د دولت له مخالفانو سره د لاس لرلو په تور د یوه سیمه ییز چارواکي نیونه
20.11.1388
افغان مقاماتو د دوشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان په شمال لویدیځ کې یو چارواکي له وسله والو طالبانو سره د ارتباط او همدا راز د مخدرو موادو په قاچاق کې په لاس لرلو تورن شوی دی .
دا په تیره یوه اونۍ کې دوهم لوړ رتبه افغان چارواکی دی چې نیول کیږی .
د بالامرغاب پر ولسوال دا تورونه پداسې حال کې لګول شوي دي چې ویل کیږی پر جمهور ریس حامد کرزي فشارونه مخ په زیاتیدو دي ترڅو په خپل حکومت کې د اداري فساد مخنویوی وکړي .
په بالامرغاب کې چې تر ډیره حده د وسله والو طالبانو تر نفوذ لاندې ولسوالي ده ، دا چارواکې د ۵ شنبې په ورځ نیول شوې وو خو د ده د نیول کیدو د خبر خپریدل د هغه تحقیقاتو ته ځنډول شوې وو .
د سیمې څارنوال محمد نعیم نظري وايي چې امین الله پدې تورن دې چې د خپل یوه مامور په وسیله یې ډير حساس استخباراتي معلومات وسله والو کسانو سره شریک کړي دي .
پرده همدا راز په اداري فساد کې د لاس لرلو تور لګیدلې دې . د فرانس پرس اژانس په حواله ، امین الله په غیر قانوني ډول د حکومتي جایدادونو په خرڅولو تورن دې . د څارنوال په وینا پر امین الله تور لګیدلې چې له غریبو خلکو سره د مرستې غوړي یې خرڅ کړي او پیسې یې خپل جیب ته اچولې دي .
ښاغلي نظري ویلي چې د امین الله ورور د وسله والو د یوې کړۍ مشر وو چې څه موده مخکې یې په بالامرغاب کې د بهرنیو او کورنیو ځواکونو پر عسکرو حمله کړې وه . ده زیاته کړې چې امین الله د ناټو په ملاتړ د افغان ځواکونو لخوا نیول شوې دې .
ناټو ویلي چې پدې برخه کې خپاره شوي رپوټونه ګوري . دا یوه حساسه مسله ده او د ولایت د مقام ، د پولیسو او استخباراتو د ادارې یوهیات به بالا مرغاب ته ولاړ شي او هلته به په تحقیقاتو کې برخه واخلي .
د بادغیس د والي مرستیال عبدالغني صابري پر امین الله لګیدلي تورونه تاید کړي دي خو ویلي چې له وسله والو سره د هغه د مرستې په اړه معلومات نلري .
د جمعې په ورځ په کاپیسا کې د پولیسو یو قوماندان عطاالله وهاب د سرک په غاړه په بمي چاودنو او همدا راز اداري فساد کې د لاس لرلو په تور ونیول شو .