ژوندۍ خپرونې

دري خپرونه

راتلونکې خپرونه

ورځنى سندريز پروګرام

په کابل کې د اسلامي کتابونو نندارتون

عدم تشدد - د کړکیچونو د هواري لار-ځانګړې پرواګرامونه

عدم تشدد د کړکېچونو د حل اغېزمنه لاره-اوومه برخه Audio

د نوییمې میلادي لسیزې په پیل کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره، کمونیزم او له کمونیزم سره تړلي نظامونه هم له مینځه ولاړل. خو دا پېښه تصادفي نه وه. تفصیل...

ددې لړۍ نور پروګرامونه دلته وګورﺉ

راپورونه / افغانستان

ګلاب منګل: هلمند کې د علمیاتو لپاره پوره چمتوالی لرو

د هلمند والي محمد ګلاب منګل او په افغانستان د ناټو ملکی استازی مارک سېډوېل

د هلمند والي محمد ګلاب منګل او په افغانستان د ناټو ملکی استازی مارک سېډوېل

وروستی بدلون 20 11 1388 02:45 PM

د هلمند والي او د ناټو چارواكي وايي، چې د هلمند په مارجې كې يې د پراخو عملياتو لپاره چمتوالی دوام لري او دغه عمليات به په راتلونكو څو ورځو كې ترسره شي. دوی وايي، چې تر دې مهاله له مارجې څخه نږدي دوه سوه كورنۍ بې ځايه شوي دي، چې ورسره د اړونده كميسيون له خوا مرستې هم شوي دي.

د هلمند والي وايي، چې د مارجې له عملياتو څخه هدف يواځې له مخالفينو سره جګړه نه بلكه په دغې سيمه كې د افغان حكومت د واكمنۍ غزول دي.

محمد ګلاب منګل د سې شنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري غونډي ته، چې د ناټو ملكي استازي مارك سېډوېل هم په كې حاضر و وويل، چې له مخالفينو څخه د سيمي له پاكېدو وروسته به په سيمه كې د بيارغونې، ثبات او پرمختګ كارونه پيل شي او د همدې هدف لپاره سيمې ته د مركزي حكومت څخه يو پلاوی رسيدلی دی.

"همزمان چې عملیات سر ته رسیږي، په ملکي برخه کې موږ پوره اماده ګي لرو، یانې ملکي خدمات، دثبات لپاره، د ښه حکومت جوړولو لپاره او د د انکشاف او پرمختګ لپاره، چې عملي یې کړو

همدا اوس د دې تر څنګ چې نظامي قطعات سیمې ته رسېدلي دي، د ملکي خدمتونو په برخه کې، لکه څنګه چې مخکې وویل شول شاوخوا ۲۹ د تنه بېلابېلو وزارتونو استازي، وزیر صاحبان، د پوپل صیب په مشر توب سیمې ته رسیدلي دي، څو په ملکي برخه کې خدمت وکړي."

د ناټو ملكي استازي مارك سېډوېل هم د هلمند دوالي د خبرو په تاييد وويل، چې تر عملياتو وروسته به په مارجه كې ملكي ادارې فعالې او غوره حكومت داري به رامنځته شي.

دا چې ولې دغه ستر عمليات په مارجه كې ترسره كيږي، په دې اړه ګلاب منګل وويل، چې نوموړې سيمه بې له شكه چې د طالبانو او د نشه يي موادو يو ځواكمن مركز دی.

نوموړي وړاندي وويل، چې له مارجې څخه تر دې مهال كابو ۲۰۰ كورنۍ بې ځايه شوي دي، چې ورسره د اړوند كميسيون له خوا مرستې هم شوي دي.

ګلاب منګل دا هم وويل، چې په سيمه كې دوهم كميسيون په دې كار كوي، چې له طالبانو سره اړيكې ونيسي او هغوی له جګړې څخه تير او پخلايني ته راوبولي، چې د ده په وينا يوشمېر مخالفينو ورسره اړيكي هم نيولي دي.

"ځیني لومړني پیغامونه موږ ته رسیدلي، چې هیله مند یم، په دې خبرخه کې عملي ګامونه پورته شي او په دې برخه کې کمیسیون لرو هغوی به خپل کار کوي.

د لومړنیو پیغامونه په اړه خبرې کول مخکې له وخته دی، خو بیا هم زه هیله مند یم، چې ځیني طالبان په له جنګ څخه لاس واخلي."

د افغان حكومت چارواكي وايي، چې د مارجي دغه نوي عمليات به له تېرو ټولو عملياتو سره يو څرګند توپير ولري، ځكه دا ځل د دغو عملياتو په برخه كې د حكومتي چارواكو، ناټو او د سيمې د خلكو ترمنځ بشپړه همغږي موجوده ده او د سيمې تر تصفيې وروسته به ډېر ژر خلك په خپل ژوندانه كي څرګند توپير وويني.

د ناټو چارواكي وايي، چې د هلمند دغو عملياتو لپاره ستر چمتوالي نيول شويدي چې پكي به په زرګونو افغان او د ناټو سرتيري ګډون كوي. خو يوشمير كارپوهان بيا انديښنه لري چې ښايي دغه عمليات د سولي په روان بهير باندي ناوړه اغيزي وكړي .

مجاهد جواد
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس