په خيبر پښتونخوا كې سيلابونو زيات كورونه نړولي
وروستی بدلون 08 05 1389 02:18 PM
په خيبر پښتونخوا کې د موسمي بارانونو لړۍ روانه ده او په بېلابېلو سيمو کې په سلګونو کلي او نورې ودانۍ په اوبو کې ډوبې شوي.
ددغو سيلاوونو له امله مخابراتي سيستم جام شوی او د پېښور په ګډون په ټول ایالت کې د موبايل او لايني تيليفون تر څنګ انټرنېټ هم په ټپه درېدلی،چې له امله یې له چارواکيو او نورو ښارونو او سيمو سره اړيکې پرې شوي.
د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره مالومات په لاس کې نشته، چارواکي په دې اړه بېلابېل ارقام ښيي، ايالتي حکومت د مړو شمېر ۱۰۶ تنه ښيي،له بيړنيو پېښو سره د مبارزې ادارې نن سهار دغه شمېر ۱۲۰ تنه ښودلې وه خو اوس وايي چې دوی ته د ۱۵۰ تنو د مرګ راپور رسېدلی، بل خوا خپلواکو سرچينو او رسنيو بيا دا شمېر له دې څو وارې زيات ښودلی.
د تيليفوني اړيکو د نشتوالي له لامله د مالي زیان په اړه کره مالومات نه دي ترلاسه شوي او نه حکومت لا په دې اړه څه ويلي خو ويل کېږي چې په چارسده، شانګله، سوات، کالام او يو شمېر نورو سيمو کې په سلګونو کلي په اوبو کې ډوب شوي.
په سوات،کالام،مدين،بحرين کې چې تفريحي سيمې دي له سلو ډېر هوټلونه او مېلمستونونه زيانمن شوي او يا نړېدلي.
د پېښور ختيځ لور په نوښار کې مرکزي دولتي روغتون او نورې دولتي ودانۍ هم په اوبو کې ډوبې شوي او په همدې سيمه کې د اور ګاډي ليکه له منځه تللې او پېښور ته د رېل سفر ځنډېدلی.
په زاخېلو،اديزي، بډه بېره، باغبانان او نوښار کې د افغان کډوالو کمپونه په بشپړه توګه زيانمن شوي او ګڼ شمېر کورونه يې نړېدلي، په پېښور کې افغان کمېشنر جمال الدين شاه ازادۍ راډیو ته وويل، چې د یادو کمپونو څه د پاسه اووه زره تنه يې په يو شمېر دولتي ښوونځیو او نورو ودانیو کې ځای پر ځای کړي.
جمال الدين شاه وايي، دی په خپله دغو سيمو ته ورغلی او د بې ځایه شوېو او زيانمنو شوېو کډوالو سره يې د لومړنيو مرستو په توګه سمدستي چارې پيل کړي.
د هغه په وينا په لومړي سر کې هغوي ته د پخې ډوډۍ رسول پيل شوي او هڅه کوي چې کمبلې او نور مواد هم ورکړي.
افغان کډوالو له پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارې له ادارې غوښتي چې له دوي سره بيړني مرستې وکړي، په زرګونو تنه دغه کډوال چې په نا څاپي توګه له کورونو وتلي تر شنه اسمان لاندې وخت تېروي چې ګڼ شمېر ښځې، ماشومان او ناروغان هم په کې شامل دي.
تراوسه د افغانانو د مرګ ژوبلې په اړه خبر نه دی ورکړل شوی.
راپور-مجيب انګار