راتلونکې خپرونه


ورځنى سندريز پروګرام

د وطني ديګيو بازار ګرم دى

كركټ په نورستان كې

راپورونه / افغانستان

چارواکي وايي افغانستان کې د کرنې د ودې لپاره ۵ ملیارده ډالرو ته اړتیا ده

25.12.1388

د افغانستان د كرنې وزارت تخنيكي مرستيال، چې د سې شنبې په ورځ په كابل كې د باغداری په اړه جوړشوي دوه ورځيني وركشاپ كې وينا كوله وويل، چې په دې وروستيو كې په افغانستان كې بڼوالۍ ښه وده كړې، خو يوشمېربڼوالان وايي، چې دوی په افغانستان كې د بڼوالۍ په چاروكې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

په كابل كې په لسګونه بڼوالو او د كرنې اړوندو خيريه موسسو چارواكي د افغانستان د كرنې وزارت له خوا په جوړشوي دوه ورځني وركشاپ كې سره راټول شوي، چې په هېواد كې د متوازنې بڼوالۍ د ودې په اړه بحث وكړي.

د كرنې او مالدارۍ وزارت مرستيال غلام مصطفي جواد خبريالانو ته وويل، چې په دې وروستيو كلونوكې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو كې بڼوالۍ پراختيا موندلې، په ځانګړي توګه د هغو مېوو، چې ونې يې د ډيرو كلونو لپاره حاصل وركولاى شي.

ښاغلي جواد همدا راز وويل، دوی په هېواد كې د متوازن زراعت لپاره د طبعي زيرمو د تنظيم، د حاصلاتو د جګوالي عوامل، په كوردننه او بهر كې د تازه ميو لپاره د ماركيټ موندلو په لټه كې دي.

جواد زیاتوي، چې په دې برخو كې د خپلو بېلابېلو پروګرامونو د تطبيق مرستې ته اړتيا لري.

په دغه وركشاپ كې يو بڼوال ازادۍ راډيو ته وويل، چې دوی په افغانستان كې د خپلو تازه مېو د ساتلو او بهر ته د انتقالولو اسانتياوي نه لري.

د كرنې وزارت مرستيال د بڼوالانو پر وړاندې د تازه ميو د پروسس د ميو د زخيره ځايونو او د ماركيټ ستونزې مني خو وايي، چې دوی هڅه كوي په نږدې راتلونكي كې د برزګرانو او بڼوالانو پر وړاندې پرتې ستونزې هوارې كړي.

د چارو كارپوهان وايي، سره له دې چې افغانستان يو كرنيز هېواد دى، خو په تېرو څو كلونو كې د نړېوالو ټولنې او افغان دولت له خوا د دغې برخې پراختيا لږه پاملرنه شوې.

خو د افغانستان د كرنې وزارت چارواكي وايي، چې نړېواله ټولنه په افغانستان د كرنې د سكټور په اهميت پوه شوې او په راتلونكي كې يې په دې برخه كې د مرستو ژمنې كړې دي.
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس