راتلونکې خپرونه


ورځنى سندريز پروګرام

د وطني ديګيو بازار ګرم دى

كركټ په نورستان كې

راپورونه / افغانستان

وحید عمر:افغانستان او پاکستان به په ګډه د تروریزم په ضد مبارزه کوي

د ولسمشر کرزي ویاند وحید عمر

د ولسمشر کرزي ویاند وحید عمر

22.12.1388

افغان چارواكي پاكستان ته د ولسمشرحامد كرزي وروستى سفر ګټور بولي .د افغانستان د ولسمشر وياند وحيد عمر، چې په كابل كې په يوه خبري كنفرانس كې پاكستان ته د جمهور ر یس د سفر په اړه معلومات وركول په دې اړه وويل:


"د افغانستان او پاكستان حكومتونو په دې اړه پريكړه وكړه، چې له ترهګرۍ سره د يوه ګډ دښمن په توګه د مبارزې په لا زياتو او عملي لارو چار كار وكړي او په دې برخه كې ګډ عملي ګامونه واخلي."

ښاغلي وحيد عمر نور جزيات ورنه كړل، چې دغه عملي ګامونه به څه وي. جمهور رئيس حامد كرزى د چهارشنبې په ورځ اسلام اباد ته په دوه ورځني سفر تللى و.

جمهور رئيس او ورسره پلاوی يي په دغه سفر كې د پاكستان د ولسمشر او صدراعظم په ګډون له لوړ پوړېو چارواكو سره وكتل.

له مخكې نه تمه كېدله چې افغان پلاوی به پاكستان ته په سفر كې افغانستان ته د هغو افغان طالب مشرانو د سپارلو غوښتنه هم وكړي چې په دې وروستيو كې په پاكستان كې نيول شوي دي.

د جمهور رئيس وياند وويل، پاكستانيو چارواكو په دې اړه وويل، چې له يو لړ حقوقي مشورو وروسته به په دې اړه افغان دولت ته ځواب وركوي:

" تر كومه چې د طالبانو د رهبرانو په اړه خبرې دي، دا غوښتنه يو ځلې بيا له پاكستانيو چارواكو سره د ليدنې په ترڅ كې ولسمشر کرزي مطرح كړه.

د پاكستانيو چارواكو ځواب دا و، چې هغوي پرې كار كوي. او له حقوقي ادارو سره له يو لړ حقوقي سلا مشورو وروسته به موږ ته ځواب راكړي."

د طالبانو د مشر ملامحمد عمر مرستيال ملابرادر او د يوه بل لوړ پوړي طالب مشر ملا عبدالكبير په ګډون يو شمېر طالب قومندانان د تېرو څو اونيو راهيسې د پاكستان د امنيتي ځواكونو په توقيف كې دي.

د پاكستان يوې محكمې له مخكې افغانستان ته د دغو طالب مشرانو د سپارلو پر خلاف پريكړه كړې.

خو داسې ښكاري، چې د دغو طالب مشرانو د سپارلو په برخه كې پاكستان ته د افغان جمهور رئيس وروستی سفر هم سملاسي مثبت نتايج نه دي وركړي.
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس