ملګري ملتونه: په هلمند کې له بې ځایه شویو کورنیو سره مرستې کوو

په كابل كې د ملګروملتونو ويانده نيلاب مبارز
24.12.1388
ملګري ملتونه وايي، چې په هلمند كې د پوځي عملياتو په ترڅ كې له زیاترو بې ځايه شوېوكورنېو سره دوی مرستې كړي او د مرستو دغه لړۍ اوس هم دوام لري.دغه خبره په كابل كې د ملګروملتونو يوې وياندې ډاكټرنيلاب مبارز د دوشنبې په ورځ د يوې خبري غونډې په ترڅ كې وكړه:
"په هلمند كې د مشترك په نامه د پوځي عملياتو په تعقيب ملګري ملتونه د وضعې څارنه كوي او د ملګروملتو دفترونو په سيمه كې خپلې بيړنۍ مرستې زياتې كړي دي.
له ۸۸ فيصدو بې ځايه شوېو خلكو سره د خوراكي موادو مرستې شوي دي او د روغتيا نړېوال سازمان هم د بېړنيو مرستو بستې پر خلكو ويشلي دي."
اغلۍ مبارز وړاندې وويل، چې په هلمند كې د فبرورۍ د مياشتې له اتمې نېټې څخه بيا د مارچ د مياشتې ترڅلورمې نېټې پورې ۴۲۷۵ كورنۍ چې تقريبا ۲۷۷۰۰ كسان په كې وه بې ځايه شوي دي.
نوموړي ازادۍ راډيو د دې پوښتنې په ځواب كې، چې كه په كندهار كې ورته پوځي عمليات پېليږي نو ملګري ملتونه د ممكنه بې ځايه شوېو كسانو لپاره د مرستو كوم چمتوالی لري داسې وويل:
"يوه اندازه روغتيايي مرستې په كندهاركې ځای پرځای شوي دي او تل د داسې پېښو په وړاندې مخكې ترمخكې چمتوالی نيول كيږي او كه داسې كوم عمليات په كندهاركې پيل شي نو ملګري ملتونه به له اړو خلكو سره ورته مرستې وكړي."
په افغانستان كې د بې ځايه شوېوكورنيو خبره كومه نوی خبره نه ده بلكه ملكي وګړي نه يواځې دا چې په جګړو كې بې ځايه او بې كوره كيږي بلكه زياتره مړه او ټپي كيږي هم چې ملګروملتونو پرې تل خپله ژوره اندېښنه څرګنده كړې ده او هڅه يي كړې چې يو څه اړينې مرستې اړو خلكو ته ورسوي كه څه هم خلك دغه مرستې كافي نه بولي.
راپوز : مجاهد جواد.