احمدي نژاد :ایران د افغان دولت د ځواکمنتیا په برخه کې مرسته کوي

د ایران ولسمشر احمدي نژاد په کابل کې له حامد کرزي سره وکتل
19.12.1388
د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد، چې كابل ته په يوه رسمي سفر راغلی، څو له افغان چارواكو سره وګوري.
ښاغلي نژاد له ولسمشر حامد كرزي سره په يو ګډ خبري غونډه كې د نړېوالو ځواكونو په حضوريي سخت مخالفت څرګند کړاوهم يي د تروريزم سره د مبارزې په څرنګوالي باندې سختې نيوكې وكړې.
د ايران ولسمشر په افغانستان كې د نړېوالو له پوځي حضور سره خپل كلك مخالفت څرګند كړاو په دې هېواد كې يي د تروريزم پرضد د روانې مباریزې په څرنګوالي باندې په سختو ټكو انتقاد وكړ.
محمود احمدي نژاد له افغان ولسمشر حامد كرزي سره د چهارشنبې په ورځ د جمهوري رياست د ارګ په ماڼۍ كې د يوه ساعت ليده كاتو
وروسته په يوې خبري غونډه كې وويل، چې د تروريزم پرضد چې نړېوالو ځواكونو كومه تګ لاره غوره كړې دا په افغانستان كې ثبات نه شي رامنځ ته كولای:
"د امنيتي ستونزو حل زه د بهرنيو ځواكونو په حضوركې نه وينم، زه فكركوم، چې په دې هېواد كې امنيت هغه وخت راتلی شي، چې دولت يي ځواكمن شي، ادارات يي قوي شي ، څو امنيت په خپله ونيسي.
زمونږ قاطع سياست همدا دی چې د افغانانو، امنيت او پرمختګ څخه به ملاتړکوو، څرنګه چې مو كړی دی او په راتلونكې كې به يي هم وكړو."
د ايران ولسمشر په عين حال كې وويل، چې نړېوال ځواكونه په افغانستان كې په كال كې تقريبا سل ميليارډه ډالره لګښت لري، خو كه له دغو پيسو څخه هر كال يواځې شل ميليارډه يي خپله د افغانستان حكومت ته وركړي نو ټولې ستونزې به پرې حليدای شي.
د ايران ولسمشر دغه راز وويل، چې هېواد يي په افغانستان كې د يوه ځواكمن حكومت ملاتړ كوي او په راتلونكي كې به هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته همداسې دوام وركړي.
د افغانستان ولسمشر حامد كرزي د ايران د ولسمشر له هركلي وروسته دا ډاډ وركړ، چې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو موجوديت د ايران ګټو ته كوم زيان نه رسوي:
"مونږ له لویديځ او له امريكا سره اړيكي لرواوهغوي د دې لپاره دلته دي، چې يوشمېرهدفونه لري، يو هدف دادی چې په افغانستان او سيمه كې امنيت او ثبات راشي.
موږ څو څو واره خپل ګاونډي ايران ته ويلي دي، چې هيڅكله به د افغانستان له خاورې څخه د هيڅ كوم ګاونډي پر ضد كار وانه خيستل شي."
د افغانستان ولسمشر دې هېواد سره د ايران د هر راز مرستو مننه وكړه
د افغانستان ولسمشر دغه راز له دې هېواد سره د ايران د هر راز مرستو مننه وكړه، چې د سړك جوړونې، پوهنې او يا د سوداګرۍ په برخه كې يي له افغانستان سره كوي.
ايران په تېرو اتو كلونو كې له افغانستان سره مرسته كړې ده او په ځينو حالاتو كې ايران د افغانستان د دولت له مخالفينو سره په مرستو او په سيمه كې د دوه مخه ايزي پاليسي له امله هم تورن شوی دی.
په تېرو كلونو او ان د دې كال په سر كې د افغانستان په جنوب او لويديځ كې يو شمېر امنيتي چارواكو ويلي وه، چې ايراني ساخت ماينونه او چاوديدونكي مواد يي نيولي او په دې هېواد كې د ورانكارو فعاليتونو لپاره ليږل شوي وه، خو ايران تل دغه ډول تورونه رد كړي دي.
مجاهد جواد .
دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې