زاخیلوال:د سوداګرۍ او تسهیل الحاق په نوم مو تړون لاسلیک کړ

زاخیلوال وویل، د تسهيل الحاق پروګرام به په سوداګرۍ کې ډيرې اسانتیاوې راولي
18.12.1388
د افغانستان د ماليي،سوداګرۍ او صنایعو وزارتونو او د امريكا د سفير تر منځ په دغه هېواد كې د سوداګرۍ د چارو د ساده كولو په اړه د نوي پروګرام تړون لاس ليك شو، دغه پروګرام د امريكا متحده ايالتونو د ۶۴ ميليون ډالرو په ارزښت پلي كيږي، چي څلور كاله به دوام وكړې.
د افغانستان د ماليي وزير وويل، دغه پروګرام، چې د تسهيل الحاق په نوم ياديږي د سوداګرۍ او پانګونې په برخو كې به ډيرې اسانتیاوې رامنځ ته كړي.
د ماليي وزير ډاكټرعمر زاخيلوال د سې شنبې پر ورځ په كابل كې د دې پروګرام د پلي كېدو د تړون په غونډه كې وويل، دا يو مهم پروګرام دى چې له مخې به يي د افغانستان د سوداګرۍ په نظام او قوانينو كې لازم اصلاحات راشي:
"دا په افغانستان كې د سوداګرۍ د ريفورم لپاره ډير مهم او پراخ پروګرام دى هدف يي دادى، چې څنګه موږ كولای شو د خپلې سوداګرۍ چارې اسانه كړو."
دغه پروګرام، چې د امريكا متحده ايالتونو د څلور شپيته ميليون ډالرو په مالي مرسته پلي كيږي څلور كاله به دوام وكړي.
افغان چارواكي وايي، دا پروګرام به ديته هم لاره هواره كړي چې افغانستان د سوداګرۍ د نړېوال سازمان غړيتوب تر لاسه كړې.
په غونډه كې د سوداګرۍ او صنايعو د خوني مرستيال خان جان الكوزي، چې د خصوصي سكټور په استازيتوب وينا كوله هيله څرګنده كړه، چې د دې پروګرام په عملي كېدو سره به په افغانستان كې د دوي پر وړاندې پرتې ستونزې هوارې شي.
هغه په افغانستان كې دننه له سوداګرو څخه په لوېو لارو او بندرونو كې د غيرقانوني ټكس او رشوت اخيستل يوه لويه ستونزه وبلله او ويي ويل، دا رنګه ستونزې هغه وخت له منځه تلاى شي چې دولت په جدي توګه قوانين پلي كړي.
ښاغلي الكوزي وويل، چې دوي په پاكستان كې له ترانيزيتي ستونزو سره مخ دي.
نوموړي له نړېوالې ټولنې او په ځانګړي توګه له امريكا وغوښتل، چې د دوي پر وړاندې دغه ستونزې حل كړي:
"موږ ښاغلي سفير ته دا وايو، چې زموږ يو كانټينر له كراچۍ څخه تر پېښوره پورې په پنځه څلويښت ورځو كې را رسيږي او هغه پيسې، چې موږ د دې كانټينر په كرايه كې وركوو هغه د پاكستاني سوداګرو په پرتله پنځوس فيصده زياتي دي. نو دغه توپيرونه بايد له منځه ولاړ شي موږ هيله مند يو، چې نړېوال همكاران به په دې برخه كې له موږ سره مرسته وكړي."
په دې غونډه كې د امريكا سفير كارل ايكن بيري وويل، چې هېواد يي چمتو دی له افغانستان سره د سوداګرۍ په وده كې اوږد مهاله مرسته وكړي.
ښاغلي بيري د افغانستان او پاكستان تر منځ ترانيزيتي ستونزو په اړه وويل، دواړه هېوادونه بايد په دې برخه كې پر هغې موافقه ليك له سره خبرې پيل كړي چې له پخوا نه پرې كار شوى دى:
"تر ټولو زيات لومړيتوب بايد د افغانستان او پاكستان ترمنځ د ترانزيت او سوداګرۍ د موافقې په اړه د خبرو اترو له سره پيلولو ته بايد وركړل شي.
په دې برخه كې د ټولو خواوو پوره ملاتړ ته اړتيا ده. د دې موافقه ليك په اړه افغانستان له مخكې نه لازمې هلې ځلې كړي دي او موږ هيله من يو چې ددې موافقه ليك په اړه خبرې اترې ډير ژر نتيجه وركړي."
افغان سوداګر د تېرو څو كلونو راهيسې شكايتونه كوي، چې په هېواد كې دننه او له په ګاونډېو هېوادونو په ځانګړي توګه پاكستان او ايران له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
دوى پر دولت انتقاد كوي، چې د سوداګرۍ پر مخ كې د دغو پرتو خنډونو د له منځه وړلو لپاره يي لازم اقدامات نه دي کړي.
خو افغان چارواكي وايي، تر يوه حده يي د سوداګرو ستونزې هوراې كړي دي او په دې برخه كې يي هلې ځلې روانې دي.