د دایکنډي په بمبارۍ کې ۲۷ تنه ملکیان ووژل شول

زمری بشري
03.12.1388
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال مک کریسټل په ډایکنډي ولایت کې د ۲۷ ملکیانو پر وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړه .
د افغانستان حکومت وویل چې پرون سهار روزګان ته نژدې په دایکنډي ولایت کې د ناټو ځواکونو په هوايي حمله کې ۲۷ تنه وژل شوي دي .
د افغانستان حکومت دا برید په کلکه غندلی دی .
د دې پېښې په باب عصمت څاروان د کورنیو چارو د وزارت له ویندوی زمري بشري سره ږغېدلی :