په روسيه كې د الوتكۍ تښتونكى نيول شوى

دا الوتکه د پنجشنبې په ورځ د روسیې د شمالي قفقاز له یوې سېمې څخه د مسکو دومودیدوفو هوایي ډګر ته رسېدلې وه
08.05.1389
روسیې چارواکي وایي، خاصو ځواکونو یي د ډاکټرانو په جامو کې، د یوې مسافر وړونکي الوتکۍ تښتونکی چې ۱۰۵ تنه سپرلۍ او د الوتکۍ عمله یي یرغمل کړې وو، ونیوه.
دا الوتکه د پنجشنبې په ورځ د روسیې د شمالي قفقاز له یوې سېمې څخه د مسکو دومودیدوفو هوایي ډګر ته رسېدلې وه.
د روسیې د کورنیو چار د وزارت د څيړنو د څانګې ویاندې تاتیانا موروزوا خبریالانو ته وویل، د الوتکۍ شکمن ۳۹ کلن تښتونکی د قزاقستان تبعه دی. دا وایي، امنیتي ځواکونو د دغه کس د لټون په مهال کومه وسله او چاودیدونکي مواد نه دي موندلي:
"۳۹ کلن مګومید پتایف د قزاقستان په جمهوریت کې زیږیدلی او د هغه هېواد اوسیدونکی دی. دی، بې روزګاره دی خو په تېر وخت کې یي تجارت کاوه. ده موږ ته ویلي چې د الوتکۍ له الوتنې مخکې یي شراب چښلي وو."
دا لا ندې څرګنده چې پتایف څنګه د الوتکۍ کابین ته داخل شوی و.
چارواکي وایي، مشکوک تښتونکي، د روسیې له صدراعظم ولادمیر پوتین سره د کتنې غوښتنه کوله.
الوتکه په هوایي ډګر کې له ښکته کېدو څخه دوه ساعته وروسته د خاصو ځواکونو له خوا د تښتونکي له منګولو خلاصه شوه.