راتلونکې خپرونه


ورځنى سندريز پروګرام

په کابل کې د لبنیاتو د تولید نوې فابریکه

عدم تشدد - د کړکیچونو د هواري لار-ځانګړې پرواګرامونه

عدم تشدد د کړکېچونو د حل اغېزمنه لاره-اوومه برخه Audio

د نوییمې میلادي لسیزې په پیل کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره، کمونیزم او له کمونیزم سره تړلي نظامونه هم له مینځه ولاړل. خو دا پېښه تصادفي نه وه. تفصیل...

ددې لړۍ نور پروګرامونه دلته وګورﺉ

راپورونه / افغانستان

پر کابل د سپتمبر د یولسمې نیټې په څېر برید

08.05.1389

القاعده شبکې غوښتل چې د کابل پر ښار هغسې برید وکړي، لکه د دوه زره لومړي میلادي کال د سپتمبر په یولسمه چې یې پر نیویارک او واشنګتن کړی و.د القاعده شبکې د حملې خبره د بریتانیا ګارډین ورځپاڼه کړې ده. دغه ورځپاڼه د امریکا د هغو استخباراتي پوځي محرمانه خپرو شویو اسنادو په استناد دا خبره کوي چې تیره یکشنبې خپاره شول.

 ویکي لیکس ویبپاڼې د دوه زره څلورم میلادي کال تر دوه زره نهم میلادي کال مودې پورې نژدې دوه نوي زره سندونه خپاره کړل چې پکې له افغان طالبانو سره د پاکستان د پوځ او استخباراتو د مستقیم ملاتړ او هغو ته د سلامشورو ښودنه کوي.
 
په دغو اسنادو کې د ګارډین ورځپاڼې په وینا د کابل د حملې خبره هم افشاء شوې ده او پکې ویل شوې دي چې د القاعده همهغه مشر چې پر نیویارک او واشنګتن یې د حملو طرحه جوړه کړې وه، پر کابل یې پر هغه ښار یې چې کلونه کلونه د ده کوربه ښار و، حمله طرحه کړې وه.

په خپاره کړي رپوټ کې ویل شوې دي چې ایمن الظواهري دوه ویشت کسانو ته لارښوونه کړې وه څو الوتکي چې د کابل هوایي ډګر ته الوتنه کوي، وتښتوي او بیا څو مهم مرکزونه په کابل کې وولي.

په ټاکل شویو اهدافو کې د کابل د جمهوري ریاست ماڼۍ، د امریکا او بریتانیا سفارتونه او د اریانا هوټل چې سي ای اې کرایه کړی دی، په نښه شوي وو.

د دې برید خبره په داسې وخت کې شوې ده چې د ویکي لیکس ویبپاڼې له لورې افشاء شویو سندونو په کابل او واشنګتن کې د پاکستان د استخباراتو د ادارې په برخه کې بحثونه پیدا کړې دي.

ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې وویل، هیله ده چې د ویکي لیکس ویبپاڼې خپاره کړي پټ سندونه د ترورزم پرضد جګړه داسې اعیاره کړي چې د افغانستان او سیمې ثبات ورسره خوندي شي:
(( که دا اسناد موږ ته داسې قضیې څرګندې کړي چې په تګلاره کې بدلون راولي او له ترورزم سره په جګړې کې ورسره تغییر راشي نو د اهمیت وړ دي))

د ګارډین ورځپاڼې په وینا د القاعده له لورې پر کابل په حملې کې یو شمیر افغان او پاکستاني جنرالانو هم مرسته کوله، همداراز د افغانستان یو شمیر پیلوټانو همکاري کوله او د دغو کسانو نومونه هم ویکي لیکس ویبپاڼې ترلاسه کړې دي. دغو کسانو به له مشکوکو ترورستانو سره مرسته کوله هغوی ته به یې جعلي اسناد برابرول څو په کابل کې ټاکلي اهداف وولي.

ویل کیږي چې برید کوونکو په کراچۍ کې زده کړې کولې څو بیا الوتکې وچلوي او حمله پرې وکړي. دغو کسانو د رپوټ له مخې ابتدایي زده کړې په سوات کې کړې وې. د ګارډین ورځپاڼې په وینا دغه دوه ویشت برید کوونکي عربان، پاکستانیان، چیچنیایان او ازبکان وو چې جعلي افغان اسناد یې جوړ کړې وو. دوی غوښتل چې له روسیې، چین او ایرانه ویزې واخلي څو افغانستان ته بیا پرواز وکړي.

ګارډین د خپرې کړې مقالې په پای کې لیکي چې د الوتکې د اختطاف دسیسه د اریانا هوایي چلند د یوه پیلوټ له لورې د مې په میاشت کې شنډه شوه.
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس