بشري: هڅه کوو د پولیسو په لیکو کې د مخالفینو د نفوذ مخه ونیسو

د كورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري
20.11.1388
وروسته له هاغې، چې د كاپيسا ولايت د امنيت امر له طالبانو سره د مرستې په تور ونيول شو د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت چارواكي وايي، چې د پوليسو په ليكو كې د مخالفينو د نفوذ د مخنيوي په برخه كې د دوی پاملرنه زياته شوې ده.
د كورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري له ازادي راډيو سره د يوې ځانګړې مركې په ترڅ كې په دې اړه داسې وويل:
"د افغانستان د كورنيو چارو وزارت هېڅكله په ارامه نه كښيني، بلكه د كورنيو چارو د وزارت په چوكاټ كې د استخباراتو د رياست له دندو څخه يوه هم دا ده، چې د پوليسو په ليكو باندي څارنه وكړي، چې نه يواځي د پوليسو ترمنځ ستونزي هواروي بلكه نه پريږدي چې مخالفين د پوليسو ليكو ته نفوذ وكړي.
مونږ دغه ټكي ته متوجه يو او په دې برخه كې مو منظم كار پيل كړی څو پوليس لا ځواكمن شي.
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت د پوليسو په ليكو كې د مخالفينو له نفوذ څخه د مخنيوي په برخه كې د نويو هلو ځلو يادونه وروسته له هاغې وكړه، چې تازه تازه د كاپيسا ولايت د امنيت امر عبدالوهاب كوهستاني له طالبانو سره د همكاري او د سړك د غاړي د بمونو د ځای پرځای كولو په تور د امنيتي ځواكونو له خوا ونيول شو.
د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت وياند وايي، چې ښاغلې كوهستاني له افغان چارواكو سره په تفاهم د افغان او نړيوالو ځواكونو له خوا نيول شوی دی.
د كاپيسا ولايت د امنيت د امر له نيول كېدو څخه وروسته د بادغيس ولايت د بالامرغاب د ولسوال د نيول كېدو راپورونه هم خپاره شوي دي.
د بادغيس ولايت د استيناف د محكمې مشر محمد غوث راوتي ازادي راډيو ته وويل، چې د بالامرغاب ولسوال هم له طالبانو سره د همكاري او د دولتي ځمكو د غضب په جرومونو نيول شوی دي.
يوشمېر افغان كارپوهان هم وايي، چې په بېلابېلو دولتي ادارو كې د مخالفينو د حضور په اړه انديښنه لري.
په دې اړه د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت پخواني مرستيال او پوځي كارپوه جنرال عبدالهادي خالد ازادي راډيو ته داسې وويل:
"زه فکر کوم، دښمن کوښښ کوي خپل نماینده ګۍ زیاتې کړي او زه باور لرم، چې په جنګي محلاتو کې زیات نفوذ لري."
افغان چارواكي هم وايي، چې دوی هڅه كړې په دولتي ادارو كې د مخالفينو له ځای نيولو څخه مخنيوی وكړي او دا هڅي لا همداسي دوام لري.
په عين حال كې د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي، چې د كاپيسا ولايت د امنيت له امر څخه دامهال پوښتنې ګرويږنې روانې دي او د نوموړي د برخليك په اړه به وروسته روښانه شي.
په داسې حال كې، چې د ناټو د دفتر له خوا په خپري شوي اعلاميې كې عبدالوهاب كوهستاني د تروريستي فعاليتونو او د خلكو په وژلو تورن شوي دی، خو د ښاغلي كوهستاني د كورنۍ غړي دغه تورونه بې بنسټه بولي.
مجاهد جواد