د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

د امریکا دفاع وزیراولوی درستیز د افغان ستراتیژۍ دفاع وکړه


مایک مولن او د امریکا د متحد ایالاتو دفاع وزیر رابرټ ګیټس
مایک مولن او د امریکا د متحد ایالاتو دفاع وزیر رابرټ ګیټس
د امریکا دفاع وزیر او لوی درستیز د افغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر ستراتیژۍ وستایله، رابرټ ګیټس او مایک مولن په داسې وخت کې د دې ستراتیژۍ ننګه کړې چې په یوه نوي چاپ شوې کتاب کې د دې ستراتیژي پر سر د امریکایي چارواکو تر منځ د ژور اختلافات مساله راپورته شوې ده.

د امریکا د متحد ایالاتو دفاع وزیر رابرټ ګیټس وایي، پرته له څه شکه به د افغانستان لپاره د امریکا د جګړې ستراتیژي نتیجه ورکړي. د امریکا لوی درستیز اډمیرل مایک مولن هم د افغانستان لپاره د امریکا له ستراتیژۍ دفاع وکړه.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د خبریال ( باب ووډوارډ) په نوي چاپ شوې کتاب کې ادعاء شوې چې د بارک اوباما سلاکارانو د افغانستان د جګړې پر سر مخالفت وکړ. ووډوارډ څرګندوي چې د امریکايي چارواکو ترمنځ د د بحثونو په پای کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو پلان هیڅوک خوشاله نه کړل او تر ډېره د ملي امنیت د ګټو په ځای د سیاسي ګټو پراساس ترتیب شو.

ګېټس د پنجشنبې په ورځ په واشنګتن کې یوې خبري غونډې کې دغو تورونو ته ځواب ووایه اوخبریالانو ته یې وویل چې ده په حکومت کې د خپل کار په موده کې هیڅکله دومره هماهنګي نه ده لیدلې لکه څومره همږغي چې په اوسني حکومت کې ویني.

رابرټ ګېټس د دې پوښتنې په ځواب کې چې د جګړې د ستراتیژۍ په اړه شخصي وړاندیز لرې که نه، ده وویل، که یې په دې باور نه درلود چې پلان یا ستراتیژي ګټه نه شي کولی، ده به د نورو ځواکونو د استولو پرېکړه نه وه لاسلیک کړې.

د طالبانو د رژیم له ماتې څو کاله وروسته طالبان سره منظم شول او بارک اوباما او د هغه سلاکاران د دې علت د بوش د ادارې لږه توجه ښیي.

د واشنګټن پوست ورځپاڼې د خبریال ( باب ووډوارډ) په باور د افغانستان لپاره د امریکا ستراتیژيد هغه کمېټې له لورې ترتیب شوه چې یوه برخه کسان یې د دیموکرات ګوند د جګړې پرضد سیاستوال وو.

د روان میلادي کال په وروستیو کې سپینه ماڼۍ یو ځل بیا د افغانستان ستراتیژي څیړي. د دیموکرات ګوند یو شمېرغړي هیلمن دي چې ولسمشر اوباما به ستراتیژي بدله کړي، خو د امریکا لوی درستیز امیرالبحر مایک مولن وایي، موږ د ستراتیژۍ له مخې د پرمختګ نښې وینو، سمه ستراتیژي، سمې سرچینې او سمه مشري هغه څه دي چې موږ مخ په وړاندې ورسره ځو. د امریکا دفاع وزیر رابرټ ګیټس بیا وویل چې د افغانستان د جګړې ستراتیژي نوې ده او لا وختي ده چې ثمر ورکړي.

رابرټ ګیټس زیاته کړه چې ښایي ځیني برخې یې بدلې رابدلې شي خو په تګ لارې کې ژور بدلون نه شي راتلای. د اوسني پلان له مخې یو شمېر امریکایي پوځیان را روان اوړی له افغانستانه وځي خو رابرټ ګیټس وایي چې جګړه به بیا هم دوام وکړي.
XS
SM
MD
LG