د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

د ناټو عمومي منشي د افغانستان امنیتي وضعیت ته اندیښنه څرګنده کړه


د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن

د ایستونیا په مرکز تالین کې نن جمعه د اپریل ۲۳ د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، افغانانو ته د واک سپارلو او په افغانستان کې د ناټو د ستونزو په اړه څرګندونې وکړې. دغې غونډې ته به نن د هیلري کلنټن هم خبرې وکړي.

د امریکا د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن به نن د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د ناټو له غړیو هیوادو وغواړي، چې د افغان پولیسو او عسکرو د روزنې لپاره نور روزونکي افغانستان ته واستوي. څو په دې ډول په دوه زره یولسم کال کې له ټاکلي جدول سره سم له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو وتل پیل شي او واک افغانانو ته وسپارل شي.

په دې اړه د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن نن د ایستونیا په مرکز تالین کې د ناټو په غونډه کې وویل:

"د دې ماموریت راتلونکې څرګنده او روښانه ده، یعنې د افغانانو د کاري ظرفیت لوړیدل او د افغان چارواکو ښه مشرتابه."

اندرس فوګ راسموسن، هیلري کلنټن او د ناټو د اووویشت غړیو هیوادو د بهرنیو چارو ټول وزیران به همداراز نن په غونډه کې دا وڅیړي، چې څرنګه له راروان کاله د افغانستان امنیتي چارې افغان ځواکونو ته سپارل کیدای شي.


له افغانستانه د ناټو د وتلو ستراتیژي پنځه میاشتې وروسته تر دې اعلان شوه چې بارک اوباما په افغانستان کې د پوځیانو د زیاتیدو وړاندیز وکړ.

ناټو په یو شمیر برخو کې له افغان پوځیانو، افغان ملکي مسوولانو او د موسسو له استازیو سره د هماهنګي ستونزه لري.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن د پنجشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان لپاره څلور نیم سوه نورو روزونکو ته اړتیا شته.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې مرستندویانو چې د نوم له اخیستو ډډه کړې ده اسوشیتد پریس اژانس ته وویل چې هیلري کلنټن به د دغو روزونکو غوښتنه د ناټو له غړیو هیوادو وکړي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن نن د ایستونیا په مرکز تالین کې وویل چې د افغانستان امنیتي وضعیت ډیر حساس دی:

"د دې لپاره هیڅ دلیل نه شته چې دا خبره پټه کړو چې د افغانستان امنیتي وضعه ستونزمنه ده. ډير هیوادونه چې دلته یې استازي راغونډ شوې دي په دغه ماموریت کې یې پوځیان وژل شوې دي. خو روان کال موږ پرمختګ کړی دی. دا کال وار زموږ دی."

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه چې موږ باثباته او خوندي افغانستان غواړو داسې افغانستان چې په راتلونکې کې له هغه ځایه شاوخوا سیمې او نورې نړۍ ته تهدید نه وي. اندرس فوګ راسموسن بیا وویل چې تر هغو به په افغانستان کې پاتې شو چې خپل اهداف مو ترلاسه کړي وي.
XS
SM
MD
LG