ژوندۍ خپرونې

دري خپرونه

راتلونکې خپرونه

ورځنى سندريز پروګرام

په کابل کې د اسلامي کتابونو نندارتون

عدم تشدد - د کړکیچونو د هواري لار-ځانګړې پرواګرامونه

عدم تشدد د کړکېچونو د حل اغېزمنه لاره-اوومه برخه Audio

د نوییمې میلادي لسیزې په پیل کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره، کمونیزم او له کمونیزم سره تړلي نظامونه هم له مینځه ولاړل. خو دا پېښه تصادفي نه وه. تفصیل...

ددې لړۍ نور پروګرامونه دلته وګورﺉ

راپورونه / افغانستان

کندهار کې ځانګړي پولیس روزل کیږي

وروستی بدلون 20 11 1388 03:50 PM

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي، چې د كندهار ولايت پوليسو ته به ځانګړې زده كړه وركړل شي او په لنډ مهالي كې به په دې برخه كې شا او خوا پينځه زره پوليس ورزل شي. د اقغانستان د كورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر د سې شنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، چې دا يو ازمايښتي پروګرام دى چې د كاناډا هېواد په مرسته په نيږدې راتلونكي كې پيليږي.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي، چې د كاناډا په مرسته به په افغانستان كې د ځانګړو پوليسو د روزلو يو ازمايښتي پروګرام پيل كړي.

د افغانستان د كورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر چې د سې شنبې په ورځ يې په كابل كې د كاناډا له سفير سره يو ځاى يوې خبري غونډې ته خبرې كولې وويل، چې دغه پروګرام به له كندهار ولايت څخه پيل شي.

ښاغلي اتمر د دغو څانګړو پوليسو په اړه وويل:

"دې نتيجې ته ورسيدو، چې په كندهار كې د پوليسو يو نوى مودل جوړ كړو او كه چيرې پايلې مثبتې وې نو دا پروګرام به په ټول هېواد كې پلى كړو.

دا مودل به پوليس ولسي كړي او پوليس به ګټور اغيزمن وګرځوي، چې د امن د تينګښت او د قانون د پلي كولو په برخه كې ګټور ګامونه پورته كړي."

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي، چې په دغه روزيز پروګرام كې به شا او خوا پينځه زره ځانګړي پوليس وروزل شي.

په كابل كې د كاناډا سفير وليم كرازي هم خبري غونډې ته وويل، چې دوى د دغو ځانګړو پوليسو د روزلو لپاره پوره تيارى لري او د افغان پوليسو د روزلو په برخه كې يې د لا همكاريو ژمنه وكړه.

ښاغلي كرازي د ځانګړو افغان پوليسو د روزلو د هدف په اړه وويل:

"د مودل پوليسو د روزلو هدف دا دى، چې د كندهار ولايت او د شا او خوا سيمو د خلكو په ژوند كې له امنيتي پلوه يو مثبت بدلون راشي، دغه پروګرام د نړيوالې ټولنې او د افغان حكومت د اهدافو سره سم دى او د كورنيو چارو وزارت له اصولو سره سم پلي كيږي."

په كابل كې د كاناډا سفير وايي.، چې په كندهار كې افغان ځانګړي پوليس به د دوه سوه كاناډايي روزونكو له خوا وروزل شي.

كاناډا چې اكثره ځواكونه يې د افغانستان په جنوبي ولايتونو كې ميشت دي، د افغانستان د پوليسو د روزلو په برخه كې تر اوسه له سل مليونو ډالرو څخه زياته مرسته كړې ده.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي، چې د كندهار پوليسو ته يې ځكه د ځانګړې روزنې لومړيتوب وركړ، چې دغه ولايت د افغانستان تر نورو ولايتونو ډير نا امنه دى.

د افغانستان د كورنپو چارو وزارت د ځانګړو پوليسو د روزنې په برخه كې په داسې حال كې اقدام كوي، چې ټاكل شوې تر راتلونكو دوو كلونو پورې د پوليسو شمير نيږدې يو نيم لكو ته ورسيږي او تر راتلونكو پينځو كلونو پورې د افغانستان د امنيت ساتنې چارې هم افغان ځواكونو ته وسپارل شي.
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس