ژوندۍ خپرونې

دري خپرونه

راتلونکې خپرونه

ورځنى سندريز پروګرام

په کابل کې د اسلامي کتابونو نندارتون

عدم تشدد - د کړکیچونو د هواري لار-ځانګړې پرواګرامونه

عدم تشدد د کړکېچونو د حل اغېزمنه لاره-اوومه برخه Audio

د نوییمې میلادي لسیزې په پیل کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره، کمونیزم او له کمونیزم سره تړلي نظامونه هم له مینځه ولاړل. خو دا پېښه تصادفي نه وه. تفصیل...

ددې لړۍ نور پروګرامونه دلته وګورﺉ

راپورونه / افغانستان

د افغانستان د علماوو شورا د ولسمشر كرزي د سولې د طرحې ملاتړ وكړ

د افغانستان د عالمانو شورا مرستيال قيام الدين كشاف

د افغانستان د عالمانو شورا مرستيال قيام الدين كشاف

20.11.1388
د افغانستان د عالمانو شورا په هېواد كې د پخلاينې لپاره د ولسمشر كرزي د طرحې ملاتړ وكړ، خو ويې ويل، چې په دې بهير كې بايد د سيمې او ګاونډ ټول هېوادونه راښكيل كړاى شي.

د دې شورا مرستيال قيام الدين كشاف، چې د دوشنبې په ورځ په كابل كې يوې غونډې ته وينا كوله وويل، تر هغو چې د دغه بهير د پرمخ بېولو لپاره د ګاونډيو هېوادونو ملاتړ او همكاري جلبه نه شي د دوى هڅې كومې نتيجې ته نه شي رسيدلی.

د ښاغلي كشاف په وينا په كابل كې د سولې جوړيدونكې غونډې ته بايد د سميې او ګاونډ ټول هېوادونه راوبلل شي.

”ولسمشر حامد كرزي، چې په لندن كې د سولې كومې خبري كړي دي، هغه د افغانستان د علماو خبرې وې او دي، د افغانستان د علماو شورا د دې طرحې كلك ملاتړ كوي.

لكه څنګه چې د سعودي عربستان ګډون د افغانستان د سولې په خبرو كې مهم دى همدارنګه د سيمې د هيوادونو ګډون ډېر مهم دى، كوم اور چې په سيمه كې بل دى، كه ټول سيميز هيوادونه يې په وژلو كې هڅه ونه كړي نو يوازې افغانستان دا اور نه شي وژلاى.“

افغان ولسمشر حامد كرزي وروسته له هغه، چې د لندن په نړيواله غونډه كې يې د پخلاينې له طرحې پراخ ملاتړ وشو په نږدې راتلوونكي كې په كابل كې د سولې د جرګې د جوړولو هوډ څرګند كړ.

افغان دولت د سولې د خبرو لپاره خپل دريځ څرګند كړی او ويلي، چې يوازې له هغو طالبانو او وسلوالو سره خبري كوي، چې د القاعده او يا نورو ترورستي ډلو سره اړيكې ونه لري.

كه څه هم په نړيواله كچه د دې طرحې ملاتړ شوی، خو ځينې كسان بيا په عملي نتايجو شك څرګندوي او وايي، چې روانې هڅې په لوړه كچه نه دي.

د زابل ولايت ملا حزب الله هم ورته نظر لري او وايي، چې د سولي روانې خبرې به ډېرې ښې پايلي ځكه ونه لري چې د طالبانو د مشرانو سره خبرې نه دي شوي او يوازي په ټيټه كچه خبري شوي دي.

”د طالبانو دريځ د لندن د غونډې په مقابل كې نو زياته هيله نه ورته كېږي، ځكه افغان دولت يوازې د ټيټي كچې له طالبانو سره خبرې كوي، مهمه دا ده چې د مشرانو سره خبري وشي، فكر نه كوم چې د ټيټې كچې د طالبانو سره خبرې دې روانه نا امني ختمه كړي.“

افغان ولسمشر څو ځله خپلو وسلوالو مخالفينو ته د سولې د خبرو بلنه وركړې خو د دولت وسلوالو مخالفينو د ښاغلي كرزي د سولې خبري رد كړي او شرط يې دا ايښى، چې بايد ټول بهرنيان له افغانستان څخه ووزي.
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس