرې غوږ نه دې ګرولې.

د كتونكو په وينا په افغانستان كې سوله او امنيت يوازې هغه وخت ټينګيداى شي، چې د سولې لپاره د روانو هڅو ترڅنګ امنيتي چارې په خپله افغان ځواكونو ته وسپارل شي.
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس