د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

ولسمشر کرزي د ناټو ستراتيژي د ملکي تلفاتو لامل وباله


افغان ولسمشر حامد کرزي
افغان ولسمشر حامد کرزي
افغان ولسمشر حامد کرزي د ناټو په روانې ستراتيژي انتقاد وکړ او هغه یي په روانه جګړه کې د ملکي تلفاتو یو لامل وباله.

ولسمشرحامد کرزي، په خپله راډیويي وینا کې یو ځل بیا د تروریزم په وړاندې په ګډې مبارزې ټینګار وکړ او ويي ویل، چې ترهګر باید د افغانستان په خاوره کې نه، بلکې له دغه هېواده بهر ولټولې شي.

نوموړي په ملکي تلفاتو اندېښنه څرګنده کړه او د ناټو روانه ستراتیژيي ناقصه وبلله:

(د خپل سرو عملیاتو نه همغږي کول اوس هم د هېواد په بېلابېلو برخو زموږ د بې ګناه او بې وزلو خلکو د وژنی یوازینی لامل دی په افغانستان کې د عامه خلکو مرګ ژوبله که هغه د ویره اچوونکو تروریستانو او یا هم د بهرنیو ځواکونو له خوا وي اساسي علت د تروریزم پر وړاندې د مبارزې ناقصه ستراتیژي ده.

له تیرو څو کلونو راهیسي د افغانستان خلک او حکومت له ناټو او ایساف څخه غواړي دا مبارزه باید د هېواد څخه بهر د تروریستان ځالو ته ولیږدولی شي.)

ولسمشر حامد کرزي د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وروستیو پېښو ته اشاره وکړه او ويي ویل، چې په دې پېښو کې ۱۵۰ ملکي وګړي وژل شوي.

ولسمشر کرزي په خپله راډیويي وینا کې وویل، چې ده په جلال اباد ښار کې د کابل بانک پر ودانۍ د وسلوالو مخالفینو د برید فلم لیدلی، چې وسلوال په څه ډول په خلکو ډزې کوي، چې په وینا يي دا خپله د جنایت یوه نښه ده.

په عین حال کې یوشمېر پوځي کتونکي وايي، چې د افغان او نړېوالو ځواکونو پر وړاندې د تروریستانو په ضد د مبارزې تګ لاره روښانه نه ده.

جنرال امرالله امان وايي، چې افغان او نړېوال ځواکونه باید د تروریزم پر وړاندې د مبارزې ګډه ستراتيژي جوړه کړي:


(په خواشینی سره تر اوسه افغان حکومت نړېواله ټولنې ته نه ده پيژندل شوی او همداسې برعکس داچې همغږي نه وي ناخوالې نور هم زیاتیږي. )

په تېره یوه میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو لکه ننګرهار، خوست ، کندز ، کندهار او داسې نورو ولایتون وکې وسلوال بریدونه شوي، چې په کې شاوخوا ۱۵۰ تنه وژل شوي او په سلګونه نور ټپیان شوي دي.

خو په جلال اباد ښار کې د کابل بانک پر ودانې د وسلوال برید فلم تر ډېره خلک اندېښمن کړي.

د یو شمېر پوځي چارو کتونکو په وینا ملکي وګړي نه یوازې د وسلوالو مخالفینو له خوا ، بلکې د نړېوالو ځوکواکونو له خوا هم په نښه کیږي.

خو نړېوال ځواکونه تل دا وايي، چې دوي هڅه کوي، په پوځي عملیاتو کې ملکي وګړو ته زیان ونه رسیږي.

د ملکي تلفاتو په اړه ولسمشر حامد کرزی په داسې حال کې اندېښنه څرګندوي، چې افغان امنیتي ځواکونو ته د پوځي عملیاتو د مشری د سپارلو هڅې کيږي.

تر اوسه روښانه نه ده، چې افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیت د سپارلو بهیر به په پوځي عملیاتو کې او له وسلوالو مخالفینو سره په چلند کې څه مثبت بدلون راولي.

راپور-خبریاله ماریا صدیقي،کابل
XS
SM
MD
LG