راتلونکې خپرونه


ورځنى سندريز پروګرام

په کابل کې د لبنیاتو د تولید نوې فابریکه

عدم تشدد - د کړکیچونو د هواري لار-ځانګړې پرواګرامونه

عدم تشدد د کړکېچونو د حل اغېزمنه لاره-اوومه برخه Audio

د نوییمې میلادي لسیزې په پیل کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره، کمونیزم او له کمونیزم سره تړلي نظامونه هم له مینځه ولاړل. خو دا پېښه تصادفي نه وه. تفصیل...

ددې لړۍ نور پروګرامونه دلته وګورﺉ

راپورونه / سېمه / پاکستان

انګلستان:پاكستان ته بايد اجازه ورنكړاى شي چې د تروریزم صادرول پراخ کړي

د انګلستان صدراعظم ډیویډ کامرون

د انګلستان صدراعظم ډیویډ کامرون

08.05.1389
د انګلستان صدراعظم ډیویډ کامرون د ترورویزم ضد جګړې کې د پاکستان د سوابقو په اړه له خپلو څرګندونو څخه دفاع وکړه او وایي، مهمه ده چې سپینې او څرګندې خبرې وکړو.

کامرون په نوي ډهلي کې د هند له صدراعظم من موهن سنګ سره په ګډ خبري کنفرنس کې وویل، هیڅوک په دې کې شک نه لري چې تروریستي ډلې له پاکستان څخه صادریږي او دا ډلې باید چې وځپلې شي او له منځه یوړلې شي.

د انګلستان صدراعظم دغه راز وویل، د دغو تروریستي ډلو په ضد جګړې کې د پاکستان له حکومت سره نږدې همکارۍ ته سترګې په لار دی:

"موږ به د پاکستان له حکومت سره کار ته دوام ورکړو تر څو ډاډ حاصل شي چې دا حکومت له تروریستي ډلو سره په خپل ټول توان جګړه کوي، دا که لشکر طیبه وي، د کوټې شوری او یا که د افغانستان او پاکستان طالبان وي."

د انګلستان صدراعظم، ډیویډ کامرون د چهارشنبې په ورځ اسلام اباد سخت سپک کړ او ویلي و، پاکستان ته باید اجازه ورنه کړاى شي چې د تروریزم صادرول پراخ کړي.

کامرون دا څرګندونې، د ویکي لیکس له خوا د افغانستان د جګړې د محرمو اسنادو له افشا کولو څخه یوه ورځ وروسته وکړې.

په دي اسنادو کې ویل شوي چې د پاکستان استخباراتې اداره په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي.

ټاکل شوې چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري به په راتلونکي اونۍ کې انګلستان ته سفر وکړي.
د حرفواندازه - +

 

اړیکي

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس