اسلام اباد سره نېږدي د لویدلې الوتکې ټولې سپرلۍ وژل شوي

د غره په ډه ډه کې د الوتکې ماتې ګوډې لیدل کېږي
07.05.1389
په پاکستان کې د يوه خصوصي هوايي شرکت الوتکه لوېدلې،د اير بليو AIR BLUE په نوم د هوايي شرکت د مسوولينو په وینا په الوتکه کې د عملې شپږ تنه غړي او ۱۴۶ تنه مسافر سپاره ول.
دغه الوتکه د چارشنبې په سهار پر ۷ بجو او ۵۰ دقيقو له کراچۍ د اسلام اباد پر لور روانه شوې،چې اسلام اباد تر رسېده سره سم د ښار په شمالي څنډو کې د مارګلې د غرونو په لړۍ کې ولوېده.
د اير بليوپه نوم د خصوصي هوايي شرکت هغه مسافر وړونکې الوتکه چې له کراچۍ نه د اسلام اباد پر لور روانه د اسلام اباد په شمالي څنډو کې د مارګلې غرونو په برنۍ برخه کې غورځېدلې.
د پاکستان د هوايي کرښې دمسوولينو په وينا دغه الوتکه د چهارشنبې پر سهار په لس کم اتو بجو له کراچۍ نه د اسلام اباد پر لور الوتلې وه چې د اسلام حدودو ته تر ننوتو لږه شېبه وروسته د مارګلې دغرونو په لوړو کې وغورځېده.
ويل کېږي چې په الوتکه کې د عملې د شپږتنو غړيو ترڅنګ ۱۴۶ تنه مسافر سپاره ول،د ياد شرکت د مسوولینو په وينا الوتکه یې نوې او هېڅ ډول تخنيکې ستونزه يې نه لرله.
د پاکستان د کورنيو چارو وزیر رحمان ملک وايي د ژغورنې عملې سيمې ته رسېدلي خودسيمې جغرافيوي موققعيت او باران ددوی په چارو کې ډېر خنډونه رامنځته کړي:
((دا يو سترناورين دی چې بې له شکه ټول يې دردولي يو خلکو ته ډاد ورکوم چې دولت ټول وسائل په کار اچولي له پېښې سمدستي وروسته دژغورنې ډلې سیمې ته لېږل شوي خو دسختو بارانونوله امله هليکوپترونه نشي کيناستلی او يواځې پياده ځواکونه ټولې چارې پر مخ بیايي.
په خواشینۍ سره وايم چې په الوتکه کې سپاره ټول خلک مړه شوي ،ما پخپله ډېره هڅه وکړه چې سيمې ته ورشم خو د هوا د ناسموالي له لامله هليکوپتر په ناسته بريالی نشو.))
دی وايي تر اوسه د اتیاوو تنو جسدونه ترلاسه شوي او د نورو د موندلو هڅې روانې دي.
د مارګلې غرونو ته نژدې مېشتو يوشمېر خلکو په وینا د پېښې پر مهال غرونه په ورو او ګردله کې پټ ول او دغه الوتکه تر ټاکلي حد ډېره ټيټه روانه وه،دوی وايي په غرونو کې يې د زورورې چاودنې غږ واورېد چې ورسره د اور لمبې هم پورته شوې.
دلومړنيو رپوټونو له مخې د هوا ناسموالی د پېښې لامل ښودل شوی،خو د چارواکيو په وينا د تور بکس له تر لاسه کېدو وړاندې په دې اړه څه نشي ويلی.