راتلونکې خپرونه


ورځنى سندريز پروګرام

د وطني ديګيو بازار ګرم دى

كركټ په نورستان كې

راپورونه

طالبان به د ملا برادر پر ځای څوک وټاکي؟

29.11.1388

ملا عبدالغني برادر د طالبانو د پوځي شورا مشر د امریکا او پاکستان د استخباراتي ادارو د ګډو هڅو پر مهال د پاکستان په سترښار کراچۍ کې ونیول شو تر اوسه د طالبانو د اداري او پوځي چارو د سیستم په برخه کې لږ معلومات خپاره شوې دي خو رویټرز اژانس په دې اړه څه تفصیلات ورکړې دي.

دغه اژانس څرګندوي چې د طالبانو سیستم په قبایلي بنسټ ولاړ دی. د وسله والو یوه وړه ډله ځان ته طالبان وایي چې دغه ګروپ د طالبانو د مرکزي ځواک له لورې پیژندل شوې وي او هغوی ورسره همکاري کوي. دغه وړه ډله سره له دې چې خپل واک لري خو له لویه سره د طالبانو عمومي ستراتیژي تطبیقوي.

د طالبانو وړې کلیوالې ډلې له لسو تر پنځوسو وسله وال لري. له دوی سره د نورو سیمو وسله وال لږ مرسته کوي او د نورو طالبانو له لورې لږ وسایل هم ورکول کيږي. د طالبانو دغه واړه ګروپونه خپله ځان ته اطلاعات راغونډوي، لوژیستیکي ستونزې خپله هواروي او په خپلې سیمې کې د خلکو فعالیتونه خپله څاري.

د مختلفو سیمو واړه ګروپونه استخباراتي معلومات سره شریکوي او کله ناکله له یوه بل سره مالي مرستې هم کوي. دغه ټولې ډلې ملا محمد عمر خپل مشر ګڼي چې په خپله ملا محمد عمر د طالبانو د شورا مشري کوي.

د طالبانو په شورا کې د رویټرز اژانس په وینا د ملا محمد عمر او ملا برادر سربیره سراج الدین حقاني غړیتوب لري چې د افغانستان په جنوب کې د طالبانو د عملیاتو مشري کوي، امیر خان متقي هم د شورا غړی دی، دی د طالبانو د مطبوعاتو د څانګې مسوول دی. استاد یاسر هم د شورا غړی دی، یاسر چې یو وخت نیول شوی و د یوې معاملې له مخې د کابل له زندانه خوشي شو.
 
په کابل او هرات کې د طالبانو د رژیم د وخت والي ملا منان هم د شورا غړیتوب لري. د طالبانو د رژیم پر مهال د هوایي چلند وزیر ملا اختر محمد منصور هم د شورا غړی دی. د طالبانو د شورا یو شمیر نور غړي هغه کسان دي چې ځای ناستي یې یا نیول شوي یا وژل شوی او د ملامحمد عمر له لورې د هغوی پر ځای نور کسان معرفي شوې دي.

د طالبانو د مشرانو له ډلې یو هم ملاداد اله و چې په دوه زره اووم کال کې په افغانستان کې ووژل شو او د طالبانو د رژیم د دفاع وزیر ملا عبیداله اخند تیرکال په کوټه کې ونیول شو.

د رویټرز اژانس په وینا د ګوانتنامو پخوانی زنداني، عبدالقیوم زکریا ښایي اوس د ملا برادر اخند پر ځای وټاکل شي.

زکریا په دوه زره لومړي میلادي کال کې په مزارشریف کې تسلیم شوی و او تیر اووه کاله یې په ګوانتنامو کې تیر کړې دي چې بیا په دوه زره اووم کال کې افغان حکومت ته وسپارل شو او یو کال وروسته له بنده خوشي شو. د ملا برادر پر ځای ممکن ملا محمد حسن هم وټاکل شي، دی د طالبانو د رژیم پر مهال د کندهار والي و. ملا حسن چې د شوروي له ځواکونو سره جنګیدلی دی او د طالبانو د تحریک له موسسینو څخه دی.
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس